د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۲

د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اساسي اختلافات هوار شوي وي او که نه؟


د پاکستان ای اس ای د ادارې مشر جنرال شجاع پاشا
د پاکستان ای اس ای د ادارې مشر جنرال شجاع پاشا
د پاکستان د استخباراتود ادارې ای اس ای مشر واشنګټن ته په سفر کې له خپل سیال د امریکا د سي ای اې له مشر سره خبرې وکړې.

له دغو خبرو سره په یوه وخت داسی راپورونه خپاره شوي چې ګواکې پاکستان غواړي چې په دی هېواد کې د امریکایي مامورینو شمېر او هم امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کم کړي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یوه ویاند د پاکستان د ای اس ای د ادارې د مشر جنرال شجاع پاشا او د امریکا د سي ای ای د ادارې د مشر لیون پانیتا ترمنځ خبرې ګټورې وبللې.

خو د غه خبرې چې څلور ساعته یي دوام وکړ، د هغو پېښو په تعقیب ترسره کیږي، چې په پاکستان او افغانستان کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې مبارزه کې د دواړو لورو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکو اختلافاتو ښکارندوی دی.

د راپورونو له مخې پاکستان غواړي، چې ۳۰۰ امریکایي ماموین د دې هېواد له خاورې ووځي.

د نیویارک ټایمز په وینا دا د هغوټولو امریکایي خاصو ځواکونو په سلو کې له ۲۵ نه تر۴۰ پورې تشکیلوي چې په پاکستان کې فعالیت کوي.

د پاکستان پخوانی پوځي جنرال او د پوځي چارو کارپوه طلعت مسعود وایي، په لاهور کې د دوپاکستانیانو د قتل په تور د امریکا د سی ای ای د قراردادی ریموند دیوس د نیول کېدو پېښه په دې هېواد کې د امریکا د سی ای ای د پراخو فعالیتونو ښکارندوی ده.

دیوس تیره میاشت د قربانیانو کورنیو ته د دوومیلیون ډالرو د خونبها په ورکولو سره ازاد شو، د مسعود په وینا دی پېښې په دې اړه اندیښنی راپورته کړي، چې په پاکستان کې د تروریزم په وړاندې مبارزې ترڅه حده د پاکستان ملي حاکمیت ته ګواښ متوجه کړی دی:

(هغوي یعنې د پاکستان حکومت او ای اس ای په ډاډه زړه یو زیات شمېر امریکایي مامورینو ته اجازه ورکړې چې په دی هېواد کې فعالیت وکړي، چې په نتیجه کې یي دغسې یوه پېښه رامنځ ته شوه او اوس دوي غواړي چې د دغسې پېښې د تکرار مخه ونیسي.

دغه راز دی کارپه مجموع کې د پاکستان ملي حاکمیت ته زیان رساوه، په دې خاطر ای اس ای غواړي، چې دغه شبکه په پاکستان کې هرڅومره چې امکان ولري محدوده کړې ترهغه حده چې د یوې متحدې په توګه وکولای شي هغه مشخص معلومات لاس ته راوړي چې ورته اړتیا لري.)

سپینې ماڼۍ د روانې میاشتی په پیل کې خبرداری ورکړی و، چې د پاکستان حکومت تر اوسه په هېواد کې د سخت دریځو د ځپلو لپاره یو قاطع پلان نه لري.

سپینی ماڼۍ د افغانستان او پاکستان په اړه په خپل درې میاشتنی راپور کې ویلي چې پاکستان که څه هم له افغانستان سره پولي ته نژدې قبایلي سیمو کې ۱۴۷ زره سرتیري ځای پرځای کړي، خو په دې هېواد کې د سخت دریځو د له منځه وړلو هیڅ نخښی نښانی نه لیدل کیږي.

خو د پاکستان متقاعد جنرال اسد منیر وایي، پاکستان د تروریزم په وړاندې د مبارزې د لومړی کرښې متحد په توګه تر ډیره خپله وظیفه سرته رسولی.

منیر چې د سي ای ای پخوانی کارکونکې دی دا مني چې د پاکستان او د امریکا د استخباراتو د ادارو ترمنځ اختلافات شته، خو دا ادارې د سخت دریځو په وړاندې مبارزه کې چې دواړو د امریکا او پاکستان امنیت ته یې ګواښ متوجه کړی، سره متحدې دی:

(زما په نظر د دوي هدفونه او مقصد یو دی، د دوي یو یي هم نه شي کولای چې له مقابل لوري سره اړیکه پرې کړي یا معلومات ورسره شریک نه کړي، زما په باور دوي به یوه حل لاره پیدا کړي.)

د پاکستان دغه پخوانی جنرال په دی باور دی، چې دغه دواړه ادارې د افغانستان د حالاتو په اړه اختلافات لري، د هغه په وینا دوي دواړه باید تر ډیره خپل سیاستونه سره هماهنګ کړي او په دې برخه کې باید اوږد مزل ووهي څو یوه تفاهم ته ورسیږي.

د طلعت مسعود په ګډون یو شمېر کارپوهان په دی باور دی، چې په اوس وخت کې د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو اساسي مسله په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو څرخي چې دغه مسله به د دوي ترمنځ د راتلونکو اړیکو لوری هم مشخص کړي.
XS
SM
MD
LG