د انتخاباتو د ورځې له رانږدې کېدو سره د دغه بهیر پر وړاندې رابرسره کېدونکو درغلیو د څارونکو بنسټونو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولې دي.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر څارونکي بنسټونه که څه هم د جعلي تذکرو او سټیکرونو موضوع د څېړنې په خاطر د پلاوي ټاکل د خلکو باور د ساتنې په خاطر مهم ګڼي، خو وايي، انتخاباتو ته کم وخت ته په کتو دا ستونزې ممکن د انتخاباتو لپاره په ټاکل شوې نېټه بدې اغېزې وکړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۴» ازادي راډيو ته وویل، په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو نهګډون یو جدي ګواښ دی او که پلټونکی پلاوی په بېپرې توګه خپلې څېړنې ونهکړي په دغې پروسې به د خلکو باور په بشپړ ډول لهمنځه ولاړ شي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د یوې دقیقې، مسلکي او عادلانه څېړنو پلوي یو، نسبت دې ته چې د یو بل په ملامتولو پسې وګرځي، دوی باید له سیاسي ګوندونو او جریانونو سره په اړیکه کې وي او دوی هم اسناد راټول او د انتخاباتو کمېسیون په واک کې یي ورکړي، ځکه چې دا وخت عامه ذهنیتونو ډېره صدمه لیدلې او په انتخاباتو بېباوره شوي دي."
دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي ګوندونو لهخوا د انتخاباتي نظام د بدلون او د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر باطل اعلانولو وخت له ختمېدو سره دوی د مدني سرغړونو ویلي دي.
له دې سره د افغانستان د ستر ملي ائتلاف لهخوا روانه اوونۍ د یو لکو جعلي اسنادو افشا کول د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو اندېښنې لا زیاتې کړي دي.
د افغانستان د ثبت احوال نفوس مرکزي ادارې د دغو تورونو په اړه ویلي چې راټولې شوي تذکرې جعلي دي او حقوقي اعتبار نهلري.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په ځینو ولایتونو کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې ۶۰ جلده کتابونه ورک شوي چې ښايي افشا شوي اسناد د دغه کتابونو له ډلې څخه وي.
له دې ټولو لانجو وروسته جمهوري ریاست د دغه پېښې د څرنګوالي لپاره یو پلاوی وګماره چې په دغه پلاوي کې د امنیتي بنسټونو، د انتخاباتو د کمېسیون او د نفوسو د ثبت او احوالو د مرکزي ادارې استازي پهکې شامل دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر او یاند حفیظالله هاشمي وايي چې د دغه پلاوي څېړنې روانې دي او ډاډ ورکوي هېڅ ډول هڅې به د دې لامل نهشي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات سبوتاژ کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"تر اوسه هېڅڅوک نهدی حاضر شوی چې یو جعلي سټیکر موږ ته راوښیي، په دغه انتخاباتو کې په تذکرو د سټیکرو د لګولو پر ځای نور مېکانیزمونه هم شته چې موږ جعلي تذکرې له ډیټابېس څخه وباسو، په انتخاباتو کې به له داسې رنګ څخه استفاده وکړو چې خلک بیا ځلې رأی ونهشي ورکولای. زه ډاډ ورکوم چې په دغه انتخاباتو کې به درغلۍ نهوي او سل ځله له پخوانیو هغو ښه وي."
د ښاغلي هاشمي په خبره د پلاوي تر څېړنو وروسته که چا درغلي کړې وي عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.
نوموړی ټینګار کوي چې د انتخاباتو کمېسیون خلکو ته ځواب ویونکی دی او داسې اقدامات چې اوسیې په اړه معلومات له وخته وړاندې بولي په پام کې لري د انتخاباتو شفافیت تضمین کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ