د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه د دې لامل شوي چې دوی خپل راتلونکی ژوند او فرصتونه په کور دننه محدود وویني او د ژور خپګان په لور ولاړې شي.
ریچارد بینیت د چهارشنبې په ورځ د "زده کړې تم کیدای نه شي" صندوق سره په مرکه کې وویل، له عامه ژوند څخه د ښځو سیستماتیک حذف به د افغاني ټولنې لپاره نه بدلیدونکې پایلې ولري.
هغه خبرداری ورکړ چې د دې بندیزونو په اوږدمهاله پایلو کې د بې وزلۍ ژوروالی، د جنسیتي نابرابرۍ او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، د ماشومانو ودونه، د ماشومانو کار او نور شامل دي.
ښاغلي بینیټ له افغان ښځو او نجونو سره خپلو خبرو ته په اشارې سره وویل، دوی په دوامداره توګه ټینګار وکړ چې د "جنسیتي اپارتاید" اصطلاح په افغانستان کې د اوسني وضعیت تر ټولو دقیق بیان دی، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیض او ظلم ایډیالوژیک او سیستماتیک ماهیت منعکسوي.
ښاغلي بینیټ ورستی ځل د نوامبر په ۲۸مه په جینوا کې په یوه کنفرانس کې د افغان میرمنو د حقونو فعالانو او د یو شمیر اروپایي هیوادونو له استازو سره لیدلي و.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار وکړ چې د دغه وحشتناک نظام ننګول او طالبان حساب ورکوونکي ګرځول، د نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی.
ښاغلي بینیټ د خپلو خبرو په دوام کې دغه شان زیاته کړه چې د طالبانو دا استبدادي نظام د نجونو تر منځ د ځان وژنې د تمایلاتو د زیاتوالي لامل کیږي.
ښوونځي ته پرتګ له بندیزونو وروسته مې دومره روحي او رواني حالت خراب و، چې د ځان وژنې هڅه مې وکړهله زده کړو راګرځول شوې زده کوونکې، فاطمه
طالبانو د روان زیږدیز کال په اګست میاشت کې ریچارډ بینیټ د دوی پر ضد د منفي تبلیغاتو په خپرولو تورن کړ او افغانستان ته یې د ده پر سفر بندیز ولګاوه.
خو ښاغلي بینیټ ویلي، افغانستان ته د سفر د بندیز سربیره به په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستندولو ته دوام ورکړي.
د افغانو نجونو غوښتنې
په ورته وخت کې له زده کړو بې برخې یو شمیر نجونې هم وايي، د طالبانو حکومت د بندیزونو او ژوند ته د هیلو نه درلودو له امله یې پر ځان وژنې لاس پورې کړی.
یوه له دوی فاطمه ده، چې د ځان وژنې ناکامه هڅه يې کړې وه، هغې ازادي راډیو سره خبرو د طالبانو د بندیزونو له کبله د ځان وژنې کیسه داسې وکړه، "د نهم ټولګي زده کوونکې وم چې له بده مرغه ښوونځي زموږ پر مخ وتړل شول، دې موضوع دومره زما پر روان اغیز وکړ چې د ځان وژنې اقدام مې وکړ او نږدې یوه اوونۍ روحي او رواني روغتون کې بستر شوم".
هریوا چې د خوست ولایت اوسیدونکې ده، ازادي راډیو سره يې خبرو کې ویل،"اوس موږ ټولو افغان نجونو او میرمنو ته ژوند بې مانا شوی ځکه موږ هیڅ هدف نلرو، ډیره ناهیلې شوې یم او د ښونځي له بندیدو وروسته راته ډيرې ذهني ستونزې پیدا شوي، ډیره خواشینۍ یم چې نور به زموږ په ژوند کې څه کیږي او څومره بندیزونه به پر موږ ولګیږي".
ژوند مې بې مانا دی، ډیره ناهیلې یم، د ښوونځي له بندیدو وروسته راته رواني او روحي ستونزې پیدا شوي دي، ډیره خواشینې یم نور به زموږ په ژوند څه کیږي؟له زده کړو راګرځول شوې زده کوونکې، هریوا
دا نجونې په داسې حال کې د افغانستان اوسني وضعیت ته خپله ناهیلۍ څرګندوي چې تازه د سویډن حکومت هم د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي و، په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت کړکیچن دی او د هیلو نښې يې ډیرې کمې دي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګيو پورته تر پوهنتونونو د نجونو پر زده کړو، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار، د دوی پر سیاسي او ټولنیز فعالیت او ان په ازاده توګه د میرمنو پر تګ راتګ بندیزونه ولګول، خو تل یې ادعا کړې چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین شوي دي.
هغه ادعا چې ډیری افغانانو او نړیوالو ته د منلو نه دي.