د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

کونړ: وسله والو له دیرشو زیات پولیس له ځانه سره بیولي


ښاغلی ساپی وايي په سيمه کې ټوله بد امني د نورستان او کونړ د دولتي چارواکو دلاسه رامنځ ته شوي ده
ښاغلی ساپی وايي په سيمه کې ټوله بد امني د نورستان او کونړ د دولتي چارواکو دلاسه رامنځ ته شوي ده
دکونړ ولايت د چپي درې ولسوالۍ د ګلسلک په سيمه کې تيره ورځ وسلوالو کسانو له لسو زيات هغه نورستاني پوليس چې د تخواګانو اخستلو لپاره د نورستان مرکز پارونه ته تللي وو او بېرته وانت وايګل ولسوالۍ ته روان و نيولي دي.

د نورستان اوسيدونکي او د سيمي خلک د پوليسو نيول کيدل مني خو د کونړ د امنيې قومندانۍ مرستيال بيا وايي، چې تراوسه ورته داسي کوم راپو نه دى ورغلى.

په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي قاري قيوم پر تليفون ازادي راډيو ته وويل، دا پولیس، چې شمیر یې له دیرشو زیات وو د نورستان مرکز پارون څخه د بیرته ستنیدو په مهال دوسلوالو کسانو پر کمين برابرشوي.

قاري قيوم وويل، دغو بې وسلي پوليسو د وسلوالو کسانو سره په تش لاس مقابله وکړه او وسلوال يې بې وسلې کړل خو د سيمي د قومې مشرانو په منځګړيتوب يې بيرته ورته وسلې وسپارلې، کله چې وسله ترې واخستل شوه نو طالبان ترې راچاپير شول او ټول يې ونيول.

هغه وويل، د تيرو څلورو کالو څخه د چپې درې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د نورستان مرکز پارون ته تلونکي کسان او په ځانګړي ډول پوليس او حکومتي مامورين د وسلوالو دلاسه د ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دوی په دولت انتقاد کوي، چې د دومره وخت دتيريدو سربيره بياهم دلاري په پرانستلو کې پاتې راغلى دى.

د کونړ ولايتي شورا غړي او د چپي درې اوسيدونکی حاجي نصرالله ساپي له ګلسلک څخه پر تليفون ازادي راډيو ته وويل، چې له دېرشو زيات نورستانيان د وسلوالو طالبانو له خوا نيول شوي دي.

هغه وويل، په سيمه کې ټوله بد امني د نورستان او کونړ د دولتي چارواکو دلاسه رامنځ ته شوي ده.

د کونړ امني قومندانۍ مرستيال مل پاسوال عبدالصبور الله يار بيا وايي، چې تراوسه ورته د چپې درې څخه داسې کوم خبر نه دى ورغلی.

طالبانو دعوه کړې، چې دوی چپه دره کې د نورستان پنځوس تنه پوليس نيولي دي
خلک وايي، د تېرو څلورو کالو څخه د نورستان مرکز پارون ته تللي لاره، د کونړ د چپې درې په ولسوالۍ د وسلوالو په لاس کې ده، چې په ډاډه زړه پرې د دولت کارکوونکې تګ راتګ نشي کولى.
XS
SM
MD
LG