روسیې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ/سرطان کې، وروسته له هغې چې طالبان یې د خپلو ممنوعه سازمانونو له نوملړه وایستل، د طالبانو حکومت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژاند.
مسکو له هغه وخت راوروسته د طالبانو له حکومت سره سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ زیاتې کړي دي. مسکو تر اوسه کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د مشر سرګي ناریشکین د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویلي.
له طالبانو سره، چې پخوا روسیې تروریستي ډله بلله، د مسکو اړیکې ولې زیاتې شوي دي؟
د سیاسي چارو شنونکی او ژورنالیست سمیع یوسفزی وايي، روسیه او طالبان په خپل منځ کې ایدیالوژیک او فکري نږدېوالی نه لري، خو روسیه باور لري چې طالبان د داعش په ځپلو او مخنیوي کې رول لوبوي.
د طالبانو او روسیې اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو قوي کېږيسمیع یوسفزی، ژورنالیست او د سیاسي چارو شنونکی
«د طالبانو او روسیې اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو قوي کېږي، دوی له یو بل سره ایدیالوژیکه همږغي نه لري خو د یو بل امنیتي ګټې او جیوپولټیکې محاسبې او په مجموع کې طالبان او روسان په یو ډول له غرب سره په تقابل او ټکر کې دي نو دا عوامل سبب شوي چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لا سره نږدې شي، بل روسیه فکر کوي چې داعش خراسان روسیې او منځنۍ اسیا ته یو خطر دی او طالبان یې مخه نیولی شي. د منځنۍ اسیا امنیت هم روسیې ته ډېر مهم دی چې د هغه لپاره باید له افغانستان سره قوي روابط ولري.»
کابل ته د روسیې د استخباراتو د رییس له سفره جلا، د دغه هېواد د امنیت شورا مرستیال سکرتر الکساندر وینیدیکتوف هند ته تللی او له هندي چارواکو سره یې د افغانستان او پاکستان په اړه خبرې کړي دي.
هند که څه هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له طالبانو سره یې اړیکې نسبتاً ښې دي او نه یوازې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لري، بلکې افغانستان ته بشري مرستې استوي.
د هند او روسیې لوړپوړو امنیتي چارواکو پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان او پاکستان د وضعیت په اړه د سلا مشورو په اووم پړاو کې ګډون وکړ او د سیمې پر وروستیو بدلونونو او پر نړیوال امنیت یې د هغو پر اغېزو خبرې وکړې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي، دا د افغانستان او پاکستان په اړه د هند او روسیې د ځانګړي میکانېزم اوومه غونډه وه. دا دوه اړخیز میکانېزم د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان د وضعیت په اړه د ارزونو د همغږۍ لپاره جوړ شوی دی.