ترکي رسنیو، له هغې ډلې دولتي انادولو خبري اژانس، د ترکیې د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې کالین د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره ولیدل.
هغه په کابل کې د طالبانو د حکومت د رئیسالوزرا د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره هم کتلي دي.
د طالبانو دفاع وزارت وايي، دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له ابراهیم کالین سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکیې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، امنیتي مسایلو او سیمهییز ثبات خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو پر لا پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی. د طالبانو ددفاع وزارت ویلي چې یعقوب مجاهد په جلا لیدنه کې د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الاکبیسي سره هم په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړیکو پر دوام او پیاوړتیا خبرې کړې او دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د ترکیې انادولو خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي چې په دغو کتنو کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د امنیتي او استخباراتي همکاریو د پراختیا، دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه هم خبرې شوې دي.
د ترکیې او طالبانو ترمنځ مخکې هم د داعش د غړو د فعالیتونو په تړاو د همکارۍ راپورونه ورکړل شوي دي. د تېر کال په جدي/دسمبر کې د ترکیې استخباراتو وویل چې د داعش یو مهم غړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورند کرښې ته څېرمه نیول شوی او ترکیې ته انتقال شوی دی.
د ترکیې استخباراتو ویلي وو چې دغه کس مهمت ګورن نومېده او د داعش خراسان څانګې غړی و. که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ته ځواب ورنه کړ، خو هغه د ترکیې او طالبانو ترمنځ استخباراتي همکاریو ته په اشارې اریانا نیوز ته ویلي: "موږ دا موضوع په رسنیو کې ډېره روښانه کړه او په مطبوعاتي کنفرانسونو کې مو هم یادونه وکړه. دا د هماغو څرګندونو نتایج دي چې نن یې موږ وینو."
تر ګورن مخکې د داعش یو بل غړی، چې اوزګور التون نومېده او د ترکیې حکومت یې په لټه کې و، د تېر کال په غبرګولي/جوزا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې نیول شوی و.
انادولو دولتي اژانس ته سرچینو ویلي چې کابل ته د ترکیې د استخباراتو د مشر په تازه سفر کې د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې ترڅنګ، د ترهګرۍ، انساني قاچاق او د نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
د راپورونو له مخې، ابراهیم کالین کابل او کندهار دواړو ته تللی، خو سرچینو په کندهار کې د هغه د خبرو د جزییاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
داسې راپورونه هم شته چې د ترکیې د استخباراتو مشر په کابل او کندهار کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه کېدو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي. د تېر کال په اکتوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پای ته رسولو لپاره قطر او ترکیې د منځګړتوب هڅې وکړې. د قطر په منځګړتوب اوربند وشو چې وروسته په ترکیه کې تمدید شو.
که څه هم ترکیه او قطر په کابل کې سفارتونه لري او په خپلو هېوادونو کې یې د افغانستان سفارتونه د طالبانو استازو ته سپارلي، خو دواړو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.