د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۵ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۳

امریکا د داعش خراسان څانګې پر دوو مهمو مشرانو میلیونونه ډالر جایزه کېښوده

ارشیف، په افغانستان کې د داعش جنګیالي چې یو شمېر کسان‌یې نیولي دي.
ارشیف، په افغانستان کې د داعش جنګیالي چې یو شمېر کسان‌یې نیولي دي.

امریکا د داعش خراسان ډلې د ۲ مشرانو په هکله د معلوماتو لپاره څو میلیونه ډالر جایزه اعلان کړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د جایزې پروګرام د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې د دوه مشرانو په هکله د معلوماتو لپاره ۱۸ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړه.

په اعلامیه کې د داعش د خراسان څانګې د مشر ثناءالله غفاري په هکله معلوماتو لپاره اته میلیونه امریکايي ډالر او د عبیدالله په نوم د دغې ډلې د بل مشر په هکله د معلوماتو لپاره ۱۰ میلیونه امریکايي ډالر جایزه اعلان شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې ثناءالله غفاري چې په شهاب‌المهاجر مشهور دی، د داعش خراسان د ترورېستي ډلې اوسنی مشر دی چې په افغانستان کې ټول عملیات باید د هغه په موافقه ترسره شي او د عملیاتو د تمویل اداره هم په غاړه لري.

اعلامیه کې عبیدالله د داعش خراسان ډلې مالي مسئول یاد شوی چې د عملیاتو پلانونه جوړوي او د ترورېستي بریدونو د ګروپونو مشري کوي.

اعلامیه کې راغلي دي چې دغو کسانو هغه بریدونه تنظیم کړي چې پر عمومي اعتراضي غونډو، د موسیقۍ پر ځایونو، هوايي ډګرونو او نورو ځایونو ترسره شوي او په نتیجه کې یې سلګونه بې‌‌ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه جایزه د کابل په هوايي ډګر باندې د خونړي برید د پنځمې کالیزې په مناسبت اعلان کړه.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه په داسې وخت کې چې د کابل هوايي ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه او امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې و، د هوايي ډګر په «ابي ګېټ» دروازه د داعش خراسان ډلې برید کې ۱۳ امریکايي عسکر او څه د پاسه ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

سره له دې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د داعش ډله‌یې ځپلې ده او ادعا کوي چې دغه ډله اوس له افغانستان څخه بهر پاکستان کې روزنیز مراکز لري، خو د کارپوهانو په وینا افغانستان کې وروستیو امنیتي پېښو وښودله چې دغه ډله اوس هم په افغانستان کې د بریدونو توان لري.

د تېرې زمري میاشتې پیل کې بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح‌الله امیري په یوه برید کې ووژل شو چې مسئولیت‌یې داعش خراسان ډلې په غاړه واخیست.

د افغانستان د امنیت شورا پخوانی ویاند مولوي رحمت‌الله اندړ په دې باور دی چې داعش ډله د طالبانو د واکمنۍ وجود نه‌شي ګواښلی، خو یوه جدي امنیتي ننګونه ده: "زما په نظر داعش-خراسان په اوسني وضعیت کې داسې پیاوړی ځواک نه‌دی چې د طالبانو واکمني نسکوره او په ځای یې واکمن شي، خو یوه جدي او دوامداره ننګونه ده او وجه دا ده چې هره افراطي ډله او ډلګۍ خصوصاً داعش چې ډېر افراطي دی، د همدغه افراطیت له امله مهم اهداف هم په نښه کولای شي او پېچلي عملیات هم ترسره کولای شي، دوی د دغو شیانو ظرفیت لري."

ښاغلی اندړ زیاتوي چې افغانستان او پاکستان کې حکومتونه پر یو بل تور لګوي چې داعش د مقابل لوري په خاوره کې مراکز لري، خو د شواهدو له مخې دغه فرامرزي شبکه د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته فعالیت او د جلب او جذب لپاره په خواله رسنیو کې له ډېرو افراطي تبلیغاتو استفاده کوي او خصوصاً له نورو ډلو ناراضي ځوانان په نښه کوي.

ارشیف، د افغانستان تېر جمهوري حکومت ته په ننګرهار کې د داعش تسلیم شوي جنګیالي.
ارشیف، د افغانستان تېر جمهوري حکومت ته په ننګرهار کې د داعش تسلیم شوي جنګیالي.

هغه وايي چې د داعش خراسان ډلې د تمویل سرچینې مرموزې دي، بهرنی مالي ملاتړ لري او د اختطافونو او قاچاق له لارې هم محلي عواید ترلاسه کوي.

په تېر غبرګولي میاشت کې د ترکیې ملي استخباراتو (اېم‌ای‌ټي) د احمد کازانجي په نوم د داعش خراسان ډلې د یو مهم غړي د نیولو او ترکیې ته‌یې د لېږدولو خبر اعلان کړ.

امنیتي سرچینو وویل کازانجي چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په نومونو هم پېژندل کېده، د داعش خراسان د رسنیزې څانګې له مهمو مسؤلانو څخه و.

نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان-پاکستان ترمنځ سیمې ته تللی او هلته‌یې د دې ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.

دغه‌راز په تېره غويي میاشت کې د اروپايي اتحادیې یو افشا شوي امنیتي راپور کې وویل شول چې د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې فعاله ده، د اروپا لپاره له مهمو بهرنیو ګواښونو څخه ګڼل کېږي او په ځانګړي ډول ځوانان د انلاین تبلیغاتو له لارې جذبوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG