د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د ځانګړې محکمې په اړه د ولسي جرګې او ولسمشر مشر تر منځ خبرې وځنډېدې


د ولسي جرګې مشر وايي، چې د دوی خبرې له ایران څخه د ولسمشر تر راستندېو وځنډېدې
د ولسي جرګې مشر وايي، چې د دوی خبرې له ایران څخه د ولسمشر تر راستندېو وځنډېدې
د افغانستان د ولسي جرګې اداري هیات وایي، چې د انتخاباتي شکایتونو د څیړلو لپاره د ځانګړې محکمې د لغوه کیدو په هکله، د دوی بحثونه له جمهورريس کرزي سره، تراوسه نتیجې ته نه دي رسیدلي.

د ولسي جرګې اداري هیات د تیرې پنجشنبې او جمعې په ورځ له جمهور ريس کرزي سره د یادې محکمې د لغوه کېدو په هکله خبرې اترې کړي دي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وویل، چې له جمهور رييس کرزي سره د ځانګړې محکمې د لغوه کیدو په هکله د دوی خبرې راتلونکې سې شنبې ته وځنډې. ابراهیمي وویل:

"نتایج مو د ریيسانو کمیټې ته ورکړل، بحث پرې وشو او پریکړه وشوه، کله چې جمهور ريیس ایران له سفر څخه راستون شي، د سې شنبې په ورځ به پرې له سره بحث پیل کړو."

څو ورځې مخکې ولسي جرګې د یوې مصوبي په ترتیبولو سره د انتخاباتي شکایتونو د څیړلو ځانګړې محکمه غیرقانوني وګڼله او له جمهور ريیس څخه یې وغوښتل، چې یاده محکمه دې ژر ترژره لغوه کړي.

په دې ورځ د جرګې ځینو غړو د جرګې په اداري هیات نیوکه وکړه او په کلکه یې ترې وغوښتل، د مسالې په هکله دې له جمهور ريیس کرزي سره، د دوی د خبرو اترو په هکله معلومات ورکړي.

د جرګې غړي زاید وویل د ځانګړې محکمې په لغوه کېدو کې باید ځنډ رامنځته نه شي:

"ستاسې راپوربشپړنه دی، تاسې چې له جمهور ريیس، د سترې محکمې، لویې څارنوالۍ او ځانګړې محکمې له چارواکو سره لیدلي هیله د خبرو د ځنډېدو جزییات روښانه کړﺉ، ځکه چې دا خبرې د ځنډیدو نه دي."

د انتخاباتي شکایتونو د بیاڅیړلو ځانګړې محکمه، د معترضو کاندیدانو د دوامدارو اعتراضونو وروسته د سترې محکمې په وړاندیز د جمهورريیس په حکم جوړه شوې ده.

ځانګړې محکمه وایي، چې تراوسه یې په څه باندې لسو ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو نتیجې له سره شمیرلي او داسې درغلۍ یې په کې موندلي چې د انتخاباتو پر وروستیو نتایجو اثر غورځولی شي.

راپور: خان محمد سیند – کابل
XS
SM
MD
LG