د پکتیا په جانيخېلو ولسوالۍ کې لا هم عملیات روان دي.
د دې ولایت امنيتي چارواکو ازادي راډيو ته وويل چې د جانيخېلو ولسوالۍ په عملياتو کې يې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د هوا او ځمکې له لارې ۱۷۰ وسلهوال طالبان وژلي دي.
د پکتيا امنيت امر سمونوال محمد ايوب وردګ وايي، په دغو روانو عملياتو کې يې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د وسلهوالو طالبانو د مهمو قومندانانو د وژلو تر څنګ نور ډېر وسله وال هم وژلي.
ښاغلي وردګ زیاته کړه:
"پروني او هغه وړمه ورځني معلومات موږ خپاره کړي دي چې د پرون ورځې د مازيګر راهيسې چې عملیاتو کې نوي کسان وژل شوي، تقريباً ۲۰ تنه نوي وژل شوي دي او هغه ټول چې سره يوځای کړو تقريباً ۱۷۰ تنه کېږي."
نوموړی دا هم وايي چې د دوی عمليات په سيمه کې لا هم دوام لري او ډېر شمېر هغه ماينونهيې شنډ کړي دي چې وسلهوالو طالبانو ولسوالۍ ته د لارې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي وو.
محمد ايوب وردګ وايي:
"زموږ قطعات د رباط سيمې ته ننوتلي دي او همدغه مسير چې جانيخېلو ولسوالۍ ته ډېر نېږدې دی، په دغه ور روان يو، خو په لار کې وسلهوالو ماينونه ځای پر ځای کړي دي چې موږ دغه ماينونه خنثی کړي او وړاندې روان يو او فعلاً په ټولو هغو سيمو کې عمليات روان دي چې موږ پلان کړي د ولسوالۍ خواته نېږدې د راشپيلي کوتل او نورو لارو څخه نېږدې شوي يو او ډېر ژر به سيمه تصفيه کړو."
د ده په خبره په جانيخېلو ولسوالۍ کې يې عمليات د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره بطي او تکتيکي کړي دي او وايي چې په ډېر نېږدې وخت کې به جانيخېل ولسوالۍ په بشپړ ډول له وسلهوالو څخه پاکه او ادارې پهکې فعالې کړي.
د وسلهوالو طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد بيا وايي چې ولسوالۍ د دوی په واک کې ده او افغان ځواکونو تهيې درنه مرګ ژوبله اړولې او د دوی د مشرانو طالبانو د وژل کېدو خبرې يې ناسمې ګڼلې دي.
شپږ ورځې وړاندې د پکتيا جانيخېل ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو له لوري سقوط شوه چې د ځينو امنيتي سرچينو په حواله په دغې ولسوالۍ تر ۱۲۰۰ څخه زياتو وسلهوالو طالبانو ډلهیيز بريد کړی وو چې په پايله کې د افغان ځواکونو شل سرتېري وژل شوي او په ورپسې عملياتو کې يې وسلهوالو ته هم د درنې مرګ ژوبلې خبرونه خپاره شوي.