خبرونه
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د قحطۍ له امله درې نور کسان مړه شوي دي
په غزه کې روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې په غزه کې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۲ زرو زیات شوی دی او تر ۱۵۶ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.
د بیان له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، د اسراییلي بریدونو په پایله کې ۵۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله درې نور کسان هم مړه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه پورې، په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ۲۶۹ ثبت شوی، چې ۱۱۲ کوچنیان هم پکې شامل دي.
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۵ کال د می په میاشت کې د امریکا په ملاتړ د غزې د بشري مرستو بنسټ د فعالیت له پیل راهیسې په دې سیمه کې د مرستو ترلاسه کولو په هڅه کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، چې ډیری یې د دې بنسټ مرکزونو ته نژدې د عملیاتو پر مهال اسرایلي ځواکونو ویشتلي دي. اسراییل په غزه کې د لوږې رامنځته کولو د پالیسۍ تورونه ردوي. د غزې جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال په اومه د اسراییل پر جنوبي سیمه برید وکړ، تر ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
خوست کې د ۱۲ خبریالانو پر نیول کېدو د افغانستان د خبریالانو مرکز اعتراض
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له لوري د ۱۲ خبریالانو لنډمهاله نیول او د هغوی د کمرو ضبطول غندلي دي.
دغه مرکز د سې شنبې په ورځ د «وږې په ۱۷مه» په یوه اعلامیه کې د سیمهییزو سرچینو له قوله ویلي چې دغه خبریالان د سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې، د خوست ښار په دوهمه ناحیه کې د کتابونو د یوه نندارتون د خبري پوښښ پر مهال، د محتسبانو له لوري درول شوي، ورسره سپکاوی شوی او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته انتقال شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې خبریالان څو ساعته وروسته خوشې شوي، خو د انځورونو اخیستلو وسایلیې بېرته نهدي ورکړل شوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو د کاري وسایلو د ژر تر ژره بېرته ورسپارلو او له هغوی سره د سپکاوي چلند د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د خوست د والي دفتر د خبریالانو نیول رد کړي، خو منلې یې ده چې هغو خبریالانو ته چې د نندارتون خبري پوښښیې کاوه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ملاتړې ادارې له لوري سپارښتنه شوې وه چې د ژوندیو موجوداتو عکسونه وانهخلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ویلي چې دغه اقدام د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د ممنوعیت په چوکاټ کې شوی چې د ۱۴۰۳ کال له زمري میاشتې راهیسې عملي شوی او تر اوسه د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۵ ولایتونو کې عملي کېږي.
ملګري ملتونه: افغان ماشومان د زدهکړو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سواد زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې ماشومان د زدهکړو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.
دغه بنسټ د سې شنبې په ورځ د (وږې په ۱۷مه) په خپله اېکسپاڼه کې ټینګار کړی چې د سواد زدهکړه د پوهې، فرصتونو او یوه خوندي راتلونکي ته د لاسرسي لاره هواروي او په زدهکړو کې دوامداره پانګونه اړینه ده.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق «یونیسف» مسؤل تاجالدین ایواله ویلي چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو څخه ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نهدي زده کړي.
د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲،۶ میلیونه نجونې د خپلو زدهکړو د دوام له حق څخه محرومې شوې دي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو راګرځولي او همیې د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې دي.
افغانستان کې د بودجې د کمښت کړکېچ؛ د بشري مرستو د پوښښ کچه راټیټه شوې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سې شنبې په ورځ د «وږې په ۱۷مه» په یوه راپور کې ویلي چې د بودجې کمښت په افغانستان کې د بشري مرستو د پوښښ کچه راټیټه کړې ده.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د بشري مرستو پروګرام د پلي کېدو لپاره ۱،۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، خو د اګسټ تر ۲۶مې یوازې ۵۰۹،۳ میلیونه ډالر چې د اړتیا ۲۹،۷ سلنه کېږي، برابر شوي دي.
اوچا وايي، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د بودجې کمښت د ځینو روغتیايي او خدماتي مرکزونو د تړل کېدو، د مرستو د درېدلو او د بشري مرستو د پوښښ د کمېدو لامل شوی دی.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې که د بودجې کمښت دوام وکړي، د روان کال په دوهمه نیمایي کې به روغتیايي، د تغذیې، خوراکي مرستې او نور بشري خدمات لا ډېر کم شي.
ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
پر اسرائیل د ۱۲ هېوادونو تازه فشار؛ یهودي مېشتځایونو سره سوداګري محدودوو
د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې بریتانیا، کاناډا او فرانسه هم پهکې شامل دي، د سې شنبې په ورځ د «وږي په ۱۷مه» اعلان وکړ چې د یهودي مېشتځایونو لهخوا د فلسطیني سیمو پر اوسېدونکو د بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې به په لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتځایونو سره پر سوداګرۍ محدودیتونه ولګوي.
د ډنمارک، فنلنډ، ایسلنډ، ایرلنډ، ناروې، پولنډ، پرتګال، هسپانیې او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له دغو مېشتځایونو سره د سوداګرۍ د محدودولو هوډ لري.
دغو هېوادونو ویلي چې د مېشتځایونو پراختیا او د مېشتځایونو د اوسېدونکو د تاوتریخوالي زیاتېدل، د دوو دولتونو حللارې ته د رسېدو امکان کمزوری کوي.
دوی هغې طرحې ته اشاره کړې چې له مخې بهیې اسرائیل او فلسطین د دوو جلا دولتونو په توګه یو د بل ترڅنګ په سوله کې ژوند کوي.
د اسرائیل د حکومت چارواکو له دغه ډول طرحې سره مخالفت کړی دی.
بریتانیا اعلان کړی چې په اشغال شویو سیمو کې له غیر قانوني مېشتځایونو څخه به د مالونو واردات منع کړي او فرانسې هم ویلي چې له دغو مېشتځایونو سره به سوداګري ودروي.
د اسرائیل چارواکو د دغو هېوادونو دغه اقدام غندلی دی.
د راپورونو له مخې، د لوېدیځې غاړې په مېشتځایونو کې له ۵۰۰ زرو څخه ډېر یهودان ژوند کوي.
د اسرائیل د مالیې وزیر د «وږې په ۱۵مه» ویلي و چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د لوېدیځې غاړې د ځینو هغو مېشتځایونو د تخلیې امر کړی چې د اسرائیل د قوانینو له مخې غیر قانوني بلل کېږي.
له ټېسټ تر ۲۰ اوریزو؛ د افغان کرکټ ملي لوبډلې د نویو سیالیو مهالوېش اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د اکټوبر او نومبر میاشتو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د یو شمېر سیالیو مهالوېش اعلان کړ.
د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې، افغانستان به خپلې ټولې سیالۍ له بنګلهدېش او زیمبابوې سره په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.
لومړۍ لوبه له بنګلهدېش سره ټېسټ لوبه ده چې د اکټوبر په نهمه پیلېږي.
له هغې وروسته به افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې په درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې له یو بل سره ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.
افغانستان به بیا د اکټوبر له ۲۷مې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د زیمبابوې پر وړاندې درې ۲۰ اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
دواړه لوبډلې به وروسته په دوو ټېسټ سیالیو کې هم سره مخ شي چې لومړۍ یې د نومبر له ۵مې تر ۹مې او دوهمهیې د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې پورې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ویلي چې دغه سیالۍ به د افغانستان لوبغاړو ته د لا ډېرې تجربې او سیالۍ کولو لپاره ښه فرصت برابر کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په متحده عربي اماراتو کې د دغو سیالیو د ترسره کېدو لوبغالی نهدی اعلان کړی.
ریچارد بینت: د طالبانو تعلیمي نظام نجونې له زدهکړو محروموي او هلکانو ته مفکوروي روزنه ورکوي
د افغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی وايي د طالبانو پرله پسې محدودیتونه، پالیسۍ او کړنې نه یوازې د افغانانو له حقونو څخه سرغړونه کوي، بلکې د هېواد ټولنیز جوړښت هم بدلوي.
ریچارد بینټ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا غونډې ته وویل چې د طالبانو ښوونیز نظام نجونې له زدهکړو محروموي او هلکانو ته ایډیالوژیکه روزنه ورکوي.
د ښځو د حقوقو فعالې او د سیویکوس او پوهنې د بنسټ استازې وژمه توخۍ د ریچارد بینټ د رپوټ هرکلی وکړ.
هغې غونډې ته خپله وینا کې د شورا له غړو هیوادونو وغوښتل چې طالبانو سره له داسې تعامل څخه ډډه وکړي چې هغوی ته مشروعیت بښي یا د هغو لخوا "سیستماتیکه ځپنه" عادي ګڼي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو په مخ تړلي دي.
دغه راز په دولتي ادارو کې هم د ښځو کار ډیر محدود شوی او په تګ راتګ یې هم محدودیتونه لګول شوي دي.
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم دهند په وړاندې لوبو لپاره خپل تمرینات پیل کړل
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم دهند په وړاندې لوبو ته چتموالي لپاره پرون ماښام خپل تمرینات پیل کړل.
د افغانستان کریکټ بورډ په خپله فیسبوکپاڼه ددغه خبر په خپرولو سره دهند په وړاندې شل اوریزې لوبې سترې او زړه راښکونکې بللي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په کوربتوب د دریو شل اوریزو لوبو دغه لوبلړۍ د راتلونکې یکشنبې په ورځ دهند پلازمینه نوي ډهلي کې پیل شي.
که څه هم افغانستان له څو کلونو راهیسې خپلې نړیوالې سیالۍ په عربي متحدو اماراتو او هند کې ترسره کوي خو دا به لومړی ځل وي چې یو هېواد د هند پر خپله خاوره کې د دې هیواد د ملي لوبډلې کوربه توب کوي.
سعودي عربستان په خپله خاوره د حوثیانو برید وغنده
سعودي عربستان په خپله خاوره د حوثیانو برید چې په نتیجه کې یې ۷۳ کسان ټپيان شول وغانده او وايي چې د ځان څخه دفاع لپاره به ټولو اقداماتو ته مخه کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې ورځې ( وږي ۱۷) اعلامیه له حوثیانو غواړي چې د کړکیچ د زیاتولو د هرډول اقداماتو او پر بیړیو بریدونو څخه لاس واخلي.
دیمن حوثیانو چې دتهران له ملاتړه برخمن دي په ریاض تور لګولی دی چې د یمن په شمال کې په یوه زندان باندې هوايي برید کې یې لږترلږه اوه کسه وژلي دي.
زیلنسکي: روسیې په کیف کې مهم تاسیسات په نښه کړي
د اوکراین ولسشمر وايي روسیې په کیف باندې په یو شپني برید کې مهم تاسیسات په نښه کړي دي.
ولودیمیر زیلنسکي نن سه شنبې ( وږي ۱۷) پرخپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې "دا یوه پیچلې حمله وه چې روسانو زیار وکړ په داسې ډول یې پلان کړي چې د بالستیک توغندیو ، کروز او بیړۍ ضد راکټونو او شاهد ډوله بې پیلوټو الوتکو په کارولو سره خلکو ته زیان ورسوي.
داوکراین ولسمشر ددغه برید د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
په اوکراین د روسیې نا موجه پراخ برید چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴ پیل شو تراوسه هم دوام لري.
د امریکا پوځ وايي د ایران د محاصرې په ترځ کې یې د لسګونو تجارتي بېړیو مسیر بدل کړی دی
په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني (سنتکام) وايي، د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د نوي پړاو په ترڅ کې، امریکايي ځواکونو تر اوسه د ۹۴ تجارتي بېړیو مسیر بدل کړی دی.
سنتکام د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) اعلان وکړ چې تر اوسه امریکايي پوځ درې بېړۍ له فعالیت څخه غورځولې او دوه نورې یې تلاشي کړې دي.
سنتکام ټینګار کوي چې دغه اقدامات د دې لپاره ترسره شوي څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران سمندري محاصره په بشپړ ډول رعایت کېږي.
سنتکام پر اېکسپاڼې د «یواساس جورج اېچ. ډبلیو. بوش» الوتکېوړونکې بېړۍ څخه د شپې د عملیاتو په مهال د یوې F-18 ډوله جنګي الوتکې د پورته کېدو انځور هم خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه بېړۍ په عربي سمندر کې د ایران پر وړاندې د امریکا د محاصرې د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.