د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د شاه شهید زیانمن شویو یوځل بیا له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه


د کابل ښارد شاه شهید په سلګونو اوسیدونکود مظاهرې په کولو سره له حکومته وغوښتل چې مرستې ورسره وکړي.

دا دویم ځل دی چې د کابل ښار د شاه شهید زیان من شوي خلک د مظاهرې په کولو سره پر حکومت انتقاد کوي چې د دوی پروړاندې بې پروايي کوي.

د مظاهره کوونکو شمېر چې سلګونو ته رسیده؛ ویل يې، حکومت ورسره د شاه شهید د پېښې وروسته؛ د نړېدلو کورونو د بیارغولو او داسې نورو ضروري وسایلو د مرستې ژمنې کړې وې؛ خو لیدل کیږي چې حکومت کړې ژمنې هیرې کړې دي.

د زیانمنوشویو له ډلې بي بي عایشې ازادي رادیو ته وویل:

((زموږ کورونه ټوټه ټوټه او پارچه پارچه شوی دی؛ که حکومت یې د رغولو توان نه لري له حصوصي سکتوره دې مرسته وغواړي؛ ژمی نږدې دی او ټول لوازم مو غلا شوی دي. هیڅ نه لرو.))

مظاهره کوونکو خیمې ودرولې او غوښتل یې چې د شاه شهید سړک یې بند کړي؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیوله.

د پولیسو او مظاهره کوونکو تر مینځ په شخړه کې؛ د امینتي ځواکونو په هوايي ډزو یو مظاهره کوونکو ټپي شو:

د ټپي شوي هلک مور چې د شاه شهید په پېښه کې یې دوه زامن وژل شوي وو؛ داسې نارې وهلې:

((د ظالمانو کور دې وران شي، خداې دې زما پیښې وروښيي.))

دې وضعیت مظاهره کوونکي نورهم وپارول او د شاه شهید سړک یې بند کړ.

بل مظاهره کوونکی چې ویل کیږي په تېره پېښه کې د ده هم دوه زامن وژل شوي؛ ازادي رادیو ته وویل، که غوښتنو ته یې ځواب ونه ویل شي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي:

((دولت موږ سره ژمنه کړې وه چې کورونه درجوړوو؛ د کور کرایې به درکوو او داسې نور، خو اوس لیدل کیږي چې ژمنې یې هېرې کړي دي.

زموږ دکانونه او کورونه ویجاړ شول؛ خو چا راسره مرسته ونه کړه. که مو پوشتنه ونه شي، له دې ځایه به وه نه خوځیږو.))

په شاه شهید سیمه کې له چاودنې کابو یوه میاشت تیریږي.

په دې پيښه کې د شاوخوا شلو کسانو د وژنې او د سلګونو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

د حزب همبستګي ملي او د مدني ټولنې غړي چې په دې مظاهره کې شامل وو؛ له حکومته یې غوښتل چې له زیانمنو شویو سره دې مرستې وکړي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې حکومت د شاشهید د پیښې د زیانمنو شویو کورنیو د وضعیت د څېړلو او له دوې سره د مرستو لپاره؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ یو کمیسیون ګمارلی دی.

د دې وزارت ویاند علی افتخاري ازادي رادیو ته وویل؛ قضیه څېړل شوې او مرستې به ورسره وشي:

((تراوسه مو له دې کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته کړې ده؛ د کورونو رغول یې هم په پلان کې شامل دي؛ خو دا کار به لږ څه وخت وغواړي.))

کارپوهان وايي، که حکومت له دې خلکو او دې ته لهورته نورو مصیبت ځپلو سره مرستې ونه کړي؛ خلک به پرې حکومت بې باوره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG