د نوي کابل بانک د اخیستلو لپاره یوې افغانۍ کمپنۍ خپل غوښتنلیک د مالېې وزارت ته وسپاره.
د ماليې وزارت د خزاینو ريیس وايي، د دغه بانک د اخیستلو لپاره د ټاکل شویو څلورو میاشتو په موده کې یوازې یوه افغاني کمپنۍ وتوانېده چې شرایط مطالعه او خپل غوښتنلیک مالېې وزارت ته وسپاري.
د نوي کابل بانک د خصوصي کولو د هڅو په لړ کې د "جي. ایس. سي." اریانا، یا جواینت سټاک اریانا کمپنۍ حاضره شوه چې خپل غوښتنلیک په رسمې توګه د مالېې وزارت ته وسپاري.
د مالېې وزارت د خزاینو عمومي رييس محمد اقا کوهستاني وویل، دغه کمپنۍ د ټاکل شویو څلور میاشتو په موده کې وتوانېده چې شرایط مطالعه او خپل افر یا وړاندیز په رسمي توګه د ماليې وزارت ته وسپاري.
ښاغلي کوهستاني د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د یادې کمپنۍ د پشنهاد ټول مواد به یوه معتبره کمېټه وڅېړي:
"یوه کمپنۍ چې زموږ اوستاسي داخلي کمپنۍ ده د جي. ایس.سي. اریانا په نامه، نن د دوې افر تسلیموو، د دغه افر د مطالعې لپاره یوه تخنیکي کمېټه جوړېږي، که ټاکل شوي شرایط او معیارونه یې پوره کړي وي، بیا بلې مرحلو ته ځو چې هغه د قیمتدار افر په نوم یادېږي"
د ښاغلي کوهستاني د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د نوي کابل بانک د خصوصي کېدو اعلان خپور شو.
په اعلان کې تاکید شوی و چې علاقمندې کمپنۍ کولي شي چې په څلورو میاشتو کې شرایط مطالعه او خپل افرونه د مالېې وزارت ته وسپاري.
د اعلان له خپرېدو وروسته دوو کمپنیو، پاکستان کمرشنل بانک او جي. ایس. سي. اریانا کمپنۍ د نوی کابل بانک خصوصی کېدو ته علاقمندي وښوده.
خو هغه مهال چې د پاکستان کمرشل بانک د نوي کابل بانک اخیستو ته لېوالتیا وښوده، ملي شورا او بېلابېلو مدني بنسټونو انتقادونه وکړل چې حکومت باید له پاکستاني بانک سره دغه معامله ونه کړي.
دوی ویل چې د دولت د ځینوارګانونو د کارکوونکو تنخوا ګانې د نوي کابل بانک لخوا اجرا کېږي او د دې لپاره چې د دغو کارکوونکو هویت خوندي ساتل شوی وي، ښه به وي چې نوی کابل بانک پر یوې کورنۍ کمپنۍ وپلورل شي.
کله چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې کابل بانک له مالي بحران سره مخامخ شو، نو دولت تر خپل کنټرول لاندې راوست او د نوي کابل بانک په نوم یې فعال کړ.
د اقتصادي چارو پوه عبدالله واحد یار د نوي کابل بانک د خصوصي کولو دغه اقدام ستايي او تاکید کوي چې حکومت دې د دغه بانک د خصوصی کولو پروسه په دقت پرمخ بوزي:
"که نوی کابل بانک خصوصي شي، دعامو خلکو د سپما او حسابونو د ساتنې په برخه کې به لوی اقدام وي، په نوي کابل بانک کي غلط ترانیشنونه د دې سبب شول چې خلک ځنې خپلې پانګې وباسي،د دې بانک خصوصي کول نیک اقدام دی که چیرې مالېې وزارت وکړای شي دغه پروسه ښه مدیریت او نظارت کړي."
د مالیې وزارت وايي، د نوي کابل بانک د خصوصي کولو دغه پړاو لومړنی او تخنیکي دی او په بل پړاو کې به دوی د قیمت په اړه د یادې کمپنۍ اسناد وڅېړي او بیا به وروستۍ پرېکړه د وزیرانو شورا کوي.
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا پنځلس خصوصي بانکونه فعال دي او د افغانستان بانک مسئولینو له دې وړاندې ویلي، پر دغو بانکونو بشپړه څارنه لري او هڅې کوي چې بیا د کابل بانک په څېر پېښه تکرار نه شي.
راپور: خان محمد سیند