د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یو نیسف وايي په افغانستان کې اوږدمهاله وچکالي کولی شي کورنۍ او ډېر شمېر ماشومان پاکو اوبو ته له لاس رسي محروم کړي. یونیسف په یو بیان کې ویلي د سویلي کوریا په ملاتړ هڅه کوي په ننګرهار او غور ولایتونو کې د ۲۰ کلیو لپاره د پاکو اوبو رسولو سیستم رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې یو شمېر ماشومان او د دوی کورنۍ د څښاک پاکو اوبو او د کرنې لپاره اوبو ته د نه لاس رسي له امله شکایت کوي.
۱۴ کلن اصف د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ اوسېدوکی دی.
وايي هره ورځ دا او کشر ورور یې له یوه لیرې ځایه د بوشکو په وسیله د څښاک پاکې اوبه خپل کورته وړي.
نوموړي نن دوشنبه د نومبر ۲۲ مه ازادي راډيو ته وویل د دوی په کورونو کې نه بمبې شته او نه هم د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې نو ځکه د ده په ګډون ډېر ماشومان اړ دي چې شاوخوا نیم ساعت مزل وکړي او له سینده د خپلو کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه راوړي.
"دا ډېره سخته ده، موږ هره ورځ نیم ساعت مزل کوو او له سیند نه د کور لپاره پاکې اوبو راوړو، موږ د یو ګاونډي نه خر راخلو او اوبه پرې راوړو، خو کله چې باد او باران وي بیا ډېره سخته وي ځکه هوا سړه وي او لاره هم خرابه وي، خو موږ مجبور یو هره ورځ په ځان سخته تېره کړو او دا اوبه راوړ."
د ننګرهار د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اوسیدونکی شفیق الله ورته شکایت لري:
د څاه ګانو اوبو یو ډول بوی پیدا کړی دی، موږ مجبور یو چې له جوماتونو نه اوبه راوړو
"زموږ په ناحیه کې هم دا ستونزه شته، د څاه ګانو اوبو یو ډول بوی پیدا کړی دی، موږ مجبور یو چې له جوماتونو نه اوبه راوړو، موږ له حکومت او مرستندویه بنسټونو هیله لرو چې په دې برخه کې زموږ ستونزې حل کړي او موږ سره مرسته وکړي."
د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ اوسیدونکی خیرالله وايي چې د څښاک د اوبو سربیره، د دوی په سیمه کې خلک د کرنیزو اوبو له کمښت سره هم مخ دي.
"له بده مرغه، موږ نه یوازې د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لرو بلکې د کروندو لپاره هم د اوبو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ یو، دلته څاه ګانې وچې شوي دي، بارانونه نه کیږي، وچکالي ده، د غوریان کوم سیند چې دی پکې اوبه وچې شوي دي، او اوس مهال موږ د غوریان اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ یو."
دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه سازمانونو څخه غواړي چې د دغه ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.
د بیلابیلو ولایتونو د اوسېدونکو تر څنګ د پلازمینې کابل ډېر شمېر اوسیدونکو هم په وار وار له ازادي راډيو سره په خبرو کې په خپلو سیمو کې د اوبو د کمښت په اړه شکایتونه کړي او ویلي یې دي چې دوی د څښاک لپاره پاکې اوبه له ټانکرونو نه په بیه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف په افغانستان کې د څښاک د اوبو اوبو د کمښت او اوږ مهاله وچکالۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان پرون یکشنبه د نومبر ۲۳ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي په افغانستان کې اوږدمهاله وچکالي کولی شي کورنۍ او ګڼ شمیر ماشومان د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي څخه محروم کړي.
په بیان کې راغلي چې اوس مهال دوی د سویلي کوریا په مرسته په ننګرهار او غور ولایتونو کې په ۲۰ ببلابیلو ځایونو کې د اوبو رسولو سیستمونه رامنځته کړي.
یونیسف په افغانستان کې د اوبو رسولو د دوامداره سیسټمونو جوړول پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د یوې مهمې حلا لارې په توګه بیان کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وړاندې تر دې په پلازمینه کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې ته اشاره کړې وه او ویلي یې وو چې که په دې برخه کې بیړني اقدام ونه شي، نو کابل ښار به تر ۲۰۳۰ پورې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د (اکتوبر په ۲۱مه) یو راپور کې ویلي وو چې په تیرو پنځو کلونو کې پرلپسې وچکالۍ د افغانانو ژوند ګواښلی دی، او ۲۰۲۵ کال په تیرو ۵۰ کلونو کې د سخت وچ کال په توګه ثبت شوی دی.
د اوبو او چاپیریال د برخې یو شمېر کارپوهانو ازادي راډيو ته ویلي چې په اوسني وضعیت کې، د حکومت او خلکو له لوري د اوبو د سرچینو مدیریت خورا مهم دی.
دوی ویلي په کلیو او بانډو کې د کالونو او کوچنیو بندولو جوړول کولای شي د اوبو سطحه لوړه کړي او دغه راز اوبه ذخیره کړي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر د تېر کال د حوت په ۶ مه په کابل کې په یو کنفرانس کې ویلي وو چې اوس مهال د افغانستان نږدې ۶۵ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
نوموړي لسیزې جګړې، په ښارونو کې د نفوسو زیاتوالی، پرلپسې وچکالي او اقلیمي بدلون په افغاسنتان کې د اوبو د کمښت عمده عوامل یاد کړي وو.