د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

حکومت غواړي په میدان وردګو کې د څړځایونو په سر لانجې حل کړي


د افغانستان حکومت هڅې پیل کړي چې په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره قوم ترمنځ د ورشوګانو پرسرلانجه حل کړي.

په تېروڅوکلونو کې د هوا له تودېدو سره سم چې کوچيان اېلبندونو ته ځي، تقریبا هرکال د هزاره قوم له مخالفت سره مخامخ کېږي.

کوچیان د دې ورشوګانو د ملکیت پراسنادو استناد کوي خو هزاره قوم خپلې د استوګنې سیمې خپل ملکیت او د مقابل لوري اسناد بې اعتباره بولي.

د ژمي له رارسېدو سره چې کوچیان تودو سیمو ته کډه شوي د ملي وحدت حکومت د څړځایونو پرسرد کوچیانو او هزاره قوم ترمنځ د لانجې د حل هڅې پیل کړي دي.

د میدان وردګو چارواکي وايي، چې د ولسمشرسلاکار وزیرحاجي ارمان سیمې ته رسېدلی او له چارواکو او سیمه ییزو استازو سره یې لیدنې کتنې یې پیل کړي دي.

د کوچیانو او هزاره قوم ترمنځ د ورشوګانو د لانجې حل پر نورو سربېره د روان کال د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال د ولسمشراشرف غني او نورو کاندیدانو یوه مهمه ژمنه وه.

د څړ ځایونو پر سرد تېروشخړو او مخالفتونو اصلي مرکزد میدان وردګو ولایت هغه سیمې دي چې هزاره قوم په کې استوګن دی خو کوچیان د اېلبندونو لپاره هلته کیږدۍ وهي او خپل څاروي مړوي.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ازادۍ راډیو ته وویل، د ولسمشرسلاکار وزیر حاجي ارمان به سیمې ته د سفرپه ترڅ کې د لانجې د دواړو خواوو د استازو نظریات واوري:

″د حاجي صاحب ارمان په مشرۍ پلاوي دې ولایت ته سفر وکړ. د دوی هدف د دواړو قومونو غوښتنې او د اساسي ستونزو اورېدل و، چې په ترڅ کې به یې څو نورې ورځې هم د دوی ستونزې واوري او بالاخره هڅه به وکړي چې د دې ستونزې لپاره یوه اساسي د حل لاره غوره کړي.″

ښاغلی خوږیاڼی زیاته کړه چې سلاکار وزیر حاجي ارمان د میدان وردګو له والي، د امنیې له قوماندان، سیمه ییزو چارواکو، همداراز د ملي شورا له غړو او د هزاره قوم له مشرانو سره لادمخه لیدلي او ښايي دا لیدنې کتنې بیا هم دوام وکړي.

د والي ویاند وايي، دولتي پلاوی به د سه شنبې په ورځ د کوچیانو له استازو سره هم وګوري او هغو سیمو ته به ورشي چې شخړې په کې شوي.

ښاغلی خوږیاڼی وايي، حکومت غواړي د څړ ځایونو پر سرد کوچیانو او هزاره قوم زړې لانجې ته دا ځل دایمي حل لاره ومومي:

″په میدان وردګو کې لویه ستونزه د لویو لارو ترڅنګ د کوچي او هزاره قوم ترمنځ ده چې ځیني ډلې وخت ناوخت له دې څخه ګټې پورته کوي او د دوی ترمینځ شخړې راپورته کوي خو هڅه همدا ده چې داځل اساسي او بنسټیزه حل لاره چاره ورته ولټول شي.″

د کوچیانو او هزاره قوم ترمنځ د ورشوګانو پرسرلانجه هرکال د پسرلي له رارسېدو سره سم بیا تازه کېږي. کوچیان د دې ورشوګانو د ملکیت پر تاریخي اسنادو استناد کوي خو هزاره قوم وايي چې دا اسناد بې اعتباره دي او خپلې د استوګنې سیمې خپل ملکیت ګڼي.

د میدان وردګو د والي ویاند زیاتوي چې د کوچیانو او هزاره قوم د لس کلنې لانجې اور ته له ایران او پاکستان څخه پکې وهل کېږي او ځینې کورنۍ ډلې هم پیسې لګوي څو د دواړو قومونو ترمینځ اختلاف وپاروي. خوږیاڼی وايي، د اختلاف بنسټ چې د ورشوګانو پرسر لانجه ده آسانه حل کېدای شي خو د همدې بهرنیو او کورنیو کړیو د لاسوهنې له کبله دا مسئله سیاسي شوې ده.

XS
SM
MD
LG