په بریتانیا کې زر افغان پناه غوښتونکي له خطر سره مخ دي

شاوخوا ۱۰۰۰تنه افغان پناه غوښتونکي له بریتانیا څخه بېرته افغانستان ته د استول کیدو له خطر سره مخامخ دي.

د بریتانیا چاپ هوفینګټن پوسټ په نوم یوې ورځپاڼې لیکلي چې په بریتانیا کې د کډوالو د ملاتړ یوه خیریه موسسه د حکومت له دې پالیسۍ سره مخالفت ښودلی او هڅه کوي فشار راوړي چې د بریتانیا حکومت له دې پریکړې ډډه وکړي.

په دغو کډوالو کې ډیری هغه ماشومان شامل دي چې په یوازې سر بریتانیا ته د پناه غوښتنې لپاره تللي دي.په ۲۰۱۵ کال کې څه باندې درې زره ماشومان په یوازې سر بریتانیا ته د پناه غوښتنې لپاره ورغلي دي.

له دې څخه زر تنه یې بېرته افغانستان ته د لیږل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

اوس چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره تیریزا می تر یوې قضایې مبارزې وروسته وتوانیدل چې له خپل هېواده د افغان کډوالو د بیرته ایستلو د تعلیق پریکړه لغو کړي، د دغو پناه غوښتونکو د دوسیو ارزول پیلیږي.

په دې پریکړې سره چې د بریتانیا د استیناف محکمې له خوا شوې وه، هغه حکم لغو شو چې له مخې یې په افغانستان کې د ناامنیو له کبله د ټولو پناه غوښتونکو بیرته ستنول منع شوي وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره تیریزا می تر یوې قضایې مبارزې وروسته وتوانیدل چې له خپل هېواده د افغان کډوالو د بیرته ایستلو د تعلیق پریکړه لغو کړي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اووه میاشتې وړاندې دDuncan لوییس سلیکیترس په نوم یوې حقوقي موسسې ته ویلي وو چې د همدې پریکړې له مخې د شاوخوا ۴۰۰ کسانو د بېرته ایستلو چارې ځنډول شوي وې، خو د دې موسسې یو ویاند اوس وایي چې د دغو کسانو شمېر نژدې ۱۰۰۰ تنو ته رسیږي.

که څه هم اوس په بریتانیا کې د ماشومانو د دوسیې ارزونې پیلیږي، خو تمه کیږي چې په دغه هېواد کې یوه لویه خیریه موسسه د حکومت خوا د کډوالو د بیرته ایستل کیدو له پریکړې سره مخالفت وکړي.

د کډوالو د ملاتړ شبکه "RSN" به ښایې د یوه راپور په خپرولو سره ووایي چې افغانستان ته بېرته تلونکي کسان ښایې له ناسمې راتلونکي سره مخامخ شي.

په دې راپور کې ښایي د هغوی له کورنیو سره د اړیکو ستونزه، د زده کړو د دوام او یا کار نه موندلو ستونزې او تر ټولو مهمه دا مطرح شي چې دغه کسان په افغانستان کې د تروریستي ډلو له خوا په نښه کیدای شي.

یوه پخواني پناه غوښتونکي چې بیرته افغانستان ته استول شوی دغې شبکې ته ویلي چې د بریتانیا حکومت د دوی د ژوند او مرګ پروا نه کوي.

د دغې شبکې مشرې کاټرین ګلاډویل ویلي، د دوی خپلو موندنو له دې کبله حیران کړي چې هغه هلکان چې په بریتانیا کې د همدې شبکې له خوا پیژندل شوي او ملاتړ یې شوی، اوس په افغانستان کې یوازې د ژوندي پاته کیدو لپاره مبارزه باید وکړي.

یوه پخواني پناه غوښتونکي چې بیرته افغانستان ته استول شوی دغې شبکې ته ویلي چې د بریتانیا حکومت د دوی د ژوند او مرګ پروا نه کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ماموریت ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی بللی وو.

د بشري حقونو فعالان هم دا مهال په افغانستان کې امنیتي ستونزې تر ټولو لویه ننګونه بولي او وایي، په دې هېواد کې هغه سیمې چې یو کال وړاندې تر یوه حده خوندي وې اوس هلته هم جګړو زور اخستی دی.

روانو حالاتو ته په کتو ښایي د بریتانیا پر حکومت فشار راوړل شي چې پر خپلې دغې پریکړې بیا غور وکړي او د هغو کسانو لپاره د پناه ورکولو زمینه برابره کړي چې افغانستان ته له بیرته تګ سره د بې وزلۍ یا ناامنۍ له ګواښونو سره مخامخ دي.