د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۰

له پاکستان سره دلارو بندوالی، افغانستان کې د ډبرو سکرو بیه سمه نیمایي راټیټه شوې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولان وايي، د دواړو هیوادونو تر منځ د لارو بندښت د ډبرو سکرو فابریکو او کاراو باریانو ته سخت زیانونه اړولي دي. د افغانستان د ډبرو سکرو ټولنې د معلوماتو له مخې  افغانستان په کلنۍ ډول له درې تر پنځه میلیونو ټنه د ډبرو سکاره یوازې پاکستان ته صادرول.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو له بندیدو له دوو میاشتو د زیاتې مودې په تېرېدو سره د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولان وايي،له دې امله د ډبرو سکرو فابریکو او کاراو باریانو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.

افغانستان کې د دغې خونې مرستیال محمد یونس مهمند سه شنبه د دسمیر ۱۶ مه ازادي راډیو ته وویل:“له څه باندې دوو میاشتو راهیسې مو چې له پاکستان سره ټولې لارې تړلې دي د ډبرو سکرو صادرات مو په ټپه ولاړ دي، له دې درکه هم د افغانستان د صادرونکو او هم په پاکستان کې د فابریکو لپاره زښته زیاتې ستونزې او زیانونه اوښتي، د پاکستان اکثره د سمنټو او نورو توکو فابریکو کې د افغانستان له سکرو کار اخیستل کېده، له دواړو حکومتونو زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو ستونزو درک کړي ځکه دواړو خواوو خلکو سخت زیانونه وګالل.”

ښاغلی مهمند وایي په افغانستان کې سره له دې چې د ډبرو د سکرو د کانونو په زیاته کچه کېدنه او تولید کېږي خو په خبره یې دې برخه کې فابریکې د ګوتو په شمار دي او اړتیا ده چې په هېواد کې دننه د برښنا د تولید او ګڼو نورو تولیدي پروژو په برخه کې د استفادې لپاره یې د فلتر او تصفیې کارخونې جوړې کړل شي.

د افغانستان د ډبرو سکرو ټولنه هم دا څرګندونې تایدوي وایي، دوی مخکې په کلنۍ ډول پاکستان ته له درې تر پنځه میلیونو ټنو پورې د ډبرو سکاره صادرول.

د دې ټولنې مشر او د ډبرو سکرو سوداګر محمد رسول ازادي راډیو ته وویل:"طبعا کله چې د افغانستان زغال چې نه صادرېږي پر عوایدو بده اغیزه لري، مخکې مو په کال کې تقریباً له درې تر پنځه میلیونه ټنه سکاره صادرات لرل، خو اوس د لارې د بندېدو له امله دا صادرات بند شوي، په افغانستان کې دننه کال کې مو تر شپږ یا شپږ نیم میلیونه ټنه سکاره تولید یا استخراج کېږي."

ښاغلي رسول که څه هم ونه ویل چې سږ میلادي کال له اکتوبر (د لارې له بندېدو) مخکې پاکستان ته څومره د ډبرو سکاره صادر شوي، خو وایي سږنۍ اندازه خورا محدوده وه.

په ورته وخت کې د کابل د دوکاندارانو د تفتیش مشر او سوند توکو د خونې غړي امیر محمد کابلي ازادي راډیو ته وویل چې سږنی ژمی د نورو کلونو برخلاف په افغانستان دننه د ډبرو سکاره پرېمانه او بیې یې هم راټیټې شوې دي.

دی وایي اوس مهال د یو ټن ډبرو بیه تر ۶ نیم زرو افغانیو ده چې تېر کال ژمی دا بیه تر له ۱۱ تر ۱۳ زرو افغانیو پورې وه:“دا مهال د کابل په بېلابېلو سیمو کې د ډبرو سکاره ښه پرېمانه دي چې یو ټن یې تر ۶۵۰۰ افغانۍ دي، حتا اوس په کوڅو کې په زرنجونو کې پلورل کېږي، دغه راز ځینې کسان یې هم میده ګي په بوجیو کې د سړک پر سر پلوري.”

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په راپور کې د مرکه شویو کسانو د اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډسمبر پر څلورمه پر خپله ایکس پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي و، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ لارې به یوازې هغه وخت بیا پرانیستل شي چې "قوي اطمینان" ترلاسه شي چې بیا به "د سیاسي فشار، غیر قانونې استفادې او د ولسونو د ځورولو" لپاره نه تړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر میاشت کې د پاکستاني پوله ساتو او د طالبانو د حکومت ځواکونو ترمنځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۱مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ يوشمېر نورې لارې د سوداګرۍ پرمخ وتړل شوې.

له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو حکومتي پلاوو څو ځلې په دوحه، استانبول او ریاض کې مذاکرات وکړل چې بې نتیجې پای ته ورسېدل.

د یادونې ده چې افغانستان د د ډبرو سکرو د طبیعي زېرمو له درکه یو بډایه هېواد دی چې تر ټول ډېر کانونه یې په سمنګان، بغلان،بامیان، تخار، هرات او بدخشان کې دي.

XS
SM
MD
LG