یو ورځ وروسته له هغې چې د امریکا د خزانې وزیر وویل چې د ایران د حکومت چارواکو د واشنګټن د اقتصادي فشارونو اغېزمنتیا «منلې» ده، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان یو ځل بیا د جګړې د پای ته رسولو او د خبرو له لارې د اختلافونو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.
پزشکیان د چهارشنبې په ورځ «د سنبلې په ۴مه» وویل: "جګړه تل د حل لاره نهده. هغه غوټه چې په لاس پرانیستل کېدای شي، باید په غاښونو پرانیستل نهشي."
هغه زیاته کړه چې د «تدبیر او فکر» له لارې ستونزې حلولای شو او یو ځل بیا یې د ایران او امریکا ترمنځ له مؤقتي تفاهملیک څخه دفاع وکړه.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایران کې د حکومت یو شمېر سیاسي مخالف ګوندونه له امریکا سره د خبرو له اصل سره مخالفت کوي او د دې تفاهملیک له امله پر چارواکو او مرکچي پلاوي نیوکې کوي.
حسن شریعتمداري، د کیهان ورځپاڼې مسؤل مدیر، په یوه لیکنه کې د ایران د پارلمان پر رئیس او د ایراني مرکچي پلاوي پر مشر محمد باقر قالیباف نیوکه کړې او په غیر مستقیم ډولیې هغه له «لوېدیځ پلوه» جریان سره په نږدېوالي تورن کړی دی.
قالیباف په ځواب کې ویلي چې "له نړۍ سره تعامل له وابستهګۍ او تسلیمېدو سره توپیر لري".
بلخوا ولسشمر پزشکیان د سې شنبې په ماښام «د سنبلې په ۳مه» د ایران له مرکزي بانک څخه د لیدنې پر مهال وویل چې حکومتیې غواړي خپلې ستونزې د «تعامل او خبرو» له لارې حل کړي.
خو هغه په ورته وخت کې دا هم وویل، امریکا چې په وینا یې په جګړه کې خپلو هدفونو ته نهده رسېدلې، د اقتصادي فشارونو له لارې به هم بریالۍ نهشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا لهخوا پر ایران د اقتصادي بندیزونو له بیا پلي کېدو وروسته، د ایران په ځینو سیمو کې د تېلو د کمښت په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ، د نویو بندیزونو له اعلان وروسته، په اېکسپاڼه ولیکل چې د ایران چارواکو د امریکا د اقتصادي فشارونو «اغېزمنتیا» منلې ده.
هغه د جګړې د پای ته رسولو په اړه د پزشکیان وروستیو څرګندونو ته په اشاره ویلي چې د ایران ولسمشر د خپل هېواد اقتصادي کمښتونه منلي دي.
بسنټ د ایران د اقتصادي وضعیت په اړه د قالیباف څرګندونو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې له مالي جریان، اقتصادي ودې او کورني تولید پرته، حتی پوځي ځواک هم د حکومت د بقا ضمانت نهشي کولای.
د امریکا د خزانې وزیر همداراز ویلي چې د امریکا حکومت خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي څو د ایران په حکومت اقتصادي لارې پرې او تهران منزوي شي.
بسنټ تر دې مخکې ویلي و چې نوي بندیزونه د ایران پر حکومت د لا زیات فشار راوړلو په هدف لګېدلي او ښايي د کمزوري کېدو لاملیې شي.
په همدې حال کې، د ایران حکومت یو شمېر چارواکو د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو او له دې لارې د بېړیو د عادي تګ راتګ بیا پیلول په دې مشروط کړي چې امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ تفاهملیک ته بېرته وګرځي.
دوی وايي چې واشنګټن دغه تفاهملیک نقض کړی او یوازې هغه مهال به په هرمز تنګي کې د بېړیو عادي تګ راتګ بېرته پیل شي چې امریکا دغه تفاهملیک ته ستنه شي.