د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو ترمنځ د رامنځته شویو اختلافاتو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د لوړپوړو مسؤلینو ترمنځ د اختلافاتو خبره داسې مهال مطرح کېږي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته له دوو میاشتو کم وخت پاتې دی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، که چېرې دغه اختلافات دوام پیدا کړي دا په دې معنی ده چې کمېسیون د انتخاباتو ترسره کولو لپاره چمتووالی نهلري او غواړي چې فساد ته زمینه برابره شي.
ښاغلي رشید د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۷ کال د وږې ۱۳» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"په کمېسیون کې روانو اختلافاتو موږ اندېښمن کړي یو، د ولایتي مسؤلینو د تبدیلۍ مسئله یوه اړینه او د قانون له حکم سره سمه پرېکړه ده چې باید له خپلو اصلي ولایتونو نورو ته بدلون پیدا کړي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر غواړي چې دغه مسئله عملي شي د کمېسیون غړي باید ورسره مخالفت ونهکړي، که چېري د دارالانشاء او کمېسیون ترمنخ دا اختلافات دوام پیدا کوي دا په دې معنی چې موږ اصلاً انتخاباتو ته چمتو نهیو او کمېسیون په لوی لاس غواړي چې فساد ته زمینه برابره شي."
نوموړي وویل، که څه هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ تر دې وړاندې هم د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو، خو په وینا یې د انتخاباتو د نېټې په رانږدې کېدو سره د دغه کمېسیون د غړو ترمنځ داختلافاتو دوام د انتخاباتو څارونکي بنسټونه اندېښمن کړي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې هم د انتخاباتو یو شمېر څارونکو بنسټونو او سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو اصلاحاتو په تړاو د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر بېغورۍ انتقادونه کړي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیونیې د حقایقو په پټولو تورن کړی دی.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا تر دې وړاندې ویلي چې د ټاکنو په بهیر کې د شفافیت د رامنځته کولو په هدف د کمېسیون ټول ولایتي مشران به بدلون ومومي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظالله هاشمي بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د رئیس او غړو ترمنځ د اختلافاتو خبره بېبنسټه وبلله.
نوموړي وړاندې وویل:
"کومه موضوع چې رسنیو اخیستې ده یوازې سوء تفاهم دی، دا چې د دارالانشاء مشر نوی مقرر شوی، نو هغه داسې فکر کړی و چې دغه پلان د کمېسیون له لوري تصویب شوی دی، نو هغهیې ولایاتو ته استولی دی او کله چې کمېسیون ولیده، نو کمېسیون دا پروسه وځنډوله، نن یا سبا به نوی لېست چې د کمېسیون تأیید هم پهکې وي ولایتونو ته استول کېږي، نو دا نه اختلاف دي او نه هم کومه بله غټه ستونزه ده."
د انتخاباتو څارونکي بنسټونه وايي، د ولایتي مشرانو د تبدیلۍ په تړاو باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډېر مخکې اقدام کړی وی.
خو د دوی په وینا کمېسیون لا هم وخت لري چې د ولایتي مسؤلینو د بدلون په برخه کې لاس پهکار شي، ځکه د دوی په خبره داسې راپورونه خپاره شوي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ولایتي مسؤلینو له کاندیدانو سره جوړجاړی کړی چې انتخاباتي درغلیو ته زمینه برابره کړي.
راپور: ناجیه ساپۍ