د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

د پاکستان د پوځ مشر تهران ته رسېدلی؛ د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیل هڅې

د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته رسیدلی دی.

د ایران نیمه دولتي مهر خبري اژانس ویلی چې نوموړی د یوه لوړپوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ د سې شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې له خنډ سره مخامخ شوي او د هرمز تنګي د راتلونکې په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو اختلافونه لا هم نه دي حل شوي.

پاکستان په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لوبولی خو دغو هڅو تر اوسه تلپاتې سوله نه ده رامنځته کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې له عاصم منیر سره خبرې د مذاکراتو اړوند موضوعات هم رانغاړي خو اصلي تمرکز به یې د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا وي.

د راپورونو له مخې پاکستان په جون میاشت کې د یوې لنډمهالې هوکړې په رامنځته کولو کې مرسته کړې وه. تهران ټینګار کوي چې هماغه هوکړه باید د راتلونکي سولې د هر ډول تړون بنسټ وي. دا د جون له هوکړې وروسته تهران ته د عاصم منیر پنځم سفر دی. تهران ته د نوموړي له سفر سره سم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ د جګړې د بیا پیل احتمال هم رد نه کړ. هغه خبریالانو ته وویل چې ایران شپه او ورځ له دغه احتمال سره مخامخ دی او نه شي کولای د جګړې د بیا پیل امکان له پامه وغورځوي. په عین حال کې ایران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره امریکا ته مشروط وړاندیز کړی دی. ایران د قطر په منځګړیتوب امریکا ته وړاندیز کړی چې د ځینو شرطونو په پوره کېدو سره به د اوو ورځو په موده کې د هرمز تنګی بېرته د بېړیو پر مخ پرانیزي خو کنټرول به یې د تهران په لاس کې وي.

د رویترز د راپورله مخې د دغه وړاندیز له مخې امریکا باید د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ایران د تېلو پر صادراتو بندیزونه نرم کړي، د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او په ټولو جبهو کې جګړه ودروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ وویل چې دا وړاندیز لا هم پر خپل ځای دی او د منځګړو له لارې د تهران او واشنګټن ترمنځ پیغامونه تبادله کېږي.

په همدې حال کې، یوه ایراني چارواکي چې نوم یې ندی په ډاګه شوی، ویلي چې تهران پر امریکا باور نه لري ځکه د هغه په خبره پر ایران پخوانیو بریدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې خبرې له خنډ سره مخامخ کړې دي.

د دواړو لورو د اختلاف یومهم ټکی د هرمز تنګي پرکنټرول څرخي. له هغه مهال راهیسې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ لنډ مهاله هوکړه شوې، د هرمز تنګي وضعیت د دواړو لورو له خوا پریوبل د بریدونو اصلي لامل و. دغه تنګی چې د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد یوه مهمه لاره ده، د جګړې پر مهال پکې تګ راتګ له جدي خنډونو سره مخامخ شوی دی. ایران ادعا کوي چې پرهرمز تنګی بشپړکنټرول لري خو د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټکام ویلي چې د ځواکونو ترڅارنې لاندې یې کشتۍ په دغه تنګي کې تګ راتګ کوي.

د ایران سپاه پاسداران د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د هرمز تنګي په جنوبي برخه کې دوه تېل وړونکې بېړۍ د دوی د سمندري ځواکونو په اېښودل شویو ماینونو لګېدلې، اور یې اخیستی او درول شوې دي.

سپاه پاسداران په یوه بیان کې چې پر خپلې رسمي وېبپاڼې، سپاه نیوز کې خپورکړی ویلي چې دغو بېړیو هڅه کوله له هغو لارو تېرې شي چې تهران یې غیرقانوني بولي. ایراني ځواکونو ادعا کړې چې د دوی سمندري ځواکونو د ماینونو په چاودلو سره د دغو بېړیو د تګ مخه نیولې ده.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG