د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۹

خبرونه

د جرمني‌ صدر اعظم د عدم اعتماد له رایو سره مخامخ دی

د جرمني‌ صدر اعظم اولاف شولڅ
د جرمني‌ صدر اعظم اولاف شولڅ

د جرمني‌ صدر اعظم اولاف شولڅ نن دوشنبه په پارلمان کې د باور له رایو سره مخامخ کیږي او اټکل کیږي چې دغې رایه اچونه کې ناکام شي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، که شولڅ د باور دغه رایې ترلاسه نه کړي، حکومت به ېې ړنګ او د اروپا دغه لوی اقتصادي هېواد به راتلونکې فبرورۍ کې له ټاکلې مودې ۷ میاشتې وړاندې ټاکنې ترسره کړي.
د شولڅ له درې ګوندونو جوړ ایتلافي حکومت وروسته له هغه د نومبر په شپږمه ړنګ شو چې صدر اعظم د خپل هېواد د اقتصاد اړوند یوه اوږده لانجه کې د مالېې وزیر له دندې لرې کړ.

له دې کار سره د مالیې د وزیر اړوند د سوداګرۍ د ملاتړ ګوند له ایتلافي حکومته ووت او پارلمان کې دوه مرکزي-چپي ګوندونه داسې مهال پاته شول چې اکثریت څوکې ورسره نه وې.

له دې وروسته د څو لویو ګوندونو مشرانو هوکړه وکړه چې پارلماني ټاکنې باید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲۳مه ترسره شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کرکټ نړیوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ نن د نړیوال جام لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې عبداله احمدزی او اسحاق رحیمي هغه څیرې دي چې په ملي لوبډله کې ډير کله نه دې لوبیدلي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام د فبرروي په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي او یوه میاشت دوام وکړي.

په دې جام کې د نړۍ شل لوبډلې په څلورو ګروپونو کې لوبیږي، له افغانستان سره په ګروپ کې نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا یوځای شوې دي.

نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې به افغان لوبډله د جنوري له شلمې وروسته له ویسټ اینډیز لوبډلې سره د شل اورونو درې لوبې وکړي.

د ترکیې امنیتي ځواکونو د داعش د غړیو د نیولو خبر ورکړ

د داعش د مشکوکو غړیو پرضد د ترکي پولیسو عملیات-ارشیف
د داعش د مشکوکو غړیو پرضد د ترکي پولیسو عملیات-ارشیف

ترکیې د اسلامي دولت( داعش) د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پر ایکسپاڼه لیکلي چې یوسل او پنځه ویشت داعشیان نن سهار په ترکیه کې نیول شوې دي.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوې دي.

ترکیې اونۍ مخکې هم د داعش د یوسل او پنځلس کسانو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.

په فراه کې لسګونه کسان ژغورل شوي

په فراه کې سیلونه-ارشیف
په فراه کې سیلونه-ارشیف

د فراه په سیلونو کې یوشمیر ایسار کسان ژغورل شوې دي.

په فراه کې د طالبانو چارواکو نن وویل چې د مرکز په قرغ زرد او دزدک سیمو کې یې شاوخوا دوسوه کسان ژغورلي او خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.

د فراه په ولایت کې د سې شنبې په شپه د سیلونو له امله د یوه کس د مړینې، د څلورو نورو د ټپي کیدو او خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبرونه خپاره شوې وو.

د سیلونو له امله د فراه په لرې پرتو سیمو کې هم د سر او مال د زیان د اوښتو خبرونه خپاره شوې دي خو تر اوسه له رسنیو سره دقیقې شمیرې نه دې شریکې شوي.

د بریتانیا په یوه روغتون کې له برید وروسته یو افغان نیول شوی

 د نومبر په دوهمه، ۲۰۲۵، د انګلستان په هنټینګډن کې د اورګاډي په یوه تمځي کې پر چاقو له یوه برید وروسته، پولیس-ارشیف
د نومبر په دوهمه، ۲۰۲۵، د انګلستان په هنټینګډن کې د اورګاډي په یوه تمځي کې پر چاقو له یوه برید وروسته، پولیس-ارشیف

د بریتانیا پولیس د یوه شل کلن افغان د نیولو خبر ورکوي او وایي چې د بریتانیا په شمال لویدیځ کې یې د (نیوټن لي ویلوز) په روغتون کې سې شنبې ناوخته د اورسپنې پر یوې الې پنځه کسان برسیرن ټپيان کړې دي.

پولیسو ویلي دي چې مشکوک کس روغتون ته له ډاکټر سره د لیدو لپاره تللی و خو کله چې یې غوښتنه رد شوه په قهر شو، یو میز یې مات کړ بیا پر خلکو حمله وکړه.

په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو چارواکو ۹۹ بهرني سفرونه کړي

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ویاند وایي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د دوی د حکومت او نړیوالو اړیکي پراخ شوي دي.

ذبیح الله مجاهد نن د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستۍ ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې کال په ترڅ کې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپیژانده او د دوی د کابینې غړیو د ریاست الوزرا د مرستیالانو په شمول نهه نوي بهرني سفرونه کړې دي چې د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا سبب شوې دي.

د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې کابل یې نیولی دی، له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګیدو هڅې کړې دي، خو نړیوالو د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او پر دوی انتقاد کوي چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق یې نه دې ورکړي. طالبان بیا دا خبره ردوي او ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې دا حقوق رعایت کړې دي.

د ایران په پلازمینه او شمیر ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه

په کرمانشاه کې د لاریونه دریمه ورځ-سه شنبې د ډسمبر ۳۰ مه
په کرمانشاه کې د لاریونه دریمه ورځ-سه شنبې د ډسمبر ۳۰ مه

په ایران کې لاریونونه له پلازمېنې تهران څخه نورو ښارونو ته غځیدلي دي. دا اعتراضونه د انفلاسیون او د پیسو د ارزښت د کمیدو له کبله له پلازمینې تهران څخه نورو ښارونو ته خپاره شوې دي.

اعتراضونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر بل هر وخت ټیټه شوه، نو همهغه و چې د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.

د راپورونو له مخې له تهرانه پرته، په کرج، همدان، ملارد، قشم، کرمانشاه، شیراز، اصفهان او یزد کې هم مظاهرې شوې دي.

پولیسو په ځینو سیمو کې د لاریونوالو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار اخیستی دی.

د اوکراین په اودیسا ښار کې د روسیې په بریدونو کې درې ماشومان ټپیان شوي

اوکرایني چارواکي وايي، "پر اودیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د دریو ماشومان په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي".

ددغه ښار پوځي مشر نن چهارشنبې پر خپل تلګرام کې لیکلي، "د روسیې بې پیلوټه الوتکو زموږ کورونه، لوجستکي او د انرژي د تولید سیمې په نښه کړې دي".

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه دي چې د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر استوګن ځاي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه رد کړل او مسکو يې د غلطو معلوماتو په خپرولو تورن کړ.

کرملین پرون سه شنبې ادعا کړې وه چې،"بې پیلوټه الوتکو د نووګورود په سیمه کې چیرته چې د پوتین استوګن ځای دی برید کړې دی".

وړاندې راغلي و چې دا برید پر "پوتین برید دی" دی.

بل پلو، تمه ده د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جنوري په شپږمه په فرانسه کې له خپلو لویدیزو متحداین سره له روسیې سره د سولې د خبرو اترو په اړه وګوري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي و، اوکرایین او روسیه د بل هر وخت پرتله سولې ته نژدې شوي دي.

نن د خالدې ضیا د جنازې مراسم په ډاکه کې ترسره کیږي

نن د بنګله دیش د پخوانۍ صدراعظمې خالدې ضیا د جنازې مراسم دي.

هغه چې د بنګله دیش لومړنۍ ښځینه صدراعظمه وه پرون سهار د ۸۰کلنۍ په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوه.

د محمد یونس په مشرۍ د بنګله دیش موقت حکومت په دې هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او تمه ده چې د خالدې ضیا د جنازې لمونځ د پارلمان د باندې وشي.

د هغه مړی به د بنګله دیش د پخواني ولسمشر او د هغې د خاوند ضیالرحمن ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.

موقت حکومت اعلان کړی چې په ټولو امنیتي پوستو کې به بیرغ نیمه ځوړند وي.

د خالدې ضیا د جنازې په مراسمو کې به د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون ولري.

اغلې ضیا چې درې ځلې د بنګله دیش د صدارعظمه په توګه ټاکل شوې وه، په ۲۰۱۸کال کې د شیخ حسینې په حکومت کې په مالي فساد تورنه او نورو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځول شوه.

د کډوالو نړیوال سازمان؛ طبیعي افتونو افغانان بشري مرستو ته اړمن کړي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، د طبیعي پېښو له کبله له ۲۷زرو څخه زیاتو زیانمنو شویو کورنیو سره يې مرستې کړي دي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په مرستو شویو توکو کې نقدې پیسې، اضطراري سرپناه، غیرخوارکي توکې، اوبه او روغتیايي خدماتونه شامل دي.

ای او ایم وايي، له دغو زیانمن شویو څخه نژدې ۱۵زره کورنیو مالي مرستې او خیمې ترلاسه کړي دي.

د دغه سازمان په ټکو، افغانستان له طبیعي افتونه لکه زلزلې او سیلابونه سره مخ هېواد دی او اقلیمي بدلونو دغه ستونزه لا پسې ډیر کړې ده.

ای او ایم خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون او په افغانستان طبیعي پېښې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا لا پسې زیاتوي.

دغه سازمان له دې وړاندې ویلي چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، داخلي کډوالۍ او له نورو هېوادونو څخه له اخراج سره مخ شوي چې عاجلو بشري مرستو ته اړمن دي.

سږکال د تیر پرتله پاکستان کې امنیتي پېښې شل سلنه زیاتې شوي

په پاکستان کې د شخړو او امنیت څیړنیز مرکز وايي، په ۲۰۲۵کال کې په دې هېواد کې د وسله والو په بریدونو کې ۱۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه مرکز په خپل کلني راپور کې چې د ډیسمبر په ۲۹مه خپور شوی ویلي چې د تیر کال پرتله په امنیتي بریدونو کې اوښتې مرګژوبله ۷۳سلنه لوړه شوې او له ۲۰۱۵کال راهیسې دا کال تر ټولو خونړی کال یاد شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵کال کې تر ټولو ډیر ځانمرګي بریدونه شوي او ډیر مرګژوبله يې ملکیانو ته اړولې ده.

د راپور له مخې، اکثره دغه امنیتي پېښې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې سږکال په ټول پاکستان کې څه باندې زر امنیتي پېښې ثبت شوي، خو په ۲۰۲۴کال کې د ورته پېښو شمیر ۹۰۸ ته رسیده.

د راپور په ټکو، دغو امنیتي پېښو کې له ۳۳زرو ډیر کسان وژل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG