په داسې حال کې چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پېښو زیاتوالي اندېښنې راپارولې، یو شمېر افغان کورنۍ وایي ماشومان یې ګوزڼ وهلي او فلج شوي دي.
د پولیو یوه قرباني ماشومه د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې ده.
د دې ماشومې مور چې نه غواړي نوم یې خپور شي د غږ بدلولو په شرط، ازادي راډیو ته وویل:
"زما ماشوم درې کلن دی، ډکترانو ویلي چې پولیو دی، ګرځېدلی نه شي پښې او لاسونه یې حرکت نه لري چې ودرېږي، همداسې د خونې پر مخ اوږد پرېوتی وي."
هریوا، چې د خوست ولایت اوسېدونکی ده، وایي د دوی د ګاونډي یوه ماشوم ګوزڼ وهلی چې ورنه ځورېږي:
"زموږ ګاونډیانو کې چې د کورنۍ مشرانو یې نه غوښتل چې ماشومانو ته واکسین ورته وکړي، یو ماشوم یې پر پولیو اخته شو او له پښو فلج شو او اوس له دې امله سخت ځورېږي."
دا افغانې کورنۍ په داسې حال کې د خپلو ماشومانو له کړېدو ځورېږي او ورته اندېښمن دي چې د روغتیا نړیوال سازمان تازه ویلي چې افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې د تېر کال د ورته مودې په پرتله څلور چنده زیاتې شوې دي.
د دې سازمان بیړنۍ کمېټې د اپریل ۱۰مه نېټه په راپور کې دا پېښې د پولیو د "وحشي ډول" په نوم یادې کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې دا پېښې ۱۲ چنده زیاتې شوې دي.
د (ډبلیو اچ او) د راپور له مخې، لږ تر لږه ۹ مثبتې پېښې په افغانستان او ۷۱ پېښې په پاکستان کې ثبت شوې دي.
دا سازمان خبرداری ورکوي چې د پولیو دا خطرناک ډول ویروس به په ۲۰۲۵ کال کې هم د افغانستان او پاکستان لپاره جدي ګواښ وي.
(ډبلیو اچ او) زیاتوي چې د واکسین د کمپاینونو د نه تطبیق له امله دا پېښې اکثره د افغانستان په جنوب کې ثبت شوي، هغه سیمه چې د دغه سازمان په ټکو تېرو ۱۲ میاشتو کې د کور په کور واکسین کمپاینونه پکې نه دي شوي.
په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو حکومت کور په کور د پولیو واکسین کمپاینونه بند کړل او دا پروسه یې جوماتونو او ځینو ځانګړو مرکزونو ته محدوده کړه.
د روغتیا نړیوال سازمان دا هم وایي چې له پاکستانه د افغان کډوالو بېرته ستنېدنه، په ځانګړي ډول سرحدي سیمو ته، د پولیو د ویروس د انتقال خطر نور هم لوړ کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د افغان کډوالو د اجباري ایستلو دوهم پړاو پیل کړی او هره ورځ زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي، چې دا چاره د پولیو د خپرېدو خطر زیاتوي.
ډاکتران سپارښتنه کوي چې ماشومان باید د پولیو پر ضد واکسین شي تر څو له فلج کېدو خوندي پاتې شي.
د داخلي ناروغیو متخصص ډاکتر عطاالله صیام، ازادي راډیو ته وویل:
"پولیو یوه خطرناکه ساري ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو د فلج لامل کېږي، دا ویروس له ککړو اوبو او خوړو له لارې د ماشوم هاضمي سیسټم ته ننوځي، بیا له کولمو جذبېږي او د ماشوم د فلج کېدو لامل ګرځي."
نوموړی وایي دا ناروغي د یو ماشوم له غایطه موادو بل ته انتقالېږي، او نښې یې د بدن شدید دردونه او د عضلاتو کمزوري ده، چې وروسته د بدن یوه برخه ناکاره کوي.
د نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې ماشومان لا هم ګواښي.