د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

ملي ارمان: طالبان د"نه" ویلو صلاحیت نه لري


له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګونو هیلې او د ملي وحدت حکومت د موافقې په اړه د جان کري د خبرو بېلابېل تعبیرونه، د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

طالبان د(نه) ویلو صلاحیت نه لري، دا د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، د سولې په اړه په څلور اړخیزو غونډو کې پریکړه داسې شوې که طالبان د سولې خبرو ته نه ووایي، څلور واړه هېوادونه به یې په وړاندې پوځي اقدام کوي، خو سرمقاله لیکونکي ویلي، دا به امکان ونه لري چې پاکستان دې د طالبانو په وړاندې پوځي اقدام ته غاړه کیږدي.

په سرمقاله کې راغلي، طالبان د پاکستان د حکومت تر واک لاندې سیمو کې اوسي او که هغه هېواد پر طالبانو فضا تنګه کړي، طالبان له سولې پرته بل انتخاب نه شي لرلی.

د ورځپاڼې په باور، څو چې پاکستان تر فشار لاندې را نه شي، د سولې لپاره د څلور اړخیزو غونډو بحثونه ګټه نه ورکوي.

کابل پوسټ ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د سولې خبرو ته ځانګړې کړې او دا سرلیک یې ورکړی، طالبان ډاریږي چې حکمتیار مخکې نه شي.

په سرمقاله کې راغلي په داسې حال کې چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې روانې دي، طالبان او پاکستان هڅه کوي چې د ناامنیو په زیاتولو سره خپل شرایط پر حکومت ومني.

ورځپانې د ننګرهار پرونۍ انتحاري حملې ته اشاره کړې چې د ملي اردو نوېو جذب شوو سرتېرو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله او ویلې یې دي، دا حملې په داسې حال کې کیږي چې له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي.

ویسا ورځپاڼې بیا د جان کري د خبرو د تعبیر په اړه د اجرائیه رئیس پروني غبرګون را اخیستی او دا سرلیک یې ورکړی، د ډاکټر عبدالله تعجب او د ولس تعجب.

په سرمقاله کې راغلي، عبدالله پرون په دې تعجب وکړ چې ولې یو شمېر سیاستوالو د ملي وحدت حکومت موافقه دوه کلنه بلله، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، په دې باید وژاړو چې د هیواد دبرخه لیک په اړه پریکړې بهرني چارواکي اعلانوي.

ورځپاڼې لیکلي، ولس اوس په تعجب کې دی چې حکومت څه کوي او څه ډول لوبه یې پيل کړې ده.

جان کري اندیښنې کمې، که ډیرې کړې دا د ننني افغانستان اونیزې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی.

په مطلب کې راغلي چې د کري وروستیو خبرو ملاتړي او مخالفین درلودل، ملاتړو یې ویل، ښه ده چې د حکومت د موافقې د غځیدو خبره یې وکړه خو مخالفین یې بیا وایي، د ملي وحدت حکومت اساس غیر قانونی دی او دوام یې هم قانوني بڼه نه لري.

د مطلب لیکوال ویلي، له جان کري څخه هیله دا وه چې پاکستان ته ګوت څنډنه وکړي چې د ترهګرو مخه ونیسي، خو لیکوال ویلي داسې څه خبره یې ونه کړه او یوازې یې د اوسني حکومت د موافقې پر دوام ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG