د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۱

د هند او پاکستان د کورنیو چارو وزیرانو د اطلاعاتو پر تبادله موافقه وکړه


هند او پاکستان ژمنې کړي دي، چې د ترورستي جرمونو مسوول کسان به افشاء کوي او عدالت ته به یې راولي.
هند او پاکستان ژمنې کړي دي، چې د ترورستي جرمونو مسوول کسان به افشاء کوي او عدالت ته به یې راولي.

د هند او پاکستان د کورنیو چارو وزارتونو سلا کړې ده، چې د ترورستي ګواښونو په برخه کې په خپلو کې اطلاعات سره تبادله کړي. د دغو دو هیوادو دو چارواکو وروسته له څو میاشتو خبرې وکړې.

هند او پاکستان په هغه بیان کې چې د سې شنبې په ورځ د دواړو هیوادو د کورنیو چارو د وزیرانو له لورې په نوي ډيلي کې تر خبرو وروسته خپور شو، موافقه وکړه، چې د ترورستي ګواښونو په برخه کې مستقم ټیلفون لاین سره ولري.

په بیان کې ویل شوې دي، چې دواړو خواوو منلې ده، چې د کورنیو چارو په وزارتونو کې مستقیم ټيلفون لاین ولري څو په اساسو وختونو کې د ترورستي ګواښونو په اړه د اطلاعاتو د تبادلې لپاره تسهیلات وي.

دواړو خواوو بیا خپلې ژمنې تکرار کړې، چې له ترورزم سره به په هر ډول چې وي مبارزه کوي، د ترورستي جرمونو مسوول کسان به افشاء کوي او عدالت ته به یې راولي.

هند په دوه زره اتم میلادي کال کې په ممبی کې د ترورستي بریدونو له امله له اسلام اباد سره اړیکې پرې کړې. پر لشکرطیبه ډلې تور پورې شوی دی چې له پاکستانه هند ته ورغلې وه او هلته یې دا بریدونه کړې وو.

په دوه زره لومړي میلادي کال کې هم په نوي ډیلي کې د هند پر پارلمان برید دغه دوه هیواده یوې جګړې ته سره نژدې کړل. هند او پاکستان له نولس سوه اووه څلویښتم کال راهیسې چې پاکستان خپلواکي اخیستې ده درې ځلې جګړه کړې ده.

تیره میاشت دواړو هیوادو اعلان وکړ، چې په خپلو کې به د سولې رسمي خبرې پیل کړي څو خپل منځي مسایل د کشمیر د لانجې په ګډون حل کړي.

پاکستانۍ خبریاله مریانا بابر وایي، د اسلام اباد او نوي ډيلي تر منځ د سولې د خبرو لپاره تر بل هر وخت نن سبا وخت مناسب دی:

د سولې د بهیر په ترڅ کې د هند د کورنیو چارو د وزیر جي کې پیلالي او د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر چوهدري قمرالزمان تر منځ په جګه سطحه دوه ورځنۍ خبرې لومړی ګام دی چې اخیستل کیږي.

په ګډ بیان کې ویل شوې دي، چې قمرالزمان په اصولو کې موافقه کړې ده چې هند پاکستان ته د ممبۍ د بریدونو په اړه یو پلاوی واستوي او تحقیقات وکړي.

هند پر پاکستان فشار راوستی دی چې له ادعاء سره سم د ممبی پر پیښو تورن کسان قانونا تعقیب کړي. په دې اړه هندي پولیسو او استخباراتي ادارو یو شمیر ثبت شوي شواهد هم سپارلې دي.

پاکستان اووه تنه تورن کړې دي خو یوه یې هم نه دی محکوم شوی.
XS
SM
MD
LG