د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۰

د تورخم دواړو خواوو ته خلک غوښتنه کوي چې دا لاره دې په بشپړه ډول پرانستل شي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د تورخم دواړو غاړو ته ایسار یو شمېر مسافر او افغان کډوال وايي له جدي ستونزو سره مخ دي او دا چې دا لاره باید په بشپړ ډول د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستل شي.په دوی کې یو اړخ ته مسافر او بل اړخ ته ګڼې کډوالۍ کورنۍ دي چې یو او بل اړخ ته د اوختو انتظار کوي.

یوه افغان میرمن چې خپله ناروغه مور یې پېښور ته د تګ په هیله له لوګره تر تورخم رارسولې او په بشپړ ډول د دروازې خلاصېدو ته انتظار کوي.

هغه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"دوه ورځې وړاندې چې کله ما واورېدل چې تورخم دروازه پرانستل شوه، زه او مور مې تورخم ته راغلو خو دلته پوه شو چې دروازه یوازې له هغې لوري پرانستل شوې ده."

د تورخم ښارګوټي یوه اوسېدونکې غفور په سیمه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې او د ناروغانو د وضعیت په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په تیرو شلو ورځو کې، په تورخم کې ډېر شمېر بیړني ناروغان بند پاتې دي، دوی ډېر بې وزله دي او دلته د استوګنې ځایونه هم نه لري، دوی له میمنې، فاریاب، سمنګان، بدخشان او مراز شریف نه راغلي دي او په لاره کې یې ډېر لګښتونه هم کړي دي."

که څه هم د تورخم دروازه اوس مهال په یو اړخیز ډول افغانستان ته د افغان کډوالو د اوختو لپاره پرانستې ده خو بلې غاړې ته ایسار یو شمېر افغان کډوال وايي د ګڼې ګوڼې او د اسنادو د څېړنې د ځنډ له امله له څو ورځو راهیسي د جمرود په سیمه کې افغانستان ته د تګ انتظار کوي.

یو افغان کډوال امان الله ازادي راډیو ته وویل:

"دوی موږ په جمرود کې څو ورځې ایسار کړو، شاوخوا ۱۵ ۱۶ ورځې دلته بند یو، وروسته دوی لاره پرانسته خو اوس د ګڼې ګوڼې او د اسناده د پروسس د ځنډ له امله لا هم موږ دلته یو، ستونزې ډېرې زیاتې دي، هوا سړه ده، ماشومان او میرمنې ان ناروغان شوي دي او له ډېرو جدي ستونزو سره مخ یو."

د راپورونو له مخې د کډوالو او مسافرو سربیره دواړو لوریو ته په سوداګریزو توکو بار سلګونه لارۍ هم ولاړې پاتې دي چې سوداګرو ته یې پراخه مالي زیانونه اړولي دي.

د کرښې د دواړو لوریو سوداګرو له پاکستانه غوښتي چې دغه لاره دې سم دستي پرانیزي او سوداګریزې راکړې ورکړې ته دې اجازه ورکړي.

افغان خلک او سوداګر له دواړو حکومتونو څخه غوښتنه کوي چې دا لارې سمدلاسه پرانیزي.

د تورخم دروازه د نومبر په لومړۍ نېټه پاکستان په یو اړخیز ډول د هغه افغان کډوالو لپاره پرانسته چې په جبري ډول خپل وطن ته استول کیږي.

په تورخم کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې نن دوشنبه د نومبر ۳ مه د کډوالو د ستنولو لپاره دروازه پرانستې ده خو هیچاته پاکستان ته د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د تورخم دروازې د خلاصېدو سره یو شمېر کډوال افغانستان ته اوښتي خو ګڼ شمېر لا هم بند پاتې دي او له ستونزو سره مخ دي.

دغه سفارت له دې وړاندې ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ افغانې کورنۍ چې افغانستان ته ستنېدو ته چمتو دي د جمرود په سیمه کې بندې پاتې دي.

د تورخم تر څنګ د سپین بولدک – چمن دروازه هم له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانستې ده.

جیونیوز پاکستاني رسنۍ د نومبر په لومړۍ نېټه راپور ورکړ چې په یوه ورځ له ۱۰ زره ۷ سوه ډېر کډوال له دې لاره وطن ته ستانه شوي دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له جیونیوز سره په یوه مرکه کې چې د نومبر په لومړۍ نېټه خپره شوه ویلي وو چې د تورخم لاره د "غیرقانوني افغان اتباعو" د ایستلو په هدف پرانیستل شوې ده، او هلته به هیڅ سوداګریز فعالیتونه ترسره نشي.

نوموړي ویلي وو چې تر هغه چې د طالبانو له حکومت سره خبرې نهايي شوي نه وي د ویزې په ګډون به له افغانستان سره ټولې چارې ځنډول شوي وي اخو د افغان کډوالو د ایستلو پروسه به دوام مومي تر څو د ده په خبره دا خلک د بیا راتلو پلمه پیدا نه کړي.

ټاکل شوې چې د روانې نومبر په ۶ مه د ترکیې په استانبول کې د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ د لوړې کچې درېیم پړاو مذاکرات ترسره شي.

که څه هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د اکتوبر په ۱۹ مه په دوحه کې په اوربند هوکړه وشوه او فکر کېده چې لارې به هم پرانستل شي خو د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ د اکتوبر په ۲۵ مه د خبرو په دوهم پړاو کې هم په دې اړه کومه هوکړه ونه شوه.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تورخم په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې ځمکنۍ لارې د اکتوبر په ۱۱ مه د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړل شوې.

XS
SM
MD
LG