د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۴

سرچینې: عاصم منیر تهران ته رسیدلی، امریکا نن پر ایران تازه بندیزونه لګوي

د پاکستان د پوځ مشر تهران ته له سفر مخکې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلفوني خبرې کړي وې.

رویترز خبري اژانس نن دوشنبه راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته له سفر یوه اوونۍ مخکې له ولسمشر ټرمپ سره ټیلفوني خبرې کړې وې.

د ایران د بهرنیو چاور وزارت هم تایید کړې چې عاصم منیر په تیرو څو میاشتو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي په توګه کار کړی دی.

رویترز د درېو پاکستاني سرچینو په حواله لیکي،"عاصم منیر له ټرمپ سره خبرې کړي، خو د خبرو جزیات يې لا نه دي خپاره شوي ".

یو شمیر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې عاصم منیر تهران ته رسیدلی دی.

رویترز وړاندې ویلي،" تمه ده ښاغلی منیر یو شمیر لوړپوړو ایراني چارواکو له هغه ډلې د دې هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان او د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف سره وګوري".

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې تهران ته سفر کوي چې تمه د امریکا حکومت پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ وړمه ورځ ویلي،" دا بندیزونه به د ایران په تاریخ کې تر ټولو سخت اقتصادي بندیزونه وي".

تراوسه معلومه نه ده چې دا بندیزونه به په کومو برخو کې پر ایران لګول کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو هېوادونو ته هم خبرداری ورکړی چې له ایران سره سوداګریز راکړه ورکړه لري.

ولسمشر ټرمپ ویلي،" هغه هېوادونه به هم له بندیزونو سره مخ شي چې د ایران د اقتصاد په ژوندي پاتې کیدو کې مرسته وکړي".

له دې مخکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوې وینا کې منلې وه چې "د ایران اقتصاد تر فشار لاندې دی او خلک وږي دي".

هغه ویلي،"ښه ده چې له امریکا سره جګړه پایته ورسوو".

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG