د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

کابل پوسټ: هېڅوک به یې په جګړه شل نه کړي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په هېواد کې د امنیتي وضعیت ترڅنګ په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي وسله‎والو طالبانو د جاني‎خېلو ولسوالۍ په نیولو سره غواړي په پوله کې یوه بله جبهه پرانېزي.

په مطلب کې د پکتیا د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویل شوي، د جاني‎خېلو ولسوالۍ له نیولو وروسته د طالبانو تمرکز د څمکنیو او پټان ولسوالیو پر نیولو دی او د وسله‎والو هداف دا دی چې حقاني شبکه افغانستان ته راولېږدوي.

سرنوشت:

بلې خپلواکې ورځپانې سرنوشت لیکلي، افغان ځواکونو په ننګرهار کې نیولې سیمې بېرته داعش وسله‎والو ته خوشې کړي دي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د شنبې په شپه افغان ځواکونه یو دم له دغو سیمو پرشا شول، یادو سیمو ته اوس بېرته داعش وسله‎وال راغلي دي.

ورځپاڼې لیکلي داعش وسله‎والو د یادو سیمو خلک پر مرګ ګواښلي او د ځینو مالونه یې هم لوټ کړي دي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، حکومت ژمنه کړې وه چې د قومي تړون پر اساس به شینوارو کې ۴۰۰ کسیز وسله‎والو ځواک جوړوي، خو حکومت له کوم پلان پرته له دې سیمې وتلی.

بل‎خوا کابل چاپ نور ورځپاڼو بیا په یو شمېر نور موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې په هلمند کې د توکو بیې ۵۰ سلنه لوړې شوې دي.

وړاندې په مطلب کې یادونه شوې دغه ولایت ته غځېدلې لویې او مواصلاتي لارې له درېیو اوونیو راهیسې د ټولو خلکو پرمخ تړلي دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې له ډېری ولسوالیو سره اړیکې پرې دي، وسله‎وال طالبانو د ټلېفوني شبکو فعالیتونه بند کړي، د ولسوالیو له حاله څوک نه خبریږي.

ورځپاڼه کاږي د هلمند په زیاتو سیمو کې خلک له اوونیو راهیسې په محاصره کې بندي پاتې دي چې له کلیو او کورنو د وتلو اجاره نه‎لري.

همدې ورځپانې په خپلې سرمقالې پوښتنه کړې ایا د امریکا ګټې په رښتیا د جګړې په غځېدا کې نغښتې؟

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې پر پاکستان د امریکا د ناز څپېړه د وسله‎والو مخه نه‎شي نیولای.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپانې هېڅوک به یې په جګړه شل نه کړي تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی.

لیکوال افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې د جګړې پرځای پر سولې او پرمختګ تمرکز وکړي.

هېواد:

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د سوداګرۍ لپاره دې د پاکستان پر بدیل کار وشي.

XS
SM
MD
LG