د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

په کندهار کې د ریحانو ټیټي بیې او د کروندګرو شکایت


په کندهار کې د ریحانو کروندې
په کندهار کې د ریحانو کروندې

په کندهار کې کروندګر د ریحانو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي.

د کروندګرو په خبره، د نورو کلونو پر پرتله د ریحانو په بیو کې نیم په نیم ټیټوالی راغلی چې د دوی کړی مصرف نه برابروي.

ګل احمد د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر خپله شپږ جریبه ځمکه د ریحانو کښتونه کړي.

ګل احمد وايي، حاصل یې ښه دی، خو بیې یې ډېرې ټیټې دي.

دی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې حاصلاتو ته یې بازار پیدا کړي، څو لږ تر لږه د کروندګرو لګښتونه پوره شي.

ګل احمد زیاتوي: "د ریحانو حاصلات ښه دي، خو بیې بیخي ټیټې دي، حتی هغه پیسې هم نه راجوړوي چې موږ د تخم، دوا، او اوبو لپاره لګولي دي. حکومت دې زموږ د حاصلاتو لپاره بازار پیدا کړي."

کروندګر او سوداګر وايي چې په کندهار کې د ریحانو کښت زیات شوی، خو بیې یې ۵۰ سلنه راټیټې شوې او پلور یې نه کېږي.

ریحان بوټی په کال کې یو ځل کرل کېږي، ښه بوی لري او ګل کوي. له دې ګل څخه ترلاسه شوي ریحان په طبي درملو کې کارول کېږي.
ریحان بوټی په کال کې یو ځل کرل کېږي، ښه بوی لري او ګل کوي. له دې ګل څخه ترلاسه شوي ریحان په طبي درملو کې کارول کېږي.

د دوی په وینا، د ریحانو د بیو د ټیټوالي لامل بهر ته د صادراتو کمښت دی.

دوی زیاتوي چې اکثره کروندګرو ته هغه لګښتونه هم نه پوره کېږي چې د ریحانو په کرنه کې کړي دي.

ګلالی وايي: "دا مهال یو من ریحان شاوخوا ۳۵۰ افغانۍ بیه لري، خو په تېرو کلونو کې چې د صادراتو په برخه کې خنډونه کم وو، یو من ریحان له پنځه سوه تر شپږ سوه افغانیو پورې پلورل کېده."

خان محمد وايي: "بیې یې بیخي ټیټې دي، لارې بندې دي، صادرات نه‌شته، نه بزګر ته ګټه کوي، نه د ځمکې خاوند ته."

په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسووولان وايي، سږکال په دغه ولایت کې پر زر هکټاره ځمکه د ریحانو کښتونه شوي چې شاوخوا ۱۱زره ټنه حاصل به وکړي.

ریحان بوټی په کال کې یو ځل کرل کېږي، ښه بوی لري او ګل کوي.

له دې ګل څخه ترلاسه شوي ریحان په طبي درملو کې کارول کېږي.

په کندهار کې د طبي بوټو یو پلورنکی نجیب احمد وايي، ریحان د بېلابېلو ناروغیو درمل دي.

نجیب احمد زیاتوي: "ریحان د بېلابېلو مرضونو لپاره کارول کېږي، لکه د زړه د ضعف لپاره، دغه راز د معدې او ملا لپاره ډېره استفاده کېږي."

افغانستان د خپلو ډېرو محصولاتو لپاره پر بهرنیو بازارونو، په ځانګړې توګه پر پاکستان او هند تکیه کوي.

د کندهار یو بزګر ریحان بوټي راټول کړي او هغه لېږدوي.
د کندهار یو بزګر ریحان بوټي راټول کړي او هغه لېږدوي.

خو سږ کال د پاکستان له‌خوا د سوداګریزو ټرانزیټي خنډونو، سرحدي او ګمرکي ستونزو له کبله بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي محدودیتونه زیات شوي دي.

د نړیوالو بندیزونو له امله د بانکي اسانتیاوو نشتوالی، چې د پیسو لېږد او معاملې یې ستونزمنې کړي دي، د صادراتو په برخه کې یو بل خنډ بلل کېږي.

دغه راز د صادراتو لپاره د معیاري پروسس او بسته‌بندۍ نشتوالی یوه بله ستونزه ده چې ډېر افغان کرنیز محصولات د نړیوالو بازارونو د تقاضا او معیارونو سره سم پروسس او بسته بندي نه کېږي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG