د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۰

په افغانستان کې د لاندي دود او د خلکو بې وزلي


په افغانستان کې لاندی کول او د ژمي په موسم کې یې له غوښې استفاده دا د خلکو تر منځ په یو دود بدله شوی.خو نن سبا څنګه، ایا خلک لاندی کوي؟ بې وزلۍ دا دود هم پیکه کړی، که نه لا هم شته داسې کورونه چې شا او خوا ترې د لاندي غوښې د پخولو بویونه خپرېږي؟

معمولاً په مني کې کېږي، خو له غوښې یې بیا په ژمي کې استفاده کېږي. لاندی کول مخکې د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو د اوسېدونکو تر منځ ډیر دود و خو اوس یو شمیر خلک وايي، د بېوزلۍ په پراخېدو دا دود هم د خلکو تر منځ پیکه شوی دی.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي فیصل ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی هر کال لاندی کولو خو په خبره یې سږ کال یې د اقتصادي ستونزو له امله نه دی کړی:

"مونږ سږ کال په دې ونه کړ چې کار و بار نشته، مالي وضعیت مو خرابه دی، چې کار او بار وای، ما هم کوو، بل سړي هم کوو، بل سړي هم کولای شو."

د لوګر ولایت اوسېدونکی صمیم هم همدا خبره کوي وايي، د لاندي څاروي ډیر ګران دي او خلک یې د اخیستلو وس نه لري:

مونږ خپله هم نه دی کړی، اقتصادي ستونزو له امله ډیرو خلکو په کلي او کورونو کې نه دی کړی، کار نشته

"مونږ خپله هم نه دی کړی، اقتصادي ستونزو له امله ډیرو خلکو په کلي او کورونو کې نه دی کړی، کار نشته، یو پسه یا ګډ چې لاندي لپاره اخلې په، دیارلس، څوارلس زره افغانۍ دی، نو څوک وس او توان نه لري چې ځانته ګډ یا پسه واخلي."

خو له شته ستونزو سره سره لا هم په ځینو ځایونو کې دا دود پالل کېږي.

د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ یوې اوسېدونکې چې د کورنۍ اجازې د نه لرلو له امله یې ونه غوښل نوم یې په راپور کې خپور شي هم ازادي راډیو ته یې وویل، دوی هم لاندی کړی او د دوی په سیمه کې هیڅ څوک نه غواړي چې لاندی له لاسه ورکړي:

"ډیر کوچنی فامیل وي، اقتصادي وضعیت یې ښه هم نه وي، خو بیا هم دوی د خپلو اولادونو لپاره نه غواړي چې لاندی ونکړي، همیشه لاندې کوي."

دا زیاتوي، په کلیو او بانډو کې د لاندي په ورځ د چم، ګاونډ کسان راغوښتل کېږي او د لاندي شوي پسه، زړه، لړمون او یوه اندازه غوښه ورته پخوي، او دا ورځ د میلې په ډول نمانځي.

د خوست ولایت اصلي اوسېدونکي عزت خان دولت زوی چې دا مهال په کابل کې اوسېږي هم ازادي راډیو ته یې وویل:

"موږ سږ کال لاندی کړی دی، لاندي پلو چې په وریجو کې پخېږي ښه خوند لري، بعضی خلک یې بیا شوروا پخوي، ځني خلک یې په اور هم پخوي، سیخ کباب په شکل باندې چې ‌ډیره ښه ذایقه لري."

دا چې لاندی کول څنګه د خلکو تر منځ دود شو په دې اړه رسمي معلومات نشته خو فرهنګي فعال علم ګل سحر یې ځني دلایل داسې راشمیرې:

اوس خو یخچالونه دي، نو خلکو به بیا لاندی کولو، معمولاً میزان او عقرب کې، پسونه به یې یې حلالول.

"عمده دلیل یې دا دی چې پخوا به واورې ډیرې کېدې، ښارونه نېژدې نه وو، وسیلې نه وې، نو د خلکو ټول ژمی به په کور او جومات کې تېرېده، له بلې خوا د غوښې د ساتلو امکانات هم نه وو، اوس خو یخچالونه دي، نو خلکو به بیا لاندی کولو، معمولاً میزان او عقرب کې، پسونه بېه یې حلالول."

ښاغلی سحر وايي، که څه هم اوس تازه په تازه د څارویو د حلالولو امکانات شته او د ساتلو وسایل هم خلک لري خو دا چې د لاندي غوښه خوندوره ده او په دودیزو خوړو بدله شوې د کلیو تر څنګ ان د ښارونو اوسېدونکي یې هم کوي.

په راپور کې د مرکه شویو کسانو په خبره د لاندي غوښه ټوک، ټوک کېږي، بیا پرې مالګه وهل کېږي او په ازاده هوا کې ځوړندېږي چې تر اوو، اتو ورځو پورې بیا دا غوښه وچېږي.

خو ټینګار کوي چې د لاندي غوښې په وچولو کې باید احتیاط وشي، چې یخ یې ونه وهي.

ډاکټران د لاندي غوښې په اړه ویشلي نظرونه لري، ځني وايي د بېلابیلو نارغیو لامل ګرځي خو ځني بیا په دې نظر دي چې د لاندي غوښه که په سم ډول وچه شي، وساتل شي او مصرف شي نو د ناروغیو لامل به نشي.

خو دوی زیاتوي دا چې دا غوښه ډیره غوړه ده، د وچولو پر مهال له مالګې په کې ډیره استفاده شوې وي او دغه شان درنه ده، له ۷۰ کلونو د زیات عمر لرونکي کسان باید ترې کمه استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG