د ناهیلیو په منځ کې د سولې د هیلو غږ بیا اوریدل کیږي 

د کابل د تیرې اوونۍ له خونړي برید وروسته د افغانستان د سولې او جګړې د سیاستونو د روښانولو لپاره ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر سبا د ملي شورا د دواړو جرګو له غړو سره سلاو مشوره وکړي او هم به د حکومت په راتلونکې تګ لارې رڼا واچوي.

له دغې خونړۍ حملې وروسته، دوه مسلې چې له یو بل سره تړلي، د طالبانو په وړاندې د سولې پر ځای جګړه او د پاکستان منزوي کیدل ډیرې مطرح شوي دي. خو ملي شورا ته د ولسمشر تر تګ مخکې له پاکستانه بیا د سولې د بهیر د پېلېدو غږ پورته کیږي.

د ولسمشر مرستیال ویاند حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني به د ملي شورا د دواړو جرګو له غړېو سره په دې اړه چې مخ ته څه ډول ګامونه واخیستل شي، مشوره وکړي.

په کابل کې د طالبانو د تیرې اوونۍ خونړۍ حملې چې ۶۴ کسان په کې ووژل شول او ۳۴۷ تنه ټپیان شول، ظاهراً له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو هیلې تر بل هر وخت ډیرې پیکه کړي.

خو د ناهیلیو په منځ کې د سولې د هیلو غږ بیا اوریدل کیږي.

دا ځل دا خبره د افغانستان د کډوالو او راستتیدونکو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په هدف پاکستان ته تللی، کړې ده.

هغه په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز سره له کتنې وروسته پرون د امریکا غږ ته د سولې په اړه وویل:

"هغوی موږ ته ډاډ راکړ چې تر یوې بلې میاشتې به د سولې پروسه له سره پیل شي چې دا کیدای شي د بیرته ستنېدو لپاره د کډوالو د روحیې او د هیله من کولو لپاره ډیر اغیزمن وي."

خو د سولې د عالي شورا مرستیال وایي، پاکستان صادق نه دی.

عبدالخبیر اوچقون تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، دی دا خبره ځکه کوي چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه تیرې ژمنې نه دي پرځای کړي.

ښاغلی اوچقون وايي، پاکستان صادق نه دی.

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"له وسله والو مخالفانو سره د مخامخ خبرو لپاره د غونډې د جوړېدو په اړه د اسلام آباد د چارواکو دغه ډاډ د کابل د سې شنبې له پېښې څخه د عامه ذهنیتونو بل لورته اړول دي. د هغې پېښې چې په نړۍ کې ټول بشریت ته ټکان ورکړ او په تیره بیا د افغانستان خلک يې ویرجن کړل. دا بیرته د پاکستان نه صداقت ښیي."

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په ګډون د څلور اړخېزې کمېټې په څلورمه غونډه کې پریکړه شوې وه چې د مارچ د میاشتې په لومړېو کې به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د استازېو د مخامخ خبرو لپاره په پاکستان کې زمینه برابریږي.

خو داسې ونه شول او طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي.

د افغانستان د سولې د شورا مرستیال وایي، د څلور اړخیزې کمېټې دوه مهم غړي، چین او امریکا باید له دوو انتخابونو یو عملي کړي.

اوچقون یې په اړه وویل:

"د هغو کسانو په وړاندې چې د سولې له بهیر سره نه یو ځای کیږي، په څلور اړخیزو غونډو کې د شوېو ژمنو په اساس یا باید پوځي اقدامات وکړي. یا به پر پاکستان ډیر فشار راوړي چې دې هېواد ته قناعت ورکړي چې د طالبانو هاغه مشران چې هلته روزل کیږي، پوځي تجهیزات ورکول کیږي او راحت ژوند کوي، اړ کړي چې د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي."

د افغانستان حکومت ویلي چې د کابل د پل محمودخان د حملې په اړه چې طالبانو یې مسولیت اخیستی، لومړني شواهد ښیي چې دغه حمله د حقاني شبکې او لشکر طیبه له خوا چې ویل کیږي په پاکستان کې دیره دي، تنظیم شوې وه.

افغان ولسمشر له دې مخکې تېر کال د کابل د شاشهید خونړۍ پیښه د افغانستان لپاره د عطف نقطه یاده کړې وه. د هغې پېښې پړه هم په پاکستان کې دیره په ترهګرو ډلو اچول شوې وه.

دا چې افغان ولسمشر به د ملي شورا غړېو ته د طالبانو او د پاکستان په وړاندې د خپل حکومت نوی دریځ په ډاګه کړي او که به بیا هغه یواځې لکه د شاشهید د پیښې په څیر په وینا پورې محدود پاتې شي دا به د هغه له خبرو معلومه شي خو د ولسي جرګې اداري پلاوي ویلي چې په دې شرط به د ولسمشر ملاتړ وکړي چې هر څومره ژر چې کیدای شي، د دفاع نامزد وزیراو د ملي امنیت نامزد ریس ور وپیژني.

د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي وویل، په افغانستان کې د نا امنیو د زیاتوالي یو مهم علت دا دی چې دغه مهم امنیتي ارګانونه تراوسه د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.