خبرونه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ور کړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي ټیم ته د شل اورونو په لوبه کې د اتلس منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزې شل اووره لړۍ په ترڅ کې تیر ماښام په شارجه کې ترسره شوه.
افغان ټیم تر اوسه د دې لړۍ په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه چې د جمعې په ورځ یې له پاکستان سره وکړه، د نهه دیرش منډو په توپیر وبایلله او د دوشنبې په ورځ یې کوربه هیواد، متحد عربي اماراتو ته د اته دیرش منډو په تفاوت ماتې ورکړه.
افغان ټیم به له متحد عربي اماراتو سره خپله دوهمه لوبه د جمعې په ورځ وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې راتلونکې اونۍ سې شنبې په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.
په اسیایي جام کې د دغو دریو لوبډلو ترڅنګ، د هند، عمان، هانګ کانګ او بنګله دیش ملي لوبډلې برخه اخلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوچا: له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د بودیجې ۱۶سلنه مو ترلاسه کړې
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره يې د خپلې بودیجې یوازې ۱۶سلنه ترلاسه کړې.
اوچا پرون دوشنبې پر ایکس پاڼه ولیکل چې د تیرې میاشتې تر پایه يې د اړتیا وړ د ۱،۷۱ میلیاردو ډالرو بودیجې څخه یوازې ۲۶۹ میلیونه ډالره ترلاسه کړې ده.
د اوچا په ټکو، د بشري مرستو کمښت په افغانستان کې د ژوند ژغورنې مرستې له جدي ګواښ سره مخ کړي.
اوچا خبرداری ورکړی که چیرته بودیجه ترلاسه نه کړي په میلیونو افغانان به له بشري مرستو محروم شي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې نژدې ۲۸میلیونه کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
ټرمپ؛ هیله مند یم چې راتلونکې اونۍ له ایران سره هوکړه وکړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله مند چې راتلونکې اونۍ له ایران سره هوکړې ته ورسیږي.
هغه امریکايي ای بي سي ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي چې باور لري راتلونکې اونۍ به له ایران سره هوکړې ته ورسیږي چې ورسره به د هرمز تنګی بیرته پرانستل شي.
ای بي سي شبکې د ټرمپ دغه مرکه پرون ناوخته پر ایکس خپره کړې ده.
د ټرمپ په ټکو، " له ایران سره هوکړه له پوځي بریا غوره ده".
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و چې د امریکا له خوا د هوکړې په شرایطو کې دوامداره بدلون د هوکړې پر وړاندې خنډ ګرځیدلی دی.
افغانستان له هند سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ کوربتوب کوي
افغانستان په رارونه سپټمبر میاشت کې له هند سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ کوربتوب کوي.
دغه خبر نن هندي رسنیو خپور کړی خو د افغانستان کریکټ بورډ تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا لوبې په نوي ډیلي کې ترسره کیږي.
له دې مخکې د هند په کوربتوب د افغان او هندي کریکټ لوبډلو د شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړې وه.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي
د اوکراین پر پلازمینه کیف د روسیې په تازه بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو رسنیو ته ویلي چې د نن سهار په بریدونو کې د استوګنې سمیې په نښه شوي.
د راپورونو له مخې، په بریدونو کې ډیر شمیر لوړې ودانۍ زیانمنې شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ټولنیز پاڼو په یو پیغام کې ویلي،" د روسیې د احتمالي بریدونو په اړه امنیتي خبرداری په ځای دی او روسیې د لویو بریدونو لپاره ځان چمتو کړی دی".
له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکراین پر تصمیم نیونکو او مهم سیمو د بریدونو خبرداری ورکړی و.
ولسمشر ټرمپ : اسراییل «بیروت» ته ځواکونه نه استوي
وروسته له دې چې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ او د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د تیلفوني مکالمې خبر خپور شو ، ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې اسرائیلي ځواکونه به بیروت ته ولاړ نه شي.
هغه وویل : "د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو سره مې ډیر ګټور تماس درلوده، بیروت ته به ځواکونه ولاړ نه شي، او کوم ځواکونه چې په لار وو هغه هم بیرته ستنول کیږي. »
ټرمپ وړاندې ولیکل : «د لوړو استازو له لارې یې د حزب الله سره هم ښې خبرې ترسره کړي» او دغې ډلې منلې چې ډزې به نه کوي.
اکسیوس ویبسایت د دوشنبې په سهار د خپلو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی وو چې د اسرائیلو او لبنان ترمینځ د اوربند لپاره د امریکا نوی زیار «ناکام» شوی دی.
د کوچنیانود حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټه: "د زوجینو د تفریق اصولنامې" ځینې برخې له بشري حقوقو څرګنده سرغړونه ده
د کوچنیانود حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټه د طالبانو لخوا "د زوجینو د تفریق اصولنامې" ځینې برخې له بشري حقوقو څرګنده سرغړونه ګڼي.
د کمیټې د دوشنبې ورځې اعلامیې وویل چې دغه اصولنامه د کوچنیانو واده ته جواز ورکوي چې له نړیوالو قوانینو څرګنده او سیستماتیکه سرغړونه ګڼل کیږي.
کمیټه زیاتوي چې "دکوچنیانو ودول نه یواځې دا چې یو زیانمن کار دی بلکه له بشري حقوقو یوه اساسي سرغړونه هم ده. "
اعلامیه زیاتوي چې د کوچنیانو ودول په ځانګړې توګه نجونې د زور زیاتي ، استثمار، له وخته مخکې او اجباري امیدواري، له زده کړو محرومیت او بدني او رواني زیانونو سره مخ کوي.
د " زوجینو د تفریق اصولنامه" چې څو اونۍ مخکې د طالبانو د حکومت لخوا صادره شوه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. دنورو ترڅنګ افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما، ویلي چې دغه اصولنامه دافغان ښځو او نجونو حقوق کمزوري کوي او سیستماتیک تبعیض په قانون او عمل کې نور هم ټینګوي.
امنیت شورا د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره غونډه کوي
امنیت شورا دوه اونۍ وروسته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما ،د تمدید لپاره غونډه کوي.
یوناما د دوشنبې په ورځ وویل چې امنیت شورا به د جون په ۱۶ ددغه ماموریت دغځولو لپاره غونډه وکړي.
د امنیت شورا غړو هیوادونو په تیرې کب میاشت کې د یوناما ماموریت دمعمول خلاف د دریو میاشتو لپاره تمدید کړ.
تردې مخکې د یوناما ماموریت دیوه کال لپاره تمدید کیده.
یوناما دغه راز ویلي دي چې د جون په اتمه هم امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي.
ملګري ملتونه:افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې د زیږون په مهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې د زیږون په مهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده او په هرو سلوزرو ژوندیو ولادتونو کې ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اوچا د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ماهرانو پاملرنه او ښځینه روغتیاپالانې ژوند ژغولی شي خو په طبي خدماتو کې د ښځو په ګډون محدودیتونه د ژوند ژغورنې خدماتو ته د ښځو لاسرسی محدودوي.
څه د پاسه ۴ کاله کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي پورته نجونو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولي او طبي انستیتیوتونو ته یې هم ددوی ورتګ منع کړی دی.
د کورنیو او بهرنیو فشارونو سره سره د طالبانو د حکومت په دغه پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه تراوسه نه ترسترګو کیږي.
افغانستان ته د حاجیانو د بیرته ستنیدو بهیرپیل شو
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وایي، د حج مناسکو له اداء کولو وروسته هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شو. دې وزارت نن دوشنبې پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې بهیر په لومړي پړاو کې نن سهار د کام آیرهوایي شرکت په لومړنۍ الوتنه کې ۳۴۶ حاجیان د سعودي عربستان له جدې ښارڅخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیدل. د دې وزارت په خبره سعودي عربستان ته تللي ټول دیرش زره حاجیان به په دوو پړاوونو کې د هیواد څلورو هوایي زونونو، کابل، بلخ، کندهاراو هرات ته انتقال شي. سږکال د افغانستان په شمول د نړی شاوخوا یونیم ملیون حاجیانو په دغو مراسمو کې چې ویل کیږي د تودوخې درجه بیساري حد یعنې د سانتیګراد په کچه شاوخوا پنځوسو ته رسیدلې وه، ګډون کړی و.
تهران وایي، په اوس وخت کې له امریکا سره په خبرو کې د اټومي موضوع جزیات ندي شامل
د ایران د بهرنيو چارو وزارت وایي، په اوس وخت کې له متحدو ایالتونو سره د ایران د اټومي پروګرام د جزئیاتو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي روانې.
د دې وزارت ویاند اسماعیل باقري نن دوشنبې په تهران کې په خبري غونډه کې وویل: "موږ پوهېږو چې د اټومي مسایلو په اړه کله اقدام ضروري دی. د اټومي موضوع د جزئیاتو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي شوې. په اوس وخت کې زموږ لومړیتوب د جګړې پای ته رسول دي."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ وایي، له تهران سره د واشنګټن د احمتالي هوکړې لویه برخه د ایران پر اټومي فعالیتونو راڅرخي.
هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال کې په یوه پوسټ کې د CNN شبکې هغه راپور رد کړ چې ګواکې د ټرمپ او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه د دغه هېواد اټومي موضوع نه رانغاړي.
ټرمپ لیکلي چې دغه هوکړه "ډېرپه واضحو ټکو بیانوي چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې تر لاسه نه کړي. بیا په ډېر تفصیل او قوي ډول د اټومي موضوع د بېلابېلو اړخونو په اړه خبرې کوي. په حقیقت کې، د هوکړه ډېره برخه همدا موضوع ده."