تازه خبر
جمعه ۲۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۷

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت څارو او په اړه‌یې اندېښمن یو

ارشیف، په افغانستان کې د داعش جنګیالي چې یو شمېر کسان‌یې نیولي دي. اروپايي ټولنه وايي چې طالبانو د اسلامي دولت یا داعش د خراسان ډلې په وړاندې مبارزه کړې ده.
ارشیف، په افغانستان کې د داعش جنګیالي چې یو شمېر کسان‌یې نیولي دي. اروپايي ټولنه وايي چې طالبانو د اسلامي دولت یا داعش د خراسان ډلې په وړاندې مبارزه کړې ده.

د اروپايي ټولنې استازی وايي دوی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت څاري او په اړه‌یې اندېښنه لري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلسن په وینا، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه د دوی په لومړیتوبونو کې شامل ده ترڅو افغانستان بیا د ترهګرو ډلو په پناه ځای بدل نه‌شي او طالبانو هم دا ژمنه کړې.

ده د پنجشنبې په ورځ «دلړم په ۲۸مه» ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کې وویل چې طالبانو د اسلامي دولت یا داعش د خراسان ډلې په وړاندې مبارزه کړې ده، خو افغانستان کې یو شمېر نورې ډلې هم فعالې دي.

ښاغلی فریلسن وايي، دا ټولنه په افغانستان کې امنیتي وضعیت له نږدې څاري: "البته، موږ د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې وروستی راپور هم لیدلی چې په تېر اګسټ میاشت کې خپور شو او په دې برخه کې باید دا هم ومنل شي چې طالبانو د داعش د خراسان څانګې (داعش خراسان) پر ضد د مبارزې لپاره هم ډېر اقدامات کړي دي، ځکه چې داعش خراسان په خپله د طالبانو دښمنه ډله ده."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس فریلسن
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس فریلسن

اروپايي ټولنې ځانګړی استازی زیاتوي چې افغانستان کې د ژوندانه د شرایطو ناوړتیا خلک په اسانۍ سره د ترهګرو ډلو له‌خوا د استخدام او جلب کېدو له خطر سره مخ کولای شي.

هغه وايي اروپايي ټولنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ او په سرحدي سیمو کې ناکراریو ته هم اندېښمنه ده چې کولای شي د ترهګرو ډلو د ازاد فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.

بل‌خوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په تازه څرګندونو کې چې د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون له‌خوا خپره شوې یو ځل ادعا وکړه چې د داعش خراسان ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

ښاغلي مجاهد دغه خبرې د ترورېزم ضد چارو کې د ملګرو ملتونو د مرستیال سرمنشي الکساندر زویف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړي.

ښاغلي زویف د لړم په ۱۵مه، د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس امنیتي غونډې ته وویل، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د معلوماتو له مخې، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه د خپلو فعالیتونو د پر مخ وړلو لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخلي.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي دوی په تېرو ۵ کلونو کې په افغانستان کې د ولس د خیر ښېګڼې لپاره خپل ډیپلوماتیک حضور ساتلی، بشري حقوق، د ترورېزم ضد مبارزه او ټول‌شموله سیاسي پروسه په افغانستان کې د دغې ټولنې په لومړیتوبونو کې شامل دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

اړوند مطالب

​
XS
SM
MD
LG