د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

سولې شورا: لاهم هیله من یو چې پاکستان خپلې ژمنې عملي کړي


د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، که پاکستان د سولې په بهیر کې همکارۍ نه کولو ته دوام ورکړي نو د څلور اړخیزې ډلې نورو ښکیلو غړیو ته به مراجعه وکړي.

دا خبره وروسته له دې کیږي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم ویلي، پاکستان تراوسه په څلور اړخیزه ناستو کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو لپاره څو ځلي ضرب الاجل وټاکل شو، خو لاهم د سولې دا خبرې عملا نه دي پيل شوي.

اوس داسې ښکاري چې افغان حکومت د پاکستان له اړخه چې د سولې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې غړی دی، ناهیلې شوی دی.

د سولې عالي شورا وایي، که پاکستان اوسني وضعیت ته دوام ورکړي نو د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې ښکیلو نورو غړېو ته چې چین او امریکا دې مراجعه کوي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې په ورځ آزادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"د افغانستان دولت او د سولې عالي شورا لا هم دا هیله لري چې پاکستان باید د سولې په بهیر کې خپلې ژمنې عملي کړي. بغیر له دې نه به هغو هېوادونو ته مراجعه وکړي چې څلور اړخیزې ډلې د وروستۍ ناستې په هوکړه لیک کې ښکیل و."

ښاغلی اوچقون زیاتوي چې د دې ترڅنګ د سیمې نور ستر هېوادونه لکه هند، روسیه، ایران او دغه راز د خلیج هېوادونه کولای شي په سیمه کې د ثبات لپاره پاکستان باندې فشارونه راولي.

یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو لکه ایران، روسیې او هند له دې وړاندې ویلي و، که د افغانستان د سولې په بهیر کې د افغان حکومت د همکارۍ غوښتنه وکړي، نو دوی تیار دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي هم د دوشنبې په ورځ په یوې غونډې کې وویل، پاکستان پر هغو ژمنو چې په څلور اړخیزو ناسته کې کړې وې، عمل نه دی کړی.

د سولې په پروسه کې د پاکستان د نه همکارۍ په اړه انتقادونه په داسې حال کې کیږي چې له دې وړاندې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې د طالبانو ځيني مشران په پاکستان کې له پوره امکاناتو سره ژوند کوي او دوی نفوذ پرې لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي هم د دوشنبې په ورځ په یوې غونډې کې وویل، پاکستان پر هغو ژمنو چې په څلور اړخیزو ناسته کې کړې وې، عمل نه دی کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي هم د دوشنبې په ورځ په یوې غونډې کې وویل، پاکستان پر هغو ژمنو چې په څلور اړخیزو ناسته کې کړې وې، عمل نه دی کړی.

دغه هېواد همدارنګه د څلور اړخیزې ډلې په څلورو ناستو کې د روانې مارچ میاشتې په ترڅ کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته د طالبانو د حاضریدو ژمنه کړې وه.

خو دا میاشت مخ په خلاصیدو ده او ورسره د ملااختر محمد منصور په مشرۍ طالبانو د سولې په خبرو کې له ګډونه انکار کړی او ځيني شرطونه یې وړاندې کړي دي.

اخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، پاکستان به د افغانستان په تړاو د خپلو غوښتنو تر پوره کیدو چې د افغانستان په چارو کې د دوی پراخ نفوذ او د ډیورنډ کرښې په رسمیت پيژندل دي، اوسنی سیاست جاري وساتي.

د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون وایي، نور نو د سولې په بهیر کې د پاکستان په تمه اوسیدل د وخت ضایع کول دي او باید نړېوالې ټولنې ته له دغه هېواد څخه شکایت وشي.

مېرمن یون زیاته کړه:

"دغه وخت کې حکومت ته پکار ده چې له بې کفایتې نه کار وانخلي. هم دنیا دې ته قانع کړي چې پاکستان د سولې په پروسه کې همکاري نه کوي او هم دوی ته وښیې چې پاکستان تل دوه مخی سیاست لوبولی دی."

میرمن یون دا هم وایي چې افغان حکومت او وسله وال مخالفین باید خپلو کې د مخامخ خبرو هڅې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه سید داوود هم دا خبره مني او وایي چې پاکستان د افغان حکومت د سقوط انتظار باسي.

نوموړی افغان حکومت ته سپارښتنه کوي خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي او له نورو لارو چارو د ثبات د ټينګښت هڅې وکړي.

ښاغلی داوود دا هم وايي، ترهغې چې حکومت پر خپلو پښو ونه درېږي په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت نا ممکن دي.

افغان حکومت لا هم د سولې د خبرو لپاره ډېرې هیلې لري او د هند او ایران په ګډون ځینو هېوادونه غواړي په دغه بهیر کې ښکیل شي.

د افغان حکومت استازو په لومړی ځل د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای میاشت کې له طالبانو سره په پاکستان کې مخامخ خبرې وکړې چې وروسته بیا د دغې ډلې د مخکېني مشر ملا محمد عمر د مرګ له خبر سره دا لړۍ و ځنډېده.

تر هغې راوروسته د ملي یووالي حکومت د سولې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې چې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین یې استازي دي، یو وار بیا له طالبانو سره د خبرو هڅې پیل کړې.

یادې څلور اړخیزې ډلې د وسله والو طالبانو سره د خبرو په هدف څلور ناستې چې دوې یې په اسلام اباد او دوې یې په کابل کې وې تر سره کړې چې د افغان سولې په اړه یې د خلکو هیلي زیاتې کړي.

خو وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې په اړه روانې هڅې د وخت تيرېدل وبلل او پر خپلو پخوانیو شرطونو یې پر ټینګار کولو سر بېره یې خپلو جنګیالیوته د افغان حکومت په وړاندې د جګړې امر کړی.

د سولې په اړه د حکومت خلیل کرزي ویډیوي کنفرانس لاندې وګورئ:

پاکستان د افغان سولې په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG