نړیوال بانک وایي، له بیړنیو مرستو ورهاخوا افغانستان باید پراوږد مهاله پروژو چې دوام پیدا کوي، پانګونه وکړي. دې بانک د دوشنبې په ورځ په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي، په داسې حال کې چې بیړنۍ مرستې د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې دي خو د خوړو د خوندیتوب د دوامداره ثبات لپاره نورو حل لارو ته اړتیا ده.
نړیوال بانک وایي، افغانستان د خوړو له سخت بحران سره مخامخ دی او د دې هیواد په ملیونونو وګړي کافي خوړوته لاسرسۍ نه لري. د نړیوال بانک د اټکل له مخې ۱۱،۶ ملیونه افغانان چې د افغانستان د ټولو وګړو ۲۵ سلنه جوړوي، د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي. نړیوال بانک وایي، د اقلیم د بدلون پایلې دغه بحران لا پراخوي. روانې وچکالۍ چې په څولسیزو کې یې ساری ندی لیدل شوی د ورښت کچه خوراکمه کړې چې په بارانونو پورې تړلې کرڼه یې سخته اغیزمنه کړې ده. د نړیوال بانک په وینا دغه سخته وچکالي او سیلابونه فصلونو ته زیان رسوي، د تامین اکمالاتي زنځیرونه ګډوډوي اود خوړو بیې لوړوي او زیاتوي دا ډول اقلیمي ټکانونه – د اقتصادي بې ثباتۍ او شخړو سره یوځای – د خوړو ناامني لاپسي زیاتوي.
نړیوال بانک وایي، د خوړو د ناامنۍ د حل لپاره یوې هراړخیزې تګلارې ته اړتیاده. په هغو پروژو کې پانګونه چې د اقلیم په وړاندې مقاومت ولري، لکه د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لرونکي فصلونه او څاروي، د فصلونو تنوع، د اوبو لګولو د سیسټمونو ښه کول او له یوې مرجع د اوبود حوزو مدیریت اړین دی. په ورته وخت کې اقتصادي اقدامات، لکه د زیانمنونکو وګړو د عوایدو لاسنیوی او بازار ته ښه لاسرسی، کولای شي چې د مخ په زیاتیدونکو لګښتونو اغیزو په کمولو کې مرسته وکړي.
ایا د افغانستان د اقلیم مطابق چې په دې وروستیو کې د نړیوال اقلیم د بدلون او وچکالۍ شاهد دی، په کرڼه، مالدارۍ او د اوبو په برخو کې پراوږد مهاله اقتصادي پروژو پانګونه کولای شي، په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب ستونزه تریوه بریده حل کړي، په دې اړه مود اقتصادي چارو د کارپوه آذرخش حافظي نظروپوښت.
نړیوال بانک وایي چې د افغانستان د بیړني خوراکي خوندیتوب د پروژې له لارې په دې هیواد کې د خوړو د نه خوندیتوب د بحران له هواري سره مرسته کوي. د دې بانک په وینا د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې ادارې سره په همکاري هڅه کوي چې کوچیني بزګران خپل خوراکي محصولات زیات کړي او هم هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي، خپلې د تغذیې اړتیاوې پوره کړي. نړیوال بانک وایي، دغې پروژې له پنځه ملیونو زیاتو افغانانو ته ګټه رسولې، له ۱۷۰ زره زیاتې ښځینه بزګرانې یې په کارونو ګومارلي، د غنمو تولید یې ۲۶ سلنه زیات کړی او په ۵۲۳ زره هکتاره ځمکه کې یې د ابولو لګولو او اوبو راایستلو ښه خدمات چمتوکړي دي.
خونړیوال بانک اټکل کوي چې د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې ننګونې او په افغانستان کې د خوړو پرخوندیتوب پراخې اغیزې به یې د وخت په تیریدو سره لا زیاتې شي او زیاتوي، پرمقاومو پروژو او د خوړو پرثبات لرونکوسیسټمونو په تمرکزکولو سره افغانستان کولای شي له اقلیم سره برابر د خوړو یو پیاوړي سیسټم رامنځته او د ملیونو افغانانو معیشیت ډاډمن کړي.