د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

محلي زورواکو د بلخي کوچیانو ځمکې او مالڅرونه غصب کړي


د بلخ کوچیان په دې ولایت کې د سیمه ییزو زورواکو له خوا د دوی د زرګونه جریبه ځمکو او مالڅرونو د غصب په اړه شکایت لري.

د بلخ د کوچیانو د مدیریت مسوولان او د کوچیانو مشران وايي چې زرګونه جریبه مالڅر یې د محلي زورواکو په مټ غصب شوي او سربېره پردې چې د دوی ماشومانو ته تعلیمي امکانات نه دي برابر په خپلو استوګنو سیمو کې د صحي څښاک اوبو له کموالو سره هم مخ دي.

په بلخ کې د کوچیان شکایت کوي چې زرګونه جریب ځمکه او مالڅرونه یې د دې ولایت په ۹ ولسوالیو کې د سیمه ییزو زورواکو له خوا غصب شوي دي او دولت هم د یادې ستونزې د حل په برخه کې بې پامه پاتې شوی دی.

د کوچیانو د مدیریت مشران وايي چې د دوی عمده ستونزې د چمتال او خلم ولسوالیو په لېرو پرتو سیمو کې دي چې هلته یې ماشومان د زده کړو له حقه بې برخې پاتي دي او د روغتیايي ستونزو په برخه کې هم صحي کلینیکونو ته لاس رسی نه لري.

کوچیان وايي چې اکثرآ د هغوي ځمکې او مال څرونه د بلخ ولایت په چهاربولک، خلم، چمتال، شولګره، دولت آباد، شکنده او نورو ولسوالیو کې موقعیت لري چې محلي زورواکو پکې منګولې خښې کړي دي.

کوچیان وايي چې اکثرآ د هغوي ځمکې او مال څرونه د بلخ ولایت په چهاربولک، خلم، چمتال، شولګره، دولت آباد، شکنده او نورو ولسوالیو کې موقعیت لري چې محلي زورواکو پکې منګولې خښې کړي دي.
کوچیان وايي چې اکثرآ د هغوي ځمکې او مال څرونه د بلخ ولایت په چهاربولک، خلم، چمتال، شولګره، دولت آباد، شکنده او نورو ولسوالیو کې موقعیت لري چې محلي زورواکو پکې منګولې خښې کړي دي.

د بلخ د کوچیانو ادارې مشر غلام فاروق عبیدي د یادو ستونزو په اړه داسې وايي:

"زموږ ځمکې او مال څرونه په ۹ ولسوالیو کې غصب شوي دي، همدارنګه زموږ ښځې او ماشومان صحي امکاناتو ته لاس رسۍ نه لري، دوی ان د څښاک صحي اوبو ته هم لاس رسی نه لري."

د بلخ ولایت کوچیان د محلي حکومت د دوه ګوني چلنده هم شکایت کوي او وايي چې په تېرو څه باندې ۱۳ کلونو کې د کوچیانو په وړاندې د مور او میرې چلند ترسره شوی دی او ستونزې یې له پامه غورځول شوي دي.

په شمال زون او خاصتآ بلخ ولایت کې د کوچیان متنفذ او قومي مشر سید محمد حریق وايي چې کوچي ماشومانو ته ښوونځي نه دی موجود، میندې او ماشومان صحي امکاناتو او روغتیايي مرکزونو ته لاس رسی نه لري او زمونږ په وړاندې سیمه ییز دولت هم د تعصب وړ چلند کوي.

هغه وویل چې مالچرونه یې د هغه کسانو له خوا غصب شوي چې د حکومت تر ملاتړ لاندې قرار لري.

حریق د کوچیان د ستونزو په اړه لا زیات داسې وایي:

"محلي زور واکو ځمکې غصب کړي، زموږ ماشومانو ته تعلیمي تحصیلي امکانات ندي موجود، او له سلګونو ستونزو سره مخ یو چې دولت ورته بې پامه پاتې شوی دی."

کوچیان په داسې حال کې د محلي دولت د نا سم چلند او د سیمه ییزو زور واکو له خوا د دوی د ځکو او مالڅرونو د غصب څخه شکایت کوي چې تر دې دمخه د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته په خبرو کې د کوچیانو په وړاندې د حکومت د دوګوني چلند مسله رد کړې وه.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG