د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۶

خبرونه

په فرانسه کې یو ډاکتر، چې ۳۰ ناروغان یې مسموم کړي وو، په عمرقید محکوم شو

د فرانسې په ختیځ کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ یو پخوانی ډاکټر د عمر قید په سزا محکوم کړ.

د فریدریک پیشیې په نوم د بېهوشۍ ډاکتر د ۳۰ ناروغانو د مسمومولو په قضیه کې مجرم وپېژندل شو؛ له دې ډلې ۱۲ تنه مړه شوي دي.

د ۵۳ کلن فریډریک پېشیې محاکمې ۱۵ اوونۍ دوام وکړ، او محکمې د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې د سزا پر ټاکلو غور کاوه.

د سزا ټاکلو درې ورځې وخت ونیوه، ځکه محکمې ضروري وبلله چې د مسمومولو د ۳۰ جلا جلا قضیو په اړه په انفرادي ډول پرېکړه وکړي. په دغو پېښو کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ژوندي پاتې شوي دي.

د محکمې د معلوماتو له مخې، دغه جنایي کړنې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د فرانسې د بېزانسون ښار په دوو خصوصي کلینیکونو کې شوې دي. د قربانیانو عمرونه له ۴ کلونو څخه تر ۸۹ کلونو پورې وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه

د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.

چارواکو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۴ کسانو د وژل کیدو او شاوخوا اویا نورو د ټپي کیدو خبره کړې ده.

د رویترز د راپور له مخې درې پوځې او ملکي چارواکو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط وویل، دغه بم چاودنه نن یکشنبې په هغه ریلګاډي کې شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي پکې سپاره وو. د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې، بلوچ لیبریشن آرمي یا بي ایل اې په یوه بیان کې د دغه برید مسولیت منلی او هغه یې یوځانمرګی برید بللی دی.

د پاکستان د ریلګاډو وزارت په یوه بیان کې وویل، چاودنه په کویټه کې د هغه د مسافروړونکي ریلګاډي پټلۍ ته نژدې شوې چې د کویټې د کانټونمنټ له سیمې څخه یې مسافر لیږدول. دغه ریلګاډی وروسته د جعفرایکسپرس په نوم له اوږده واټن ریلګاډي سره نښلیده. په بیان کې دغه راز ویل شوي چې چاودنې د ریلګاډي انجن او درې واګونونه له پټلۍ اړولي او دوه واګونونه یې چپه کړي دي. یوه امنیتي چارواکي ویلي چې پرچاودیدونکو توکو ډک موټر د ریلګاډي له یوه واګن سره د هستوګنې په یوه سیمه کې ټکړ کړی و او زیاته یې کړې یې ده چې په وژل شویو کې د سیمې اوسیدونکي هم شامل دي.

پرکییف د روسیې پراخ بریدونه

پرکییف د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه دوه کسان وژل شوې دي.

چارواکو دا ترټولو پراخ بریدونه بللي چې په خبره یې روسیې د سلګونو ډرونونو ترڅنګ له نویو هایپرسونیک توغندویو څخه پکې کاراخیستی دی. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغو بریدونو کې کې له ۴۴ ډیرکسان ټپیان شوې دي.

نن یکشنبې د اور وژنې کارکونکو هڅه کوله چې د پلازمېنې په ډېرو برخو کې په ودانیو کې لګیدلې اورونه مړه کړي او ژغورونکي هم د نړیدلو اپارتمانونو او ودانیو له کنډوالو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې وو. چارواکو ویلي چې ښایي د مړو شمیرزیات شي.

روبیو: له ایران سره یوه هوکړه ښایي د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، له ایران سره یوه هوکړه ښايي د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي چې په نتیجه کې به یې په منځني ختیځ جګړه پای ته ورسیږي. روبیو په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل:
"زه فکر کوم ښايي په راتلونکو څو ساعتونو کې نړۍ یو ښه خبر ترلاسه کړي."

روبیو چې هند ته په خپل لومړي رسمي سفر تللی، وویل، په دغه کیدونکې هوکړه کې به د هرمز تنګي په اړه چې ایران ترډیره حده بند کړی، د امریکا اندیښنې هم لیرې شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ولسمشرټرمپ وویل چې پریوې هوکړې خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي.

په بلوچستان کې نن یکشنبې په یوې چاودنه کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نورټپیان شوې دي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن یکشنبې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا په دې چاودنه کې د پوځیانو یو رېلګاډی په نښه شوی و.

دغه چارواکي چې نوم یې ندی په ډاګه شوی فرانسپرس آژانس ته ویلي چې دغه پیښه کوټې ته نژدې رامینځته شوې او پوځیان هم په قربانیانو کې شامل دي. په دې پيښه کې له ۵۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.

انځورونه ښيي چې د رېلګاډي یو واګون چپه شوی او خلک هڅه کوي چې ژوندي پاتې شوي راوباسي.

چارواکو ویلي چې په دې رېلګاډی کې د پوځ سرتېري او د هغوی د کورنیو غړي سپاره وو او له کوټې څخه پیښورته روان و.

د چارواکو په خبره رېلګاډی د چمن پاټک له سیګنال څخه تېرېده چې له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د رېلګاډي له یوه واګون سره وجنګېد، چې له امله یې زوروره چاودنه رامنځته شوه.

دغې چاودنې د رېلګاډي کړکۍ ماتې کړې او نږدې موټرونه یې هم ویجاړ کړي دي.

یوه بل چارواکي دې آژانس ته ویلي چې پوځیان د اختر د رخصتیو د لمانځلو لپاره خپلو کورونو ته تلل.

تراوسه پورې چا یا کومې ډلې د دغې پیښې مسولیت ندی اخیستي خو په دې نا ارامه ایالت کې اکثره بلوڅ بېلتون غوښتونکي د پاکستان پوځي او نورحکومتي چارواکي او ځایونه د بریدونو لپاره په نښه کوي.

پاکستان، د ایران او امریکا ترمنځ یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره خبرو کې د پرمختګ خبرورکوي

د ایران ولسمشرمسعود پزشکیان او د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر
د ایران ولسمشرمسعود پزشکیان او د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار د یکشنبې په ورځ وویل چې د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ په خبرو اترو کې "مانا لرونکی پرمختګ" شوی چې په اساس یې دا خوشبیني زیاتوي چې نژدې ده یوه مثبته او دوامداره پایله ترلاسه شي.

د رویترز آژانس د راپوله مخې د ورځې په پیل کې، د پاکستان صدراعظم شهبازشریف د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وستایه او هغه ته یې د هغه څه پخاطر مبارکي ورکړه چې ده د سولې لپاره د ټرمپ "غیرمعمولي هڅې" وبللې. هغه زیاته کړه چې پاکستان د خبرو اترو دوام ته ژمن دی او هیله لري چې ډیر ژر د خبرو د راتلونکی پړاو کوربه ‌توب وکړي. پاکستان چې د ایران او امریکا ترمینځ د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب هڅې مخ ته وړي، د پوځ لوی درستیزیې مارشال عاصم منیرهم تیره اونۍ له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د خبرو لپاره له تهران څخه کتنه ترسره کړه.

په عین حال کې ولسمشرټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د یوې هوکړې پر وروستیو جزیاتو خبرې روانې دي. هغه په خپله ټولنیزه شبکه "ټروت سوشل" کې ولیکل: " د یوه هوکړې وروستي اړخونه او جزیات اوس تربحث لاندې دي او ډیرژیربه اعلان شي. د هوکړې د ډیرو نورو مواردو ترڅنګ، د هرمز تنګی به هم پرانستل شي."

ټرمپ: له ایران سره موافقه نژدې شوې

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په خاطر موافقې ته ډیر نژدې شوی دی، خو که چیرته خبرې ناکامه شي پر ایران به سخت بریدونه پيل شي.

ډونالډ ټرمپ د مې په ( ۲۳ مه) سي بي ایس تلویزیون ته وویل چې دا موافقه به د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د امریکا متحد ایالتونه، ایران او پاکستان چې د تهران او واشنګتن ترمنځ د روغې جوړې منځګړیتوب کوي د شنبې په ورځ وویل چې له نژدې درې میاشتو راهیسې د جګړې د پایته رسیدو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا یوې بلې رسنۍ اکسیوس ته په مرکه کې دا خبره هم وکړه چې دی د ایران د روغې جوړې د وروستۍ مسودې په تړاو له خپلو سلاکارانو سره خبرې کوي او ښایي تر یکشنبې پورې د جګړې د بیا پيلولو په اړه پریکړه وکړي، یعني یا به ښه موافقه ترلاسه کوي یا به جګړې ته مخه کوي.

چین افغانستان ته یوشمیر صادرات محدودوي

ارشیف
ارشیف

د چین سوداګرۍ وزارت د شنبې( د مې ۲۳ مه) وویل چې افغانستان ته به د یوشمیر کیمیاوي موادو د صادراتو په برخه کې محدودیتونه وضع کړي.

د دې محدودیت علت دا یاد شوی دی چې له دغو موادو څخه د مخدره توکو په تولید کې استفاده کیږي.

دا د کلورایډ امونیم او کلورایډ پلادیم په شمول یو څلویښت ډوله مواد دي چې پیکنګ د افغانستان ترڅنګ میانمار او څو نورو هیوادونو ته د هغوی صادرات محدود کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي چې د دغو کیمیاوي موادو له ځینو ډولونو د افغانستان په فابریکو کې استفاده کیږي نو پکار ده چې له چینایي لورې سره خبرې وشي چې دا ستونزه هواره شي.

د تکواندو په اسیایي اتلولۍ کې دوه افغان لوبغاړي د میډالونو د ترلاسه کولو په تکل

په شنه کمیس کې د افغانستان د تکواندو لوبغاړی- ارشیف.
په شنه کمیس کې د افغانستان د تکواندو لوبغاړی- ارشیف.

د افغانستان د تکواندو لوبډلې دوه لوبغاړي حکمت الله زین او اشرف شکران یکشنبه( د مې ۲۴ مه) د اسیایي اتلولۍ په ترڅ کې له خپلو سیالانو سره مسابقه کوي.

د تکواندو اسیایي سیالۍ د منګولیا په پلازمېنې اولنباتور کې د اسیا د درې څلویښت هیوادو د لوبغاړو ترمنځ تر دوشنبې پورې روانې دي. په دې سیالیو کې د افغانستان ۶ لوبغاړو برخه اخیستې ده.

بل لور ته د ازبکستان په کوربتوب د مارشل ارت په رزمي لوبو کې د سمیع الله په نوم یوه افغان لوبغاړي خپل منګولیایي سیال ته ماتې ورکړه او د پنځه شپیته کیلوګرام وزن په ګټګوري کې پایلوبې ته ورسید. له دې سره د سمیع اله د سپينو زرو میډال حتمي شو او اوس به د سروزو د میډال د ترلاسه کولو لپاره لوبه کوي.

ملالې یوسفزۍ افغان نجونو ته میډال ډالۍ کړ

ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د زده کړو په برخه کې نوی ترلاسه کړی میډال، افغان نجونو ته ډالۍ کړ.

د ( هي فیستوال) له لورې د پنجشنبې په ورځ ملالې یوسفزۍ ته دا جایزه د نجونو د تعلیم په برخه کې د دې د هڅو په خاطر ورکړل شوه.

د ( هې ) په نوم ادبي – کلتوري نړیوال فیستیوال له نولس سوه اته اتیایم کال راهیسې د نړۍ په یوشمیر هیوادنو کې د لیکوالانو، خبریالانو، ساینسپوهانو او هنرمندانو له لورې جوړیږي.

په افغانستان کې له تیرو نژدې پنځو کلونو راهیسې له شپږ ټولګي ورپورته د نجونو پر زده کړو طالبانو بندیز لګولی دی. ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو د حقونو لپاره په ځانګړې ډول د زده کړو په برخه کې وخت په وخت غږ اوچت کړی دی.

۱۹ افغان ماشومان په جرمني کې له تداوۍ وروسته کابل ته ستانه شول

افغاني سره میاشت ټولنه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وايي چې ۱۹ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلي وو او د هډوکو عفونت یې درلود، په جرمني کې له درملنې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا ماشومان د جرمني د «سولې کلي» خیریه بنسټ له لوري تداوي شوي دي.

د راپور له مخې، دا ماشومان د افغاني سره میاشت ټولنې او د جرمني د سولې کلي د خیریه بنسټ ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG