خبرونه
د ایران او امریکا خبرې د قطر او عمان په منځګړیتوب روانې دي
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي یعقوب رضازاده وايي، د ایران او امریکا خبرې د قطر او عمان په منځګړیتوب روانې دي او تهران د خپلو وړاندیز شویو شرطونو په اړه د واشنګټن ځواب ته په تمه دی.
هغه د شنبې په ورځ ایلنا خبري اژانس ته ویلي، دواړو لورو خپل شرطونه وړاندې کړي، خو د هغو جزئیات یې نه دي په ډاګه کړي. د نوموړي په وینا، خبرې د ایران د ملي امنیت عالي شورا تر څارنې لاندې ترسره کېږي او دغه شورا د خبرو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له مشر څخه اجازه اخلي.
رضازاده زیاته کړې، تمه نه لري چې د امریکا د کانګرس او د اسراییل د انتخاباتو تر ترسره کېدو مخکې جګړه پیل شي، خو د احتمالي نښتې امکان یې رد نه کړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له کېپ ورډ سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د کېپ ورډ له ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان لوبډلې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د برازیل په کوربهتوب د شپږو هېوادونو په سیالیو کې خپله دویمه لوبه د پېرو له لوبډلې سره وکړه او هغه یې درې پر صفر ماتې کړه.
له دې بري سره د افغانستان لوبډلې څلور امتیازونه ترلاسه کړل او د دوهمې ډلې په سر کې ځای لري. د جاپان لوبډلې هم د دوو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دې ډلې د دوهمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لاره موندلې ده.
د لومړۍ ډلې په سیالیو کې د برازیل لوبډلې د لومړي مقام په خپلولو سره نیمه پایلوبې ته د تګ ډاډ ترلاسه کړی دی.
د فوټسال د شپږو هېوادونو ترمنځ دا سیالۍ د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې د افغانستان، جاپان، پېرو، برازیل، اندونیزیا او کېپ ورډ د لوبډلو په ګډون د برازیل په ساو ژوزه دوس پینهایس ښار کې ترسره کېږي.
پاکستان: له افغانستان سره خبرې باید مشروطې وي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبې) وویل، اسلاماباد له افغانستان سره خبرو ته چمتو دی، خو دغه خبرې باید د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل په ګډون د مشخصو پایلو سبب شي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان وویل، پاکستان به د هغو دوستو هېوادونو د رښتینو هڅو هرکلی وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په هواري کې مرسته کوي.
نوموړي د روسیې د منځګړیتوب په اړه ویلي، تر اوسه د داسې کومې رسمي هڅې په اړه معلومات نه لري، خو پاکستان له اغېزمنو منځګړیتوبونو سره همکارۍ ته چمتو دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د اختلاف له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده. اسلاماباد له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او نورو هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
نړیوال صندوق: د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې کمېدا نړیوال اقتصاد ته خطر پېښوي
د پیسو نړیوال صندوق وايي، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پانګونه د نړیوال اقتصادي پرمختګ یو مهم لامل دی او په دې ټکنالوژۍ کې د پانګونې ورو کېدا به پر نړیوال اقتصاد منفي اغېز وکړي.
فرانس پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ د دغه صندوق د مشرې کریستالینا جورجیوا له قوله ویلي، په دې صنعت کې د فعالیتونو هر ډول کمښت به په ټوله نړۍ کې احساس شي.
د پیسو نړیوال صندوق په یوه تازه راپور کې اټکل کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې کمېدا ښايي تر ۲۰۲۸ کال پورې د نړۍ ناخالص کورنی تولید ۰.۴ سلنه راکم کړي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ نړیواله سوداګري ۸.۳ سلنه زیاته شوې چې یوه مهمه برخه یې د مصنوعي ځیرکتیا له اړوندو محصولاتو سره تړاو لري.
کرکټ؛ د بنګله دېش تر نولس کلونو کشرې لوبډلې افغان سیالې ته ماتې ورکړه
د افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو په لومړۍ مسابقه کې د شنبې په ورځ بنګه دېش افغانستان ته په ۳۳ منډو ماتې ورکړه.
بنګله دېش د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۵۰ اورونو کې ۲۵۰ منډې وکړې.
خو د افغانستان لوبډلې د بنګله دېش له لوري ټاکل شوی هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې تر ۴۸ اور پورې وسوځېدل.
ټاکل شوې ده دواړه ټیمونه د دوشنبې په ورځ په بله یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شی.
د بلوچستان په مستونګ کې نامعلومو وسله والو ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي دي
د بلوچستان په مستونګ کې نامعلومو وسله والو ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي دي.
د مستونګ د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې پېښه پرون جمعه د مستونګ او نوشکي منځنۍ سیمې ګورګېنه کې شوې ده.
د هغه په ټکو،"پر موټرسایکلونو سپرو وسله والو د مسافر وړونکو بس چې پولیس هم په کې سپاره وو وداوو او د پولیس په ګډون موټرچلوونکی او مسافر يې له ځان سره یوړل".
چارواکو ویلي چې درې ملکیان او موټرچلوونکی بیرته راخوشي شوي دي.
د دې چارواکي په خبره، دا پولیس د کلات له روزنیز مرکز څخه په اوونیزې رخصتي کورونو ته روان وو چې په لار کې وسله والو له ځان سره یوړل.
تراوسه چا د پېښې مسولیت نه دی منلی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې تښتول شوي پولیس د واشک، نوشکي، چاغي او خاران سیمو اوسیدنکې دي.
تښتول شویو پولیس، د مستونګ د کلات په روزنیز مرکز کې تر روزنې لاندې وو.
د تیرکال په مارچ میاشت کې په ورته پېښه کې وسله والو له پېښور څخه د بلوچستان مرکز کویټې ته روان پر یوه ریل ګاډي برید وکړ او د پاکستاني پوځیانو په ګډون ډیر شمیر ملکیان یرغمل کړل.
د جعفر ایکسپریس په نوم دغه ریل ګادي کې لږترلږه۴۰۰ مسافر سپاره وو.
پر دغه ریل ګاډي د برید مسولیت بلوڅو ازادي غوښتونکو منلی وو.
ډونالډ ټرمپ: د ایراني چارواکو له ټولو خبرو او کړنو خبر یم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایراني چارواکو له ټولو کړنو خبر دی او " خبرې يې اوري".
هغه پرون جمعه د جورجیا ایالت د ټاکنیز کمپاین په یوې ناسته کې وویل، "دا محرمانه اطلاعات دي" او په دې اړه يې نور جزیات ور نه کړل.
د هغه په ټکو، امریکا د ایران پر وړاندې "قوي دریځ " لري.
ولسمشر ټرمپ وړاندې وویل چې د ایران د لومړۍ او دویمې درجې مشران له منځه تللي.
هغه زیاته کړه" بیا مې وویل ښاغلو زه باید یو چا سره خبرې وکړم؟ دا څه کوئ؟ لږ صبر وکړئ".
ولسمشر ټرمپ وړاندې ایرانیانو ته د پېغور په ډول وویل،" ایران یوازینی هېواد دی چې هیڅ څوک نه غواړي چې په کې ولسمشر شي".
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې مسعود پزشکیان له ۲۰۲۴کال راهیسې د ایران ولسمشر دی.
ایران د حوثي یاغیانو د ملاتړ تورونه رد کړل
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان هغه تورونه رد کړل چې ګواکې حوثیان لمسوي چې پر دغه هېواد بریدونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون جمعه په یو بیان کې وویل،" حوثیان دا بریدونه د خپلو ګټو لپاره کار کوي".
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسې د برخې مرستیال وړمه ورځ په یوې انلاین خبري ناسته کې ایران تور کړی و چې حوثیانو ته وسله ورکوي او هغوي لمسوي چې پر سعودي عربستان بریدونه وکړي.
حوثیانو تراوسه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو په وروستیو کې پر سعودي عربستان بریدونو ته زور ورکړی دی.
افغاناېوک: امریکا کې شاوخوا ۳۰ نیول شوي افغانان د اخراج له ګواښ سره مخ دي
د افغاناېوک سازمان مشر، شاون ونډایور وايي چې د امریکا د پنسیلوانیا ایالت د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په یوه توقیف ځای کې شاوخوا ۳۰ ساتل شویو افغانانو ته ویل شوي چې د لوېزیانا ایالت ته به ولېږدول شي او د نومبر په لومړیو کې به له امریکا وایستل شي.
هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ ناوخته «د تلې په ۲۳مه» پر خپله اېکسپاڼه کړې ده.
خو د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې یا د دغه هېواد د کورني امنیت وزارت تر اوسه د دغې ادعا په اړه په رسمي ډول څه نهدي ویلي.
افغاناېوک د دغو افغانانو د نیول کېدو او له امریکا څخه د احتمالي اخراج د لاملونو په اړه جزئیات نهدي ورکړي.
تر دې مخکې، «سيبياېس نیوز» امریکايي رسنۍ د اګسټ په میاشت کې د دولتي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی و چې یو شمېر افغانان او د نورو هېوادونو اتباع له امریکا څخه افریقايي هېوادونو ته په داسې حال کې ایستل شوي چې دغه هېوادونهیې اصلي هېوادونه نهو.
په روان ۲۰۲۶ کال کې له امریکا څخه د ایستل شویو افغانانو کره شمېر معلوم نهدی، خو د سپټمبر په میاشت کې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجيزاده چې په امریکا کې یې د دایمي هستوګنې سند درلود، له دغه هېواده وایستل شوه.
د امریکا عدلیې وزارت هغه تورنه کړې وه چې د خپلې کورنۍ د غړو له هغې طرحې څخهیې ملاتړ کړی و چې غوښتل یې د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتو په ورځ د داعش ډلې په الهام یو برید ترسره کړي.
مېرمن حاجيزاده منلې وه چې د امریکا د قوانینو له مخې د «بهرنیو ترهګرو» په ډله کې راځي او له امریکا څخه د ایستلو د حکم پر وړاندې یې له اعتراض ډډه کړې وه.
تحریک تحفظِ ائینِ پاکستان خیبرپختونخوا کې د بېړني حالت خلاف محکمې ته عریضه کړې
پاکستان کې د «تحریک تحفظِ ائینِ پاکستان» په نوم د اپوزېسیون ګوندونو ائتلاف د جمعې په ورځ خیبرپختونخوا ایالت کې د بېړني حالت خلاف د پېښور عالي محکمې ته عریضه وکړه.
پاکستان کې د ازادي راډیو خبریال راپور ورکوي چې د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې د اپوزېسیون او د یاد ائتلاف مشر محمود خان اڅکزي، د سنا د اپوزېسیون مشر علامه راجه ناصر عباس او د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل د دغه ځانګړي ګام لپاره له اسلاماباده پېښور ته سفر وکړ.
راپور زیاتوي چې عریضه د ابتدايي استماع لپاره د محکمې لهخوا منل شوې ده.
تحریک انصاف ګوند چې حکومتیې په خیبر پختونخوا ایالت کې منحل شوی په جلا توګه یادې محکمې ته عریضه کړې ده.
ټاکل شوې چې د پېښور عالي محکمه د اکټوبر په ۲۰مه د دغو عرایضو په هکله خپله لومړنۍ استماعیه جلسه دایره کړي.
د پاکستان فدرالي حکومت وروسته له دې چې خیبرپختونخوا ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړ د یکشنبې په ورځیې د دغه ایالت د اعلی وزیر سهیل خان افریدي په شمول د تحریک انصاف ګوند لوړپوړي غړي او سلګونه پلویان ونیول.