د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۸

افغانستان کې کورنیو ته د پیسو لېږلو غرب کې کډوال اقتصادي او رواني فشارونو سره مخ کړي

ارشیف، د پیسو د لېږلو د خدمتونو یوه څانګه
ارشیف، د پیسو د لېږلو د خدمتونو یوه څانګه

یو شمېر افغان کډوال چې په اروپا او کاناډا کې ژوند کوي، وایي په افغانستان کې خپلو کورنیو ته د پیسو لېږل او په کوربه هېوادونو کې د ژوند درنو لګښتونو، دوی سخت اقتصادي او رواني فشار سره مخ کړي دي.

دوی وايي چې ځوانان اړ دي چې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره سخت او درانه کارونه وکړي.

په جرمني کې مېشت یو له دغو افغان کډوالو جاوېد چې په یوه لوجستیکي شرکت کې کار کوي، وایي ځوان کډوال د اروپا د ژوند له لوړو لګښتونو سره سره اړ دي چې د خپل عاید لویه برخه په افغانستان کې خپلو کورنیو ته واستوي.

دی زیاتوي: "دلته ځوانان اړ دي چې هره ورځ له اتو تر ۱۰ ساعتونو پورې کار وکړي او خپلو کورنیو ته پیسې ولېږي. که یو څوک په میاشت کې ۱،۷۰۰ یا ۱،۸۰۰ یورو عاید ولري او زر یورو یې خپلې کورنۍ ته افغانستان ته واستوي، بیا هم ورته وایي چې دا کمې دي. یو ځوان کولای شي په همدې پیسو دلته د ځان لپاره یو متوسط ژوند جوړ کړي، خو ځوانان اړ دي چې د خپلې کورنۍ لپاره خپل ژوند په ډېرو ستونزو سره تېر کړي او هغوی ته پیسې ولېږي."

جاوېد وایي، دغه وضعیت لامل شوی چې ځیني کډوال د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره په ځان سختې وګالي.

ارشیف، ترکیه کې یو افغان کډوال چې شپاني کوي.
ارشیف، ترکیه کې یو افغان کډوال چې شپاني کوي.

تانیا، بیا په کاناډا کې مېشته افغانه کډواله ده چې وایي د کور کرایه، مالیات او نور لګښتونه د کډوالو د عاید یوه لویه برخه مصرفوي: "کله چې ته په بهر کې کار کوې او پیسې ګټې، نو اړه یې چې ډېر نور درانه لګښتونه هم پرې کړې لکه د کور کرایه، د موټر مالیه، د برېښنا او ګاز بلونه. که افغانستان ته خپلې کورنۍ ته پیسې هم ونه‌لېږې، دا هم سړی ډېر خپه کوي. انسان ځورېږي چې که پیسې ونه‌لېږم، سبا به هغوی ته په کومو سترګو ګورم؟"

بل لور ته، په افغانستان کې ځینې کورنۍ وایي، د کاري فرصتونو او کافي عاید د نشتوالي له امله د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دغو مرستو ته اړ دي.

دوی وايي، په افغانستان کې د ځینو کورنیو لپاره هغه پیسې چې له بهر څخه لېږل کېږي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو یوه مهمه برخه برابروي.

د افغانستان یوه اوسېدونکې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې یاد شي، وایي د دوی اووه کسیزه کورنۍ د بهر مېشتو خپلوانو له مرستو پرته د ژوند د اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ کېږي: "زموږ تره له بهر څخه موږ ته پیسې رااستوي. دا چې څومره پیسې رااستوي، اندازه‌یې هغه ټاکي. دغه مرسته زموږ د کورنۍ ضروري اړتیاوې پوره کوي. که دا مرسته موږ ته ونه‌رسېږي، د ژوند اړتیاوې برابرول به راته ډېر ستونزمن شي."

اقتصادي کارپوه اذرخش حافظي وایي چې د بهر مېشتو افغانانو د پیسو یوه لویه برخه د خپلو کورنیو د ملاتړ او نورو اړتیاوو لپاره افغانستان ته لېږل کېږي: "د بهر مېشتو افغانانو له‌خوا هر کال د ۲.۷ تر ۳.۵ میلیاردو ډالرو پورې پیسې افغانستان ته لېږل کېږي. دا پیسې د کورنیو د ملاتړ، خیریه بنسټونو او همدارنګه د استوګنیزو ځایونو د اخیستلو، پلورلو او د خپلو جایدادونو د ترمیم لپاره مصرفېږي. په افغانستان کې فقر ډېر زیات دی، دا نوې خبره نه‌ده او هره ورځ مخ په زیاتېدو دی."

ارشیف، شهزاده سرای، د صرافۍ هغه مارکېټ چې ډېری افغان کډوال‌یې له لارې حوالې ترسره کوي.
ارشیف، شهزاده سرای، د صرافۍ هغه مارکېټ چې ډېری افغان کډوال‌یې له لارې حوالې ترسره کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې افغانستان لا هم له پراخ فقر او د کاري فرصتونو له کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۷۴ سلنه افغانانو چې نږدې ۲۸ میلیونه کسان کېږي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌درلود.

دغه بنسټ وایي چې د کاري فرصتونو محدودیت، پورونه او د عایداتي سرچینو کمښت د کورنیو زیان‌مننه لا زیاته کړې ده.

نړیوال بانک هم وایي، سره له دې چې اقتصادي وده شوې، خو فقر او د خوړو ناامني لا هم د افغانستان له جدي ننګونو څخه دي، او د سړي د سر عاید کمښت د خلکو د ژوند د کچې ښه کېدل ستونزمن کړي دي.

نو په داسې شرایطو کې، د کډوالو حوالې د ډېرو کورنیو لپاره د ژوند د لګښتونو د برابرولو یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې ده.

د کډوالو لپاره خپلو کورنیو ته د پیسو لېږل یو مسؤلیت دی چې د کوربه هېوادونو د ژوند له لوړو لګښتونو سره سره دوام لري، خو په افغانستان کې د هغوی د کورنیو لپاره، دغه پیسې د فقر او د کاري فرصتونو د کمښت په شرایطو کې کله ناکله د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو یوازنۍ وسیله او د هیلو وروستۍ کړکۍ بلل کېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG