متحدو ایالاتو او بریتانیې ویلي، چې په لیبیا کې د معمر القذافي د رژیم مخالفو وسله والو ته د وسلو ورکول له امکانه لري نه ګڼي.
دا خبرې تر هغه وروسته خپرې شوې چې د ناټو د غړو او عربي هیوادونو په لندن کې په خپله غوڼډه کې موافقه وکړه، چې د قذافي پر رژیم به فشارونه جاري ساتي.
د لندن په غونډه کې په دې اړه چې د لیبیا د رژیم مخالفینو ته وسلې ورکړې شي په زغرده پریکړه ونه شوه. د رژیم مخالفینو ته د وسلو په ورکولو باندې په نړیوال ایتلاف کې بیلا بیل عکس العملونه موجود وو.
د وسلو ورکول
تردې وروسته چې معمر القذافي ته وفادارو ځواکونو له وسله والو مخالفینو څخه څو مهم ځایونه بیرته ونیول، د بریتانیې او د امریکا متحدو ایالاتو حکومتونو اعلان وکړ، چې مخالفو وسله والو ته د وسلو ورکول نه ردوي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې په ورځ وویل، چې د قذافي پر پلویانو د دام کړۍ د راتنګیدو په حال کې ده.
ولسمشر بارک اوباما د امریکا ان. بي. سي ټلویزیون ته په مرکه کې وویل، چې پر لیبیا د نړیوالو قواوو حملې به قذافي بلاخره له واکه لرې کیدو ته اړ کړي.
جمهور ریس اوباما د قذافي مخالفینو ته د وسلو ورکولو د امکان په اړه وویل:
"زه دوی ته دوسلو ورکول نه له امکانه لري ګڼم او نه یې حتمي بولم. موږ دېته په توجه چې د قذافي پلویان نور څه کوي، په ارزیابي بوخت یو."
د بریتانیې صدراعظم ډېوېډ کامیرون د چهارشنبې په ورځ د دې هیواد پارلمان ته په وینا کې وویل، چې د لیبیا د رژیم مخالفینوته له ځان څخه د دفاع لپاره د وسلو ورکول به د ملګرو ملتونو پر هغه بندیز تیری نه وي چې لیبیا ته یې د وسلو په لیږد لګولی دی.
"د وسلو بندیز په ټوله لیبیا باندې عملي دی خو په عین وخت کې د ملګروملتو د امنیت شورا ۱۹۷۳ پریکړه لیک د ملکي خلکو او سیمو د ساتنې لپاره هراړخیزو ضروري اقداماتو اجازه راکوي.
زموږ په باور دا له هغوکسانو سره د مرستې مخالفت نه کوي، چې په خاصو شرایطو کې د ملکي خلکو دفاع کوي."
عکس العملونه
خو د ناټو په نورو غړوهیوادونو کې دې مسالې بیلابیل عکس العملونه پارولي دي.
د ناټو منشي اندرس فوګ راسموسن د سې شنبې په ورځ لا په لیبیا کې د رژیم مخالفینو ته د وسلو ورکولو پلان رد کړ.
ده د سکاي نیوز ټلویزیون ته په مرکه کې وویل، ناټو هلته د خلکو ساتنې ته ورغلې نه د خلکو د مسلح کولو لپاره.