د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

نازک روغتیايي وضعیت او سرچینو کموالی؛ ملګري ملتونه: نږدې ۱۸ میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه
ارشیف: د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" وایي، نږدې اتلس میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د افغانستان روغتیايي وضعیت نازک بللی او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یو راپور چې پرون یکشنبه د ډسمبر اتمه یې خپور کړی، ویلي چې روان کال ۱۷ اعشاریه ۹ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د شري او د ماشومانو د خوارځواکۍ په ګډون د میندو او ماشومانو د درملنې وړ ناروغیو، شدیدو اسهالاتو، ډینګي، کانګو او ملاریا ناروغیو لوړه کچه د دې هېواد روغتیايي سکتور ننګوي.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" ویلي، د روغتیايي پاملرنې په برخه کې د پوره سرچینو نه موجودیت افغانان له نازک روغتیايي وضعیت سره مخ کړي دي.

ارشیف: په پکتیا روغتون کې په شري اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: په پکتیا روغتون کې په شري اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.

په همدې حال کې د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، روغتیايي اسانتیاوو ته یې لاسرسی سخت شوی دی.

د کندهار ولایت د سپین بولدک اوسېدونکی عبدالغفار کاکړ وايي: "دلته روغتونونو کې درمل نه‌شته، دوه ځله مې خپل یو ناروغ چې پر پزه یې سال‌دانه راختلې، د سپین بولدک روغتون ته یووړ، یوځل یې ستن ورولګوله، نن چې بیا راغلي یو، وایي چې دا درمل او ستنې ختمې شوي، مجبور شو د کندهار ښار روغتون(صحت عامې) ته راشو، دلته یې هم راته وویل دا درمل خلاص شوي او نه‌شته. په شخصي کلینیکونو کې دا هر څه په پیسو دي چې د رانیولو وس یې نه لري."

د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالقدیم هم ورته شکایت لري او وايي: "دلته خو ناروغۍ بېخي زیاتې او خلک سخت بې‌وزلي دي، خامخا مو ډاکترانو (روغتیایي خدماتو) ته اړتیا شته، خو هېڅ ورته لاسرسی نه لرو، بل چې دولتي روغتون ته ورشو، هغه ډول درملنه او تشخیص په کې نه کېږي او شخصي روغتونونو خو ځکه لاسرسی نه‌شته چې غریبي او بې روزګاري بېخي له حده وتلې."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې ویلي چې ۱۳،۲ میلیونه افغانان د ۳۴ ولایتونو په داسې سیمو کې اوسېږي چې آن په یو ساعت واټن لاره کې هم لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

په ورته وخت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې د نړیوالو په مرستو ټینګار کړی دی.

دې وزارت تازه په خپله ایکس‌پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشرې د نړیوال بانک له استازې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق له مشرې د روغتیا په برخه کې د یونېسف ادارې مسوولانو سره د لیدو پر مهال د افغانستان د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو د حل، د روغتیايي سکټور پیاوړتیا او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو جلبولو په اړه خبرې کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان، نړيوال بانک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او يونېسف تراوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ويلي، خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې کمېشنرۍ د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یا یونېسف د راپور په حواله ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او په دغه هېواد کې په هرو سلو زرو زېږونونو کې ۶۳۸ میندې مري.

ارشیف: د هرات روغتون د نسايي او ولادي څانګې یوه څنډه
ارشیف: د هرات روغتون د نسايي او ولادي څانګې یوه څنډه

راپور په افغانستان کې د روغتیايي ښځینه متخصصینو، نرسانو، او قابله‌ګانو پر کمښټ هم اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت په ټولو طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

د طالبانو د مشر دغې پرېکړې په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

په دې لړ کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا ډول بندیزونه او محدودیتونه به د افغانستان پر روغتیايي سیستم اوږدمهاله ناوړه اغېزې ولري.

XS
SM
MD
LG