د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

کندهار: وسله والو د پولیسو د جلب او جذب په مرکز حمله کړې


په دې مرکز له چاودنې وروسته د وسله والو او افغان پولیسو تر منځ نښته وشوه.
په دې مرکز له چاودنې وروسته د وسله والو او افغان پولیسو تر منځ نښته وشوه.
له کندهار څخه راپورونه وایي، چی نن له غرمې مخکې، د پولیسو د جلب او جذب په مرکز، وسله واله حمله شوې او لاهم د مخالفنیو او پولیسو تر منځ جګړه روانه ده.

د کندهار امنیه قوماندان خان محمد مجاهد د پیښې په لومړي سر کې ازادي راډیو ته وویل، ګمان کیږي، چې له دریو څخه تر څلورو مخالفو وسله والو پردې مرکز حمله کړې وي.

له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال وایي، په لومړي سر کې له دې مرکز سره نږدې درنه چاودنه وشوه او وروسته د مخالفینو او پولیسو ترمنځ ډزې پیل شوې.

تر اوسه د دې پیښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي او مسوولیت یې هم کومې ډلې نه دی منلی.
XS
SM
MD
LG