د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۸

یوشمیر ښځینه فعالانو د طالبانو دا ادعا رد کړه چې د شریعت په چوکاټ کې یې دوی ته حقوق ورکړي


ارشیف
ارشیف

د ښځو د حقونو یوشمیر فعالانو د طالبانو د حکومت د ویاند د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتو د اندېښنو په ځواب کې ادعا کړې چې 'کوم حقونه چې اسلامي شریعت خلکو ته ورکړي، په هېواد کې تأمین دي.

یو شمېر افغان ښځې او نجونې، د دوی د حقونو فعالان او دیني عالمان وايي، د طالبانو حکومت دا تکراري ادعا چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې بشري حقونه خوندي کړي، د هېواد له روانو واقعیتونو سره په ټکر کې ده بلکې د دوی په ټکو ټول بشري حقونه یې هم نقض شوي دي.

یوې افغانې نجلۍ چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم وویل شي او د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده کړو پاتې شوې، ازادي راډیو ته یې وویل:

"زه له طالبانو پوښتم، که دا حقونه مو راکړي، نو ولې زه ښوونځي ته نه شم تللی؟ ولې پوهنتون ته نه شم تللی؟ ولې د کار اجازه نه لرم؟ دا هغه حقونه دي چې اسلام راته راکړي، خو څلور کاله کېږي چې له ما اخیستل شوي دي."

بلې نجلۍ چې دې هم نه غوښتل خپل نوم ووايي او له لوړو زده کړو محرومه شوې، وویل:

"په قران عظیم‌الشأن او اسلامي کتابونو کې په څرګند ډول راغلې چې د علم زده کړه پر هر نارینه او ښځینه مسلمان واجبه ده. هره ښځه حق لري چې لکه د نارینه‌وو په شان زده کړه وکړي، زحمت وباسي او ځان یو مقام ته ورسوي."

د ښځو د حقونو فعالان هم وايي طالبان تل د شریعت نوم اخلي، خو ښځې له زده کړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومول هېڅ ډول اسلامي توجیه نه لري او دې ډول پالیسیو ته د شریعت نوم نه شي ورکول کېدای.

د ښځو د حقونو فعالې رقیه ساعي ازادي راډیو ته وویل:

"که ټول اسلامي هېوادونه، په ځانګړي ډول سعودي عربستان وګورو، هغه ډول محدودیتونه، ظلم، زورځورونه او وحشت چې طالبان یې په افغانستان کې پر خلکو، په ځانګړي ډول پر ښځو تحمیلوي، په یوه دغه هېواد کې هم نه شته. موږ ټول وینو چې په هغو هېوادونو کې ښځې له پراخو ازادیو برخمنې دي، خو نن افغان مېرمنې له خپلو ټولو بنسټیزو او اسلامي حقونو بې‌برخې شوې دي."

دیني عالمان هم د طالبانو پر کړنو نیوکه کوي او ټینګار کوي چې هغه حقونه چې اسلام ښځو ته ټاکلي، ښکاره او نه بدلېدونکي دي؛ لکه د تعلیم حق، د کار حق او د ټولنیز ګډون حقونه چې د دوی په خبره طالبانو په عملي توګه له پامه غورځولي دي.

د پوهنتون استاد او د علماوو د نړیوال اتحاد غړي ډاکټر فضل‌الهاديا وزین ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"د نجونو د زده کړو، مکتب او پوهنتون ته د دوی د تګ، او د تعلیم د حق جواز دومره څرګند او روښانه دی لکه څنګه چې د لمانځه او روژې احکام په اسلام کې روښانه دي. طالبان باید خپله دا تېروتنه او ګناه د اسلامي شریعت په نوم ونه لیکي. اسلام او اسلامي شریعت د نجونو د زده کړو غوښتنه کوي او د تعلیم په برخه کې د نجونو او هلکانو ترمنځ هېڅ ډول تبعیض نه پېژني. "

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د افغانسان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د راپورته شویو اندېښنو په غبرګون ویلي: "په ډاډ سره ویلی شو هغه اسلامي حقوق چې شریعت خلکو ته ورکړي، په افغانستان کې تضمین شوي دي."

په یو غږیز پیغام کې چې طالبانو ته نږدې رسنۍ « حریت راډیو» د دسمبر په ۱۱مه نېټه په اېکس خپله پاڼه خپور کړی، مجاهد دغه شان زیاته کړې چې افغانان مکلف نه‌دي، هغه بشري حقونه چې په نورو ټولنو او هېوادونو کې تعریف کېږي، د خپل حق په توګه ومني.

د یادونې ده چې طالب چارواکو مخکې هم په څو ځلي د بشري حقونو د تأمین په اړه ورته ادعاوې کړې دي؛ خو دا ادعاوې تل د خلکو، د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې له مخالفت سره مخ شوې دي.

د ذبیح‌الله مجاهد دا څرګندونې وروسته له هغه دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او بشري ناورین د اندېښنې وړ بللي او د طالبانو د سیاستونو د بدلون غوښتنه یې کړې ده.

د دغو هېوادونو استازیو د دسمبر په ۱۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ښځو د حقونو پر تأمین ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې غږ واوري. دوی خبرداری ورکړی چې د افغانستان وضعیت لا هم نازک دی، او د بشري حقونو ناورین، بېوزلي، د ښځو د ګډون محدودول، او د طالبانو له لوري په نړیوالو ژمنو سترګې پټول، د دې هېواد د لا انزوا خطر زیاتوي.

یوناما هم د دسمبر په ۱۰مه، د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، ویلي و چې د بشري حقونو درناوی اختیاري نه‌دی، بلکې یوه اړتیا ده؛ په داسې حال کې چې په ټکو یې ډېری افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، لا هم له دې حقونو بې‌برخې دي.

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته پر ښځو پراخ محدودیتونه لګولي دي؛ له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نه شي کولای، په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې یې د ښځو کار کول بند کړي، پارکونو، حمامونو او یو شمېر نورو عامه ځایونو ته د تګ محدودیتونه یې هم پرې لګولي دي، او له شرعي محرم پرته سفر هم نشي کولای.

نړیواله ټولنې، ملګرې ملتونو او بېلابېلو بشري بنسټونو په وار وار له دوی غوښتي چې دا محدودیتونه لرې کړي او د بشري حقونو ژمنو ته درناوی وکړي، خو د دوی په سیاستونو کې تر اوسه کوم د پام وړ بدلون نه دی لیدل شوی.

XS
SM
MD
LG