د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د پکتیا اوسېدونکي: د جاني‌خېلو سقوط ۷۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړې


د پکتيا د جاني‌خېلو ولسوالۍ له سقوط وروسته د يو شمېر نورو ورڅېرمه ولسواليو اوسېدونکي له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د جاني‌خېلو او څمکنيو ولسواليو له ځينو برخو څمکنيو ښار ته نېږدې ۷۰۰ کورنۍ د جګړې له وېرې ور بې‌ځايه شوې دي.

دوی وايي، تر دې مهاله جاني‌خېلو ولسوالي د وسله‌والو طالبانو په واک کې ده او په دغو سيمو کې هېڅ ډول عملیات نه‌دي پلي شوي او ټول نظامي ځواکونه د دوی په خبره په څمکنيو کې پراته دي.

د څمکنيو اوسېدونکی حاجي مأمور څمکنی وايي:

"دلته عملیات نه‌دي شوي، ټول حکومتي کسان دلته په څمکنيو کې پراته دي، کورونه راکډه شوي دي دلته څمکنيو ته راغلي دي د سليمان‌خېلو، لواړي او حسنزايو کلي ټول خلک راکډه شوي دي، د جګړې لپاره طالبانو تياری نيولی دی او خلک‌يې ایستلي دي، حکومت ټوله ټګي کوي په يو کېلومتري کې طالبان پراته دي او خلک له مشکل سره مخ شوي دي."

څمکنيو ښار ته د بې‌ځايه شويو کورنيو شمېر د سيمې اوسېدونکي تر ۷۰۰ پورې يادوي، خو کومې رسمي سرچينې دغه شمېره نه‌ده تائيد کړې، خو د څمکنيو اوسېدونکو په خبره، د جاني‌خېلو او څمکنيو لیرو پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي چې د جګړې له وېرې بې‌ځايه شوي، د ځايونو نشتوالي له امله د نورو خلکو په کورونو او حجرو کې مېشت شوي دي.

څمکنيو ښار ته ور بې‌ځايه شوي يو کس د ټیليفون پر ليکه د خپلې سيمې وضعيت ازادي راډيو ته داسې بیان کړ:

"زه د څمکنيو ولسوالۍ د لواړي سيمې اوسېدونکی يم، نوم مې حاجي رسول ګل دی، له هغه ځای څخه مو کډې راوتلې دي کورونه مو ړنګ شول مالونه مو مړه شول، خلک زخميان شوي او ژوبل شوي دي، له پرونه راهيسې طالبان نارې وهي چې خلک دې ووځي موږ دلته جنګ کوو که ونه‌وتل او ژوبل شول مسؤليت‌يې په خپله غاړه دی، ياره د لواړي سيمې نه ۷۰۰ کورونه راوتلي دي، د رباط حسنزيو او لواړي سيمې څخه ټول خلک وتلي دي او حکومت کرار پروت دی هېڅ شی نه‌شته کوم کسان چې راغلي دلته پراته دي او نه هوايي مرستې شته او نه هم ځمکنۍ."

نوموړي دا هم وويل چې په سيمه کې عمليات نه‌دي شوي او بې‌ځايه شويو خلکو ته ګڼ مالي زيانونه اوښتي او ګڼ شمېر يې په څمکنيو کې د سرپناه لپاره ځايونه او خوراکي توکي نه‌لري.

د پکتيا والي وياند نقيب احمد اتل وويل، په لويه کچه نظامي او ملکي اداره هڅه کوي چې د جاني‌خېلو ولسوالۍ د بېرته لاسته راوړلو او وضعيت نارمل کېدو لپاره اقدامات پيل کړي او ډېر ژر به له سيمو بې‌ځايه شوي خلک خپلو کليو بانډو ته له مرستو رسولو سره ستانه کړي.

اتل: امنيتي پلان جوړ شوی، دلته به عمليات کېږي.
اتل: امنيتي پلان جوړ شوی، دلته به عمليات کېږي.

هغه زیاته کړه:

"امنيتي پلان جوړ شوی، دلته به عمليات کېږي، هېڅکله به امنيتي ځواکونه په دې ځای کې وسله‌والو ته د دايمي اوسېدو اجازه ورنه‌کړي او په عاجل ډول به دغه سيمه له وسله‌والو څخه پاکه شي او خلکو ته ډاډ هم ورکوو چې ډېر ژر به‌يې خپلو سيمو ته اړينو مرستو سره کورونو ته ستانه کړو."

دی دا نه وايي چې تر دې دمه دوی څه کړي دي، خو وايي ملکي او نظامي ادارې به ډېر ژر د خپل پلان په عملي کېدلو کې بريالۍ شي.

درې ورځې کېږي چې د پکتيا جاني‌خېل ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نيولې او تر دې دمه‌يې په لاس کې ده او د خبرونو له مخې په دې ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ته په نښتو کې ګڼه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

راپور: داوود تپان

XS
SM
MD
LG