د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر: په افغانستان کې تر ۲۱ میلیونو زیات کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت په اړه د اندېښنو په دوام، د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر وايي په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو ډېر کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه دفتر دوشنبه د «ډسمبر ۲۲مه» په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې ویلي چې په دې هېواد کې د کلونو جګړو او د اقلیمي وضعیت د لاخرابېدو له امله اوبه کم یابه دي. د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د دفتر په بیان کې راغلي چې دوی په بېلابېلو سیمو کې د لاسي بمبو او ژورو څاه ګانو په کېندلو سره غواړي چې کورنۍ د خپل اوسېدو سیمو ته نږدې خوندي او پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

په همدې حال کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې وايي د څښاک په پاکو اوبو پسې ساعتونه ساعتونه مزل کوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ختیځ ولایت کونړ د دانګام ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد علي ازادي راډيو ته وویل: "ښځې، ماشومان، موږ په خپله، ډېر لیرې د څښاک په پاکو اوبو پسې ځو، کله کله خو دا چینې هم وچې شي، بیا یو څاڅکی اوبه نه پیدا کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت دې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي."

د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي رحمت الله ازادي راډيو ته وویل چې په دې ښار کې ورځ تر بلې د پاکو اوبو سطحه ټیټېږي چې له امله یې خلک سخت په اندېښنه کې دي.

نوموړي وویل:

په ښار کې د پاکو اوبو د کمښت ستونزه ډېره جدي ده، خلک در په در په اوبو پسې ګرځي، خو نه دولت دې برخې ته پام کوي او نه هم مؤسسات.

"په ښار کې د پاکو اوبو د کمښت ستونزه ډېره جدي ده، خلک در په در په اوبو پسې ګرځي، خو نه دولت دې برخې ته پام کوي او نه هم مؤسسات."

د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي هم له ورته ستونزې شکایت کوي.

د دې ښار یوه اوسېدونکي سید اغا ازادي راډیو ته وویل: "دلته موږ د اوبو په برخه کې له ډېرو سختو ستونزو سره مخ یو، له ډېرو لیرو لیرو ځایونو نه اوبه راوړو، د ښار په منځ کې په ۲۰۰ مترۍ کې هم پاکې اوبه نه راوځي، دا یوه جدي ستونزه ده چې باید د حل لپاره یې هڅې وشي."

د څښاک لپاره د پاکو اوبو کمښت او نه موجودیت په افغانستان کې یوه جدي او مخ پر پراخېدو ستونزه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف هم د تېرې نومبر په ۲۳مه په یو بیان کې په افغانستان کې د څښاک د اوبو د کمښت او د اوږدمهالې وچکالۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه سازمان ویلي و چې په افغانستان کې اوږدمهاله وچکالي کولای شي کورنۍ او ګڼ شمېر ماشومان د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي څخه محروم کړي.

یونېسف همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې له هر ۱۰ کسانو څخه اته کسان ککړې اوبه څښي. یونېسف تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که د اوبو د کمښت په برخه کې بېړنی اقدام ونه شي نو د پلازمېنې کابل اوبه به تر ۲۰۳۰ پورې په بشپړه توګه وچې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د (اکټوبر په ۲۱مه) یو راپور کې ویلي و چې په تېرو پنځو کلونو کې پرلپسې وچکالۍ د افغانانو ژوند ګواښلی دی او روان ۲۰۲۵ کال په تېرو ۵۰ کلونو کې د سخت وچ کال په توګه ثبت شوی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم تازه د پاکو اوبو د ستونزې د دایمي حل په هدف د اقداماتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د روان کال په اګسټ میاشت کې د طاالبانو تر واک لاندې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې تأیید کړې وه چې په دې هېواد کې د اقلیمي بدلون له امله ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

نړیوالو سازمانونو د اقلیمي بدلون ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو څخه ډېره ګټه اخیستنه هم د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي د کمېدو یو اصلي لامل بللی دی او ټینګار یې کړی چې د اوبو د استفادې په برخه کې باید له احتیاط کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG