په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې هغه مساله ده چې په دې وروستیو کې ایران ته د نږدې هر افغاني پلاوي په سفر کې مطرح شوې ده، خو د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی وايي، چې داځل په دې اړه ګټورې خبرې شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال جاوید لودین په مشرۍ دغه پلاوي د ایران له سفر څخه له راګرځیدو وروسته په کابل کې د دې سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل او هغه یې ګټور وباله.
ښاغلي لودین وویل، چې په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره یو تفاهم لیک هم لاسلیک شو:
"ترټولو مهمه دا ده، چې دواړو هیوادونو دغه کړنلاره ومنله، چې د مهاجرینو، زندانیانو، سرحدي همکاریو، قنسلي مسایلو او ویزې ورکولو په برخه کې به پوره همکاري کوي.
دغه د دواړو هیوادونو دوه اړخیزه مسایل دي چې زموږ په همکاریو او اړیکو ښه اغیزه لري او ښه دا ده، چې په دې برخه کې د همکارۍ په روحیه وړاندې لاړ شو او عملي ګامونه پورته کړو.″
د ده په خبره د په ایران کې د افغانانو ستونزو ته په کتو دغه تفاهم لیک لاسلیک شوی او د افغان مهاجرو ټولو ستونزو او اندیښنو ته مثبت ځواب وایي.
نوموړي وویل، د افغان زندانیانو د انتقال په اړه یې هم یو تفاهم لیک ایراني چارواکو ته سپارلی چې په راتلوونکو میاشتو کې به یې رسمي کارونه د هغوي له لوري نهایي شي.
په دغه سفر کې په ایران کې د افغان زده کوونکو او محصلینو په ستونزو هم خبرې شوي او د دوی د ستونزو د هواري لپاره د یوې ګډې کمیټې په جوړولو هم پریکړه شوې ده.
ښاغلي لودین په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژیک سند په اړه هم مشوره وشوه. خو زیاته یې کړه چې ایران په دې برخه کې ځینې اندیښنې درلودې.
"د امریکا د ستراتیژیک سند په اړه ایران ځینې اندیښنې لري. خو ایراني چارواکو ته زموږ سپارښتنه دا وه، چې که موږ له نړیوالې ټولنیې سره کوم تړون لاسلیکوو په هغه کې مهمه خبره د افغانستان ملي ګټې دي.
خو په دې شرط چې هغه د سیمې د هیوادونو په زیان نه وي او په سیمه کې تاوتریخوالی رامنځ ته نه کړي. دغه خبرې مو ورته وکړې د اچې د دوی نظر کې بدلون راځي او که نه دا په دوی پورې اړه لري.″
د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د دغه سفر په ترڅ کې یې ایران ته د افغان زندانیانو د سزا د کمولو او عفوې وړاندیز هم کړي چې د دوی په خبره په دې برخه کې به هم ایران مثبت ځواب ورکړي.
تر دې پخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي و، چې دا مهال په ایران کې شاوخوا دوه سوو اتیا افغان زندانیان په اعدام محکوم شوي دي.
که څه هم افغان چارواکي وايي، د ایران حکومت ورسره د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو ژمنې کړي، خو یو شمیر کتوونکي بیا انتقاد کوي چې ایراني چارواکو پخوا هم دارنګه ژمنې کړي خو په عملي کیدو کې بیا اقدام نه دی کړی.