د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

افغانستان کې د ګوزڼ د شپږو مشکوکو چاپېریالي پېښو ثبتېدل؛ ډاکتران د دې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی د واکسین تطبیق بولي


ارشیف: په کندهار کې د پولیو واکسین د تطبیق له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په کندهار کې د پولیو واکسین د تطبیق له کمپاینه یو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" په افغانستان کې د ګوزڼ یا د ماشومانو فلج د شپږو مشکوکو چاپېریالي پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو او په دې اړه د اندېښنو د زیاتېدو په دوام، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د پولیو شپږ مشکوکې چاپېریالې مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبه په ورځ ناوخته په یوه راپور کې وویل چې دا پېښې چې څلور یې په کندهار او دوه نور یې په هرات او هلمند ولایتونو کې دي، په تېرې یوې اوونۍ کې د نومبر تر ۱۷مې نېټې ثبت شوي دي.

ارشیف: په کندهار کې یو واکسیناتور ماشومانو ته پولیو ضد واکسین تطبیقوي.
ارشیف: په کندهار کې یو واکسیناتور ماشومانو ته پولیو ضد واکسین تطبیقوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د بېړني پروګرام مسوول ډاکتر محمد داود الطاف د ثبت شویو پيښو د څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا نمونې د چاپېریال له نمونو یا سمپلونو څخه ترلاسه شوي، کوم چې انساني پېښې نه دي، دا په چاپېریال کې د ویروس شتون ښیي."

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، د افغانستان په ګاونډي هېواد پاکستان کې چې یوازېنی بل هېواد چې د پولیو ناروغي لا هم په‌کې موجوده ده، په همدې موده کې د پولیو ویروس یواځې یوه شکمنه چاپېریالي مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په روان زیږدیز کال کې د پولیو ټولټال ۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۲۳ یې په افغانستان او ۴۹ پېښې په پاکستان کې دي او په ۲۰۲۴م کال کې د پولیو د مشکوکو چاپېریالي مثبتو پېښو شمېر ۵۷۴ ته رسېدلی چې ۹۱ یې په افغانستان او ۴۸۳ یې په پاکستان کې راپور شوي.

په داسې حال کې چې د دغه سازمان د شمېر له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۸۸ و چې ۶۲ یې په افغانستان او ۱۲۶ یې په پاکستانه کې ثبت شوي وو.

په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

په همدې حال کې هغه کورنۍ چې ماشومان یې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته دي د پولیو واکسین د اغېزمنتوب په اړه د پوهاوي نشتوالی د دوی د وضعیت لامل ګڼي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي سیدالله چې یو ماشوم یې د پولیو له امله فلج شوی، ازادي راډیو ته وویل: "هغه وخت موږ ته کافي معلومات نه و ورکړل شوي، ډېری خلکو ویل چې پولیو واکسین خطرناکه دی له همدې امله موږ له دې څخه ډډه وکړه."

په وزیر اکبرخان روغتون کې د عمومي داخلې متخصص ډاکتر فرید رفیعي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ګوزڼ د جسمي او روغتیایي اغېزو ترڅنګ روحي او رواني ستونزې هم رامنځته کوي.

رفیعي وايي: معیوبیت نه یواځې روغتیايي او جسمي ستونزې رامنځته کوي، بلکې ناروغ کس له رواني ناروغۍ او تلپاتې خپګان سره مخ کوي.

هغه زیاتوي: "پولیو یو تلپاتې معیوبیت رامنځته کوي، هغه کس چې ګوزڼ کیږي هغه نیمګړی وي نه‌شي کولای په ټولنه کې کار وکړي او خپل ژوند په ښه توګه پر مخ یوسي، تل ناروغ او د ټولنې د اوږو بار وي، معیوبیت نه یواځې روغتیايي او جسمي ستونزې رامنځته کوي، بلکې ناروغ کس له رواني ناروغۍ او تلپاتې خپګان سره مخ کوي."

ډاکټران تل ټینګار کوي چې پولیو یوه ویروسي او ډېره ساري ناروغي ده چې په ځانګړي توګه د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو کې کولی شي د تلپاتې جسمي معلولیت او آن د مرګ لامل شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG