تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۹

ټرمپ: له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي؛ یوازې وروستۍ پرېکړه پاتې ده

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ژمنه وکړه چې له ایران سره جګړه به «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.

هغه وویل، یوازې وروستۍ پرېکړه پاتې ده چې جګړه په کومه لاره پای ته ورسوي.

ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، یوازې دا پرېکړه پاتې ده چې "څنګه بریالي شو؛ په ډېره ښه لاره که په یو څه ښه لاره".

د هغه له خبرو داسې ښکاري چې هدف‌یې د خبرو اترو او هوکړې له لارې د جګړې پای ته رسول، یا بیا پر ایران پوځي بریدونه دي.

ټرمپ په تېره یوه میاشت کې څو ځله ویلي چې له ایران سره جګړه به «ډېر ژر» په یوه نه یوه بڼه پای ته ورسېږي.

هغه د سپټمبر په اتمه په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي و: "موږ ایران د اټمي وسلو له ترلاسه کولو منع کړ او د تېلو بیې به په چټکۍ راټیټې شي. دا جګړه به په هره بڼه چې وي، ډېر ژر پای ته ورسېږي."

سپینه ماڼۍ کې د ډونالد ټرمپ خبري غونډه
سپینه ماڼۍ کې د ډونالد ټرمپ خبري غونډه

نوموړي زیاته کړې وه چې امریکا کولای شي دا کار په دواړو لارو ترسره کړي، خو په وینا یې، موضوع ساده ده او جګړه به په هر صورت ژر پای ته ورسېږي.

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوي.

هغه ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی وباله او ویې‌ویل چې له همدې امله امریکا بله چاره نه‌لرله، پرته له دې چې د ایران پر خاوره برید وکړي.

  • اسراییل ته د امریکا د دفاع وزیر نااعلان شوی سفر

له خبریالانو سره د ټرمپ په خبرو کې اسرائیل ته د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسېټ د نااعلان شوي سفر موضوع هم مطرح شوه.

ټرمپ د هګسېټ او د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو ترمنځ د خبرو د محتوا په اړه له څرګندونو ډډه وکړه او ویې‌ویل چې اوس په دې اړه څه نه‌شي ویلی.

اکسیوس وېب‌پاڼې د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې هګسېټ د اکټوبر په ۱۹مه، په یوه نااعلان شوي سفر کې له نتانیاهو سره لیدلي دي.

ارشیف، په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزیر او د اسرائیل صدراعظم یوه غیر رسمي لیدنه
ارشیف، په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزیر او د اسرائیل صدراعظم یوه غیر رسمي لیدنه

دا سفر په داسې حال کې شوی چې د اسرائیل پارلماني انتخاباتو ته یوازې ۷ ورځې پاتې دي.

په همدې ترڅ کې داسې اټکلونه هم شته چې امریکا او اسرائیل ښايي پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو په اړه خبرې کړې وي.

دا لیدنه یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې ټرمپ د نتانیاهو د بیا ټاکل کېدو ملاتړ وکړ.

دواړو مشرانو په خپلو پیغامونو او ټیلیفوني خبرو کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د «نیمګړي کار د بشپړولو» پر اړتیا ټینګار کړی دی.

خو نتانیاهو په روانه میاشت کې اسرائیلي رسنیو ته ویلي و چې د اسرائیل تر پارلماني انتخاباتو مخکې پر ایران د برید پلان نه‌لري.

ټاکل شوې وه دا انتخابات د نومبر په اتمه ترسره شي.

ټرمپ هم تر دې مخکې ویلي و چې د امریکا د کانګرس تر منځ‌مهاله انتخاباتو مخکې چې په نومبر کې ترسره کېږي، پر ایران برید نه‌کوي.

  • تهران له امریکا سره د خبرو لپاره پر خپلو شرطونو ټینګار کوي

د ټرمپ تازه څرګندونې په داسې ورځ خپرې شوې چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، د پاکستان د پوځ له مشر سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ایران د غني شویو اټمي موادو هېڅ برخه به له دغه هېواده ونه‌ایستل شي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي سره د پاکستان د پوځ د مشر لیدنه
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي سره د پاکستان د پوځ د مشر لیدنه

نوموړي له امریکا سره د خبرو بیا پیل د تهران د شرطونو د پوره کولو او د واشنګټن له لوري د باور رامنځته کولو پورې مشروط وباله.

د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو برخلیک او د دغه هېواد د اټمي پروګرام د محدودولو څرنګوالی په تېرو میاشتو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه و.

د ایران د اسلامي شورا رئیس محمد باقر قالیباف هم د سې‌شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له مشر سره په جلا لیدنه کې وویل چې اسلامي جمهوریت امریکا ته د وړاندې کولو لپاره نوی دریځ نه‌لري او واشنګټن باید د تهران پخواني شرطونه ومني او عملي یې کړي.

ټرمپ د ایران د دغو دوو چارواکو د څرګندونو په اړه څه ونه‌ویل.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG