د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

طالبانو د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې يوشمېر کورونه مهرولاک کړي


کابل کې د يوشمېر کورونو انځور
کابل کې د يوشمېر کورونو انځور

د طالبانو حکومت په‌‌دې وروستیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیموکې یوشمېر کورونه مهرولاک کړي دي.

د کابل ښار يوشمېر اوسېدونکي وايي چې، د صفایي محصول د نه ورکولو له امله د طالبانو حکومت د دوی کورونه مهرولاک کړي دي.

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د یوه کور خاوند چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د دوشنبې په ورځ يې ازادي راډیو ته وویل چې، د اقتصادي ستونزو له امله یې نه‌شواى کولى د صفايي کلنى شاوخوا زر افغانۍ محصول ورکړي.

هغه وايي: "و مو نه‌شو کولى د صفايي پیسې ورکړو، زموږ کور یې مهرولاک کړ، یوازې زموږ نه، د ډېرو نورو ګاونډیانو کورونه یې هم تړلي وو، تر هغو چې مو صفايي پیسې ورکړې او کور خلاص شو."

ویل شوي چې تر دې وړاندې د کابل کارته نو سیمه کې هم د طالبانو له‌خوا یوشمېر کورونه د صفايي محصول د باقي‌دارۍ له امله تړل شوي وو.

خلک وايي، د اقتصادي ستونزې له امله نه‌شي کولی چې د ښاروالۍ د صفايي پيسې تحويل کړي.
خلک وايي، د اقتصادي ستونزې له امله نه‌شي کولی چې د ښاروالۍ د صفايي پيسې تحويل کړي.

د دې سیمې اوسېدونکو ویلي چې، هیچا نه‌شوای کولای د مهرولاک شویو کورونو دروازې پرانیزي او کورنۍ په‌کې د بندیانو په‌‌‌څېر اوسېدل.

"په سر تپه کې کورونه مهرولاک شوي وو، د خلکو کارونه نه‌شته، په اقتصادي ستونزو کې نه‌شي کولای د صفايي پیسې ورکړي.
د کابل ښار يو اوسېدونکی

د کابل ښار د کارته نو یو اوسېدونکي چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، ازادي راډیو ته يې وویل چې، د هغه کور څو ورځې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ له‌خوا مهرولاک شوی و.

هغه وويل: "په سر تپه کې کورونه مهرولاک شوي وو، د خلکو کارونه نه‌شته، په اقتصادي ستونزو کې نه‌شي کولای د صفايي پیسې ورکړي. خلکو پخوا تقاعدونه لرل، اوس هغه هم نه‌شته"

دا یوازې کابل نه‌‌دى، بلکې د پروان ولایت د چاریکار ښار اوسېدونکو هم ویلي چې طالبانو ورته د دې ښار د صفايي د ٢٠ کلونو د باقي‌‌دارۍ د ورکولو لپاره د یوې اوونۍ مهلت ټاکلی.

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌‌الله بارکزي په‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې.

د صفايي محصول د ښاروالیو یوه عایداتي سرچینه ده چې، د خلکو او اصنافو څخه د نظافتي خدمتونو او د کثافاتو د مدیریت لپاره راټولېږي.

دغه محصول د ښار پاکوالي، د کثافاتو ټولولو او عمومي نظافت په ښه کولو کې مرسته کوي او معمولاً د ښاروالۍ د قوانینو سره سم په دوراني ډول اخیستل کېږي.

د دې محصول ورکړه د ښاروالۍ خدمتونو او د ښاري چاپېریال ملاتړ لپاره اړینه بلل شوې ده.

خو یوشمېر افغانان وایي چې، اوسنی اقتصادي وضعیت، بې‌کاري او مالي ستونزو کې د دې محصول د ورکړې توان نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG