د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۸

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: په استعفا مکلف نوماند که استعفا نه‌وي کړي، حذف کېږي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکوي چې هغه کاندیدان چې استعفاوې یې نه‌وي کړې، د اثبات په صورت کې به د کاندیدانو له وروستي لېسته حذف شي.

دغه کمېسیون وايي، هغه کاندیدان چې استعفا یې نه‌وي کړي او یا له وخته مخکې کمپاینونه کوي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۲» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو نومونه به د کاندیداتورۍ له وروستي لېسته حذف شي چې په استعفا مکلف دي، خو تر اوسه‌یې استعفا نه‌وي ورکړې.

دی وایي:

"هغه څوک چې استعفا یې نه‌وي ورکړي او قانون په استعفا مکلف کړي وي او انتخاباتي کمېسیونونه‌یې اغفال کړي وي، که کاندید وي او له کار ځایه‌یې استعفا نه‌وي ورکړې، دوی د کاندیدۍ په شرایطو برابر نه‌پېژندل کېږي، هم اوس او هم وروسته د کاندیدانو له لېسته د حذف قابل دي."

د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، داسې ډېر موارد شته چې کاندیدانو استعفاګانې نه‌دي کړي او له کاندیدۍ سره سره خپل پخواني کارونه کوي.

بل‌خوا په کابل ښار او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې ځینو کاندیدانو په واټونو او څلور لارو کې د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د ورځې او د لوی اختر د مبارکیو په بهانه، خپل لوی لوی تصویرونه لګولي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مني چې یو شمېر کاندیدانو له وخته مخکې کمپاین پیل کړی، خو ټینګار کوي چې له وخته مخکې کمپاین کوونکي به له قانون سره سم یو لک او ۵۰ زره افغانۍ نغدي جریمه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو اجرائیوي رئیس وايي، ډېری داسې کاندیدان هم شته چې د سیاسي کارپوه په صفت په رسنیو کې خبرې کوي چې دا هم یو ډول کمپاین دی او سرغړونه بلل کېږي.

ښاغلی رشید زیاتوي، له وخت مخکې هر ډول دود دستور چې د خلکو ذهنونه تسخیر او افکار د ځان په ګټه راواړوي، کمپاین بلل کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه ترسره کېږي چې رسمي کمپاینونه‌یې د میزان په ۶مه پيلېږي او د میزان په ۲۶مه پای ته رسېږي چې بیا وروسته ۴۸ ساعته د سکوت وخت دی.

د انتخاباتي چارو کارپوهان وايي، انتخاباتي کمېسیونونه باید له استعفا لیک پرته کاندیدانو ته دا اجازه نه‌وی ورکړی چې وروستي لېست ته لار پیدا کړي.

نجیب الله احمدزی

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخواني رئیس نجیب‌الله احمدزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ولسي جرګې کاندیدانو باید په لیکلې بڼه خپلې استعفاوې په ولایتونو کې ولایتي دفترونو او یا په کابل کې مرکزي دفترونو ته سپارلې وی، هغه کسان چې استعفاوې یې نه‌دي ورکړي او وروستي لېست ته‌یې لاره موندلې، دا په دې دلالت کوي چې کمېسیون نه‌شي توانېدلی چې راتلونکي انتخابات ښه مدیریت کړي."

له دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم ویلي وو چې که ثابته شوه چې کاندیدانو له وخته مخکې کمپاین کړی او یا استعفاوې یې نه‌دي ورکړي، ممکن نومونه‌یې له لېسته حذف شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG