د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

ډبلیو‌ايچ‌او: افغانستان کې د پوليسو مثبتو پېښو کې ۲۸۳سلنه زياتوالی راغلی


کندهار کې د پوليو واکسين تطبيق.
کندهار کې د پوليو واکسين تطبيق.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ په پېښو کې د ۲۸۳سلنه زیاتوالي خبر ورکړی.

د روغتیا نړیوال سازمان (‌ډبلیو‌ايچ‌او) وايي، په افغانستان کې له کور په کور واکسین څخه په ځانګړو ځایونو کې د پولیو واکسین د تطبیق د طریقې بدلول ښايي په‌دې هېواد او له هغه بهر د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي لامل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سه‌‌‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا طریقه چې د روان زېږدیز کال له نیمایي راهیسې په افغانستان کې تطبیق شوې، د اندېښنې وړ ده، ځکه چې په ځینو ځایونو کې د پولیو واکسین کمپاین ټولو ماشومانو په ځانګړي ډول نجونو ته نه رسیږي.

په دوام کې راغلي، دا مهال افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر د تېرکال په پرتله ۲۸۳سلنه زیاتوالی موندلی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس د ۱ ډوله چاپیریالي مثبتو پېښو شمېر چې ډېری یې په جنوبي سیمو کې وې، په ۲۰۲۴ کال کې ۸۴ ته رسېدلی، چې دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۶۴ وو.

که‌‌څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له‌‌مخې، د روان کال له پیل راهیسې په‌‌دې هېواد کې د پولیو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.
که‌‌څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له‌‌مخې، د روان کال له پیل راهیسې په‌‌دې هېواد کې د پولیو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې ځینې کورنۍ ادعا کوي چې، د پولیو د کمپاین د پیل په اړه دوی ته د رسنیو له لارې خبر نه و ورکړل شوی، چې له امله یې ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي دي.

دوی دغه‌شان وايي، په هغه جوماتونو کې چې واکسین تطبیقیږي د ګڼه‌‌ګوڼې له امله د دوی ماشومان نه‌‌دي واکسین شوي.

"موږ د واکسین په اړه په درېیمه ورځ پوه شوو، ماشومان مې واکسین لپاره یووړل، لا د ماسپښین درې بجې نه‌وې شوې چې واکسیناتوران تللي وو
د کابل اوسېدونکی، نديم

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي ندیم ازادي راډيو ته وویل: "موږ د واکسین په اړه په درېیمه ورځ پوه شوو، ماشومان مې واکسین لپاره یووړل، لا د ماسپښین درې بجې نه‌وې شوې چې واکسیناتوران تللي وو، اول خو د عامې روغتیا وزارت باید څو ورځې مخکې اعلان وکړي چې ټول خبر شي، دوی په فېس‌بوک او ټویټر کې خپروي چې سبا د واکسین کمپاین دی، ټول خو انټرنیټ ته لاس‌رسی نه‌لري، باید دا د رسنیو له لارې اعلان شي، پخوا ښه و د کورونو شاته به راتلل."

د پروان ولایت اوسېدونکی مجید وايي: "په جوماتونو کې واکسين کول داسې دي، چې که چابک و اوسئ، ځان او ماشوم دې واکسیناتور ته ورساوه خو ښه، ما پخپله ډېره هڅه وکړه، درې ماشومان وو په درې ورځو کې مې په ډېرو ستونزو یووړل، یوځای نه‌کېده، ځکه ډېره ګڼه‌ګوڼه وه، ماشومان ژوبلېدل، زما د باجه زوی له واکسینه پاتې شوی، هر څومره یې چې هڅه وکړه، دوی ته وار ونه رسېد، مخکې ډېر ښه و، واکسيناتوران به د کور شاته راتلل او په اسانۍ سره ټول ماشومان واکسین کېدل."

د پولیو د واکسین وروستی کمپاین د نومبر له ۲۵ څخه تر ۲۸ پورې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د جوماتونو په کچه ترسره شو.

تر دې وړاندې واکسیناتوران د کمپاینونو په ترڅ کې کور په کور کرځېدل، ترڅو ماشومان د پولیو ضد واکسین کړي.

که‌‌څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له‌‌مخې، د روان کال له پیل راهیسې په‌‌دې هېواد کې د پولیو ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG