د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۹

ډېری افغانان وايي، د سالمو مصروفیتونو او تفریح د نشتوالي له کبله یې خواله رسنیو ته مخه کړې


یو شمیر افغان ماشومان وايي، د بل مصروفیت د نه شتون له امله ګرځنده تیلفونونو کې بوخت او ټولنیزې رسنۍ کاروي.

ګرځنده تیلفون په لاس د ورځې ډیر وخت او ان د شپې له مخې هم په ټولنیزو رسنیو کې.

یو شمیر افغان ماشومان تر دېره په دې کې بوخت دي.

دوی وايي، د بل سالم مصرفیت او تفریح د نه شتون له امله دا کار وي.

د کابل د دریمو مکرویانو اوسېدونکي ۱۵ کلن احمد مسیح ازادي راډیو ته وویل:

" مونږ له ټولنیزو رسنیو ځکه استفاده کوو چې بل مصروفیت نشته، مثلا تفریحي او ورزشي پارکونه نشته نو مجبور چې خلک له ټولنیزو رسنیو استفاده وکړي."

د کارته نو سیمې اوسېدونکي ۱۴ کلن مبشر هم ازادي راډیو ته همدا خبره وکړه:

" زه ټولو ټولنیزو رسنیو څخه استفاده کوم، ځکه دلته نه پارک شته، د لوبو شیان نشته او نور څه مونږ نشو کولای. "

داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي همدا درې ورځې مخکې ازادي سره په خبرو کې وویل، چې په ټول کابل کې ۱۴۱ تفریحي پارکونه او ځایونه شته چې په خبره یې کابل ښاریان په وړیا ډول ورنه استفاده کولای شي.

د کابل د خیرخانې اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور فریبا هم وايي، سره له دې چې دا پوهېږي چې د ګرځنده تیلفون او ټولنیزو رسنیو کارونه یې ماشومانو ته ښه نه ده خو په خبره یې د بل سالم مصروفیت د نه شتون له امله مجبوره دي چې استفاده یې کړي:

" زه دوه ماشومان لرم، تل له موبایل استفاده کوي، زه پوهېږم چې ذهن او سترګو ته یې څومره تاوان کوي، او پردي فرهنک خپلوي خو بل بدیل مونږ نه لرو، ځکه چې د دې ځای ماشومان له بل هر ډول مصروفیت چې بهر وي، لوبې او نور له دې محروم دي، نو ځکه مجبوره دي چې له همدې موبایلونو او ټولنیزو رسنیو استفاده وکړي. "

خود ماشوم روزنې د برخې پوهان سره له دې چې په افغانستان کې ماشومانو ته د تفریحي امکاناتو د کمښت او ورته د مناسبې نه پاملرنې موضوع مني وايي، له ټولنیزو رسنیو پرته نور سالم مصروفیتونه هم شته چې خپل ماشومان پرې بوخت کړو او تاوان نه بلکې ګټه ولري.

له دې ډلې فروزان امیري ازادي راډیو ته وویل:

" بدیل یې ماشومانو ته کتاب ویل دي، چې میندې، پلرونه او خویندې، وروڼه یې دا کار وکړي، بل دوی کولای شي ماشومان په انځورګرۍ بوخت کړي، په رنګو او تباشیرونو، چې په دې سره یې هنري استعداد وده کوي او د خلاقیت لامل یې کېږي، دغه شان د کیسو او ترانو ویل ورته هم له روزنیز اړخه ښه دي او وخت یې هم په ښې بوختیا سره تېرېږي. "

نوموړې ټینګار کوي چې له ګرځنده تیلفون او ټولنیزو رسنیو دیره استفاده ماشومانو ته رواني او ذهني، جسمي، ښوونیزې، تولنیزې او اخلاقي او ان امنیتي ستونزې پېښولای شي، چې باید کورنۍ ورته متوجه وي.

د یادونې ده چې استرالیا همدا څو ورځې مخکې د دسمبر په لسمه له ۱۶ کلنو په ښکته عمر ماشومانو د ټولنیزو رسنیو لکه ټیک ټاک، فیس بوک او نورو کارول بند کړل.

د دغه قانون موخه له ټولنیز او رواني فشارونو د ماشومانو ساتنه ښودل شوې ده.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیزی په دې اړه په یو ویدیوي پیغام کې ویلي وو، چې دا پرېکړه د ځلمکو په ګټه ده او زیاته کړې یې وه چې " یو نوی ورزش پیل کړئ، یو تازه ساز زده کړئ، یا هغه کتاب ولولئ چې موده وشوه المارۍ کې مو ایښی دی. "

په سیدني کې د ماشومانو د حقونو یو فعال او مخکې د افغانستان د مخابراتو وزارت ویاند عبدالهادي هادي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د استرالیا خلکو د حکومت د دې اقدام هرکلی او ملاتړ کړی دی:

" په دې باندې استرالیايي کورنۍ او دلته میشت خلک خوشحاله دي، ځکه ټولنیزې رسنۍ داسې یو شی دی چې ماشومان وقفه نه په کې ورکوي، بس مصروفه وي په کې، وخت یې ضایع کېږي، له درسونو پاتې کېږي، له کورنیو کارونو پاتې کېږي، له دې شي مخنیوی په کې کېږي، بل خبره دا چې د ماشومانو د منحرفه کولو او غلطو سایټونو ته یې د تګ د مخنیوي لپاره یوه ښه هڅه ده، کورنیو او د استرالیا خلکو د دولت د دې اقدام هرکلی کړی دی. "

خو ښاغلی هادي وايي، چې په استرالیا کې بیا ماشومانو ته د لوبو او تفریح نور دیر ښه او پراخ امکانات برابر دي او هیله ښيي چې افغانستان کې هم ماشومان له ورته امکاناتو برخمن او د ښې او سالمې تفریح لپاره ورته زمینه برابره شي او په دې ډول له ګرځنده تیلفون او ټولنیزو رسنیو واټن واخلي.

XS
SM
MD
LG